انار د ډېرو نارغیو درمل!

انار د هر چا او د هر کور مهم ضرورت دی دا يو طبعي ميوه ده چي ښکلی شکل او ښکلي دانې لري په ونه کې کرل کيږي.

د انار دانې او پوستکی د مختلفوامراضولپاره ګټوردي لکه : د خېټې درد د دې خلک کولی شي چې انار دانې اوبو کې اومښي مالګه او تورمرچ د ضرورت په اندازه ورسره يوځاي کړي نو هغه څوک چې د خېټې له درده زوریږي ورسره به روغ شي.
• د زيړي لپاره زيات استعماليږي .
• زړه ،پښتورګی او جيګر قوي کوي د تندې لپاره هم ګټور دي.
• وينه صفا کوي، زياتوي او وجود ته وده ورکوي کوم مريض چې د مرض څخه وروسته ضعيف وي نو هغه ته د دوا په طريقه انار ورکړي روغ به سي.
•دانې يي هم هاضمه جوړوي او اسهال دروي سيلان خون،بواسيرخوني او داسې نورو امراضو لپاره دوا ده .
• پوستکي يي زخمونو اود ګيډې چينجيو لپاره استعماليږي.
•  تروه انار هم زړه، جيګر، زيړي او تبې لپاره ګټور ثابتیدای شي.
•  د تروه انارو پوستکي چې ښه ميوه يي او سياه دانه ورسره يوځاي شي د اعصابو او معدې لپاره فايده لري.
• انار يوه نرمه غذا ده د وجود حرارت نارمل ساتي او په انارو کې د اجزاء شاملې دي لحميه شکر، کلسيم فارسفورس او فولاد.
• لوړه پيدا کوي يعنې اشتها راولي ،صفراوي،استفراق لپاره د انارو دانې استعماليږي.
• د وچ او لوند خارښت لپاره د انارو دانې استعمال فايده لري.

ډاکتر عبدالولي اعتماد

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب