الله لور دركړې او ته پرې خپه يې؟

وروره! اولاد د الله جل جلاله یو لوى نعمت دی چې خپلو بندګانو ته یې ورکړى هغه که لور وي یا زوي. د ابراهیم علیه السلام او د زکریا علیه سلام كيسه خو به درته معلومه وي چې اولاد یې نه درلود، کله چې ابراهیم علیه السلام ته الله عزوجل اولاد ورکړ نو د الله سبحانه و تعالی شکر یی ادا كړ او ویې ویل:
ٱلْحَمْدُ للَّهِ ٱلَّذِى وَهَبَ لِي عَلَى ٱلْكِبَرِ إِسْمَـٰعِيلَ وَإِسْحَـٰقَ إِنَّ رَبّى لَسَمِيعُ ٱلدُّعَاء.
دیر داسې خلک شته چې د دې لوی نعمت نه محرومه دي او سرګردانه ګرځي او تل دعا کوي چې الله ورته یو اولاد ورکړي هغه که لور وي او که زوي.

نو ګرانه وروره! د الله شکر وباسه او خوشحاله اوسه چې الله سبحانه و تعالی اولاد درکړ.
کیدای شي چې تا د لور په باره کې ډیرې خبرې اوریدلې وي چې د فلاني بیا لور وشوه، د فلاني زوى نشته او داسې نورې دیرې خبرې…. خو ته دې ته ښه متوجه اوسه چې دا ټول کارونه د الله عزوجل دي. چا ته یې چې خوښه وي زوى ورکوي، چا ته لور، چا ته یې یواځی لورګانې ورکړې او چا ته یې بیا یواځې ځامن ورکړي وي او څوک یې د دې لوی نعمت نه محرومه کړي دي. د الله په کارونو باید راضي اوسو ځکه هغه پوهیږي چې د کوم سړي په کوم حالت کې خير دى.
الله عزوجل فرمایي:
لله مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ * أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَنْ يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ.
خاص الله لره دى سلطنت د ځمکې او اسمانونو، الله عزوجل چې د څه اراده وفرمایي پیدا کوي یې. چا ته ته لورګانې ورکوي او چا ته زامن ورکوي او یا دواړه ورکوي او چا ته چې اراده وکړی نو شنډوي یې(بی اولاده). بیشکه الله سبحانه و تعالی ښه علیم او په هر شي برلاسى ذات دی.
پدې بوه شه چې پدې کې نه ستا خوښه چلیږي او نه دې ښځه ملامته ده، خپله ښځه هیځ وخت پدې مه ملامتوه او په یاد ولره چې د اولاد په زیږیدو کې هغه هیڅ رول نه لري او نه ته کوم رول لرې، نو د الله عزوجل په فیصله راضی اوسه او د هغه نه دعا غواړه.

محترمه وروره!
ایا تا ته هغه احادیث معلوم دی چې د لوڼو د تربیې او نفقې په باره کې راغلی او د دوى سالمه او اسلامی روزنه یې د ثواب لامل بللې.
رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام فرمایلي:
(من كان له ثلاث بنات فصبر عليهن، و أطعمهن، و سقاهن، و كساهن من جِدته كنّ له حجاباً من النار)
د چا چې دری لورګانې وي او صبر یې پرې وکړ او ښه خوراک او څښاک یې ورکړل او د خپل مال نه يې پرې نفقه وکړه، بیشکه دغه لورګانې به ده ته د قیامت په ورځ د اور نه د نجات سبب وي.
بل ځای رسول الله علیه الصلاة والسلام فرمایي:
(من كنّ له ثلاث بنات يؤدبهن، و يرحمهن، و يكفلهن وجبت له الجنة البتة، قيل: يا رسول الله فإن كانتا اثنتين، قال: وإن كانتا اثنتين).

د چا چې دری لورګانې وي او ادب وروښیي او رحم پرې کوي او نفقه ورکوي (کفالت یې کوي) نو د ده لپاره جنت واجب شو. پوښتنه وشوه چه ای د الله رسوله صلی الله علیه وسلم! که چیرته دوه وې نو بيا؟ نو رسول الله علیه السلام وویل: که دوې هم وی همدا شان ده.
ای وروره! که چیرته دې په لورګانو صبر وکړ او اسلامي تربیه دې ورکړه نو د دې څومره لوی اجر او ثواب دی.
په اخر کې درته یوه خبره کوم چې د الله عږوجل په نږد ته مسول یې، ستا نه به پوښتنه کوي نو کوښښ وکړه چې اسلامي تربیه او اخلاق وروښیې او رحم پرې وکړې او د غیر اخلاقی او غیر شرعي کارونو نه يې منع کړې. ځکه یو بااخلاقه او دینداره مسلمان سړی خپل ژوند جوړوي او یوه دینداره او مسلمانه ښڅه یوه کورنۍ تربیه کوي او لوي خلک زیږوي نو د لور په تربیه كې پام کوه.
الله دې مونږ ټولو ته د نیک عمل کولو توفبق راکړي او د مردود شیطان نه مو دې په امان کې وساتي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب