د کورنۍ ټولو غړو ته مشوره!

په ۱۱ هيوادونو کې شوې يوې نړيوالې څېړنې ښودلې چې د کورني ګډ ژوند د ۹۲٪ ستونزو لامل د ميړه او ښځې په مينځ کې د خبرو اترو د دود نشتوالی او يو د بل خبرو ته غوږ نه ايښودل وو.

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: “خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي ” (ستاسې له جملې هغه څوک ښه دی چې د خپلې کورنۍ له پاره ښه وي، او زه په تاسې کې د خپلې کورنۍ له پاره ښه يم)

ميړه، ښځې، پلار، مور، زوی او لور ته!
په کورني ژوند کې دا لاندې لارښوونې په پام کې ونيسه:

زلمي/پېغلې ته مشوره

– واده يوه پروژه ده
او د هرې پروژې له پيل څخه مخکې يې بايد د برياليتوب د څرنګوالي په اړه فکر وکړل شي.
د دغې پروژې د شريک د غوره کولو له پاره د برياليو لارو چارو په اړه فکر وکړه…
په ځان باندې د ژور فکر کولو بُخل مه کوه…..

– مه د ځان په ستاينه کې مبالغه کوه، او مه ځان ته په سپکه سترګه ګوره…
لکه څنګه چې يې، هغسې ځان وښيه، او څنګه چې ځان ښيې، هغسې اوسه!

ميړه/ښځې ته مشوره

کله چې ميړه د ښځې، او ښځه د ميړه خوشحالول خپل هدف وګرځوي، د دواړو ژوند نېکمرغه شي…
او کله چې هر يو له دواړو څخه خپل هدف د ځان خوشحالول وګرځوي، خپل ژوند يې هم بدمرغه شي، او د بل لوري ژوند هم بدمرغه کړي.
دا ځکه چې ځانځاني د ګډ ژوند پر تابوت لومړی مېخ دی..

زوی/لور ته مشوره

دا ښېګڼه نه ده چې د هغوی له امر نه وروسته کار تر سره کړې، بلکې ښېګڼه دا ده چې د هغوی له وينا مخکې يې تر سره کړې..
د مور او پلار په زړه دې پوه شه… او هغه څه ور ته وړاندې کړه چې د هغوی زړه يې غواړي..
له هغوی سره ښېګڼې کې ړومبی والی کوه..

مور او پلار ته مشوره

زياتره وخت ماشوم د يو څه شي د تر لاسه کولو له پاره ژاړي..
دا د حل لاره نه ده چې له ژړا څخه د لاس اخيستلو په موخه د هغه غوښتنه پوره کړل شي.. ځکه چې که بيا يې څه شی زړه وغواړي، بيا به په ژړا پيل وکړي..

ښايي ځينې وخت غوره دا وي چې خبره يې و نه منل شي، نو په دې صورت کې يې په خپلې مينې راپخلا کړه.. ښايي کله يې غوره لاره دا وي چې هيڅ غوږ پرې و نه ګرول شي..

خپل ماشوم ته د غلي کېدلو په بدل کې د څه شي د ورکړې وعده مه ورکوه.. ځکه چې که بيا دې تر سره نه کړه، بل وار در باندې باور نه کوي..

 ميړه او ښځې ته مشوره
په زياتره جوړو کې (له دواړو څخه د تېريدنې او بخښنې د زياتوالي له پلوه) د واده لومړی کال تر ټولو نېکمرغه کال وي..
نو ولې له بخښنې او خپلمنځي پوهاوي ډکې همدې وضعې ته ادامه ور نه کړل شي؟

 د کورنۍ ټولو غړو او په ځانګړي ډول مور او پلار ته مشوره
څه وخت به زمونږ په کورني ژوند کې مينه او زړه سوی ريښې وځغلوي؟ او دا مفاهيم به څه وخت د فلمونو، ډرامو، خوبونو، او بې دينيو له احتکاره ازادوو؟

ميړه ته مشوره
له مينې ډک ژوند وکړه.. د هيچا پروا مه ساته..
د ښځې او خاوند په اړيکو کې اصل مينه ده… او په خپلمنځي خبرو کې يې اصل خوږې خبرې دي…
که د خلکو له ډاره دې له دې کار څخه ډډه وکړه، ستر تاوان به يې وګالې..
کله دې چې ښځې ته غږ کوې، د «وه زما ساه!» يا «وه ګرانې» په نومونو يې رابوله..
او د خلکو خبرو پسې مه ګرځه..
دا وينا ښځې ته هم متوجه ده، مګر سړي ته تر هغې زياته متوجه ده..

ښځې ته مشوره
کله چې سړی لکه د تل په څېر له کار يا دندې څخه کور ته راستون شي، په کار ده چې په خوږو خبرو يې هرکلی وکړې… په خوږو او هڅوونکو خبرو لکه: په لاسو دې برکت شه! د اوږده عمر څښتن شې!
که امکان لري د کار د جامو په اېستلو کې ور سره مرسته وکړه.
دا ډول خبرې هغه خوشحالوي او روحيات يې بدلوي

ميړه ته مشوره
د کور کتابتون د کورني سامان يوه مهه برخه ده
د کتابونو ساتنې ته يې پام کوه.. د ځايونو بدلونې ته يې پام کوه، او په هغه ځايونو کې يې د کېښودلو هڅه کوه چې ښځې دې د کور د ښايست په موخه وړ بللی.

د ښځې ذوق او کار دې ډېر ستايه… د ښځې د ذوق بد مه وايه، ځکه دا هغه څوک ده چې ته يې خوښ کړی يې!

ميړه او ښځې ته مشوره

په ۱۱ هيوادونو کې شوې يوې نړيوالې څېړنې ښودلې چې د کورني ګډ ژوند د ۹۲٪ ستونزو لامل د ميړه او ښځې په مينځ کې د خبرو اترو د دود نشتوالی او يو د بل خبرو ته غوږ نه ايښودل وو.

ښځې ته مشوره
تر څو چې در څخه مشوره نه وي غوښتل شوي، ميړه ته دې د نصيحت کولو هڅه مه کوه.
کله چې يوه ښځه پرته له دې چې غوښتنه ترې وشي، ميړه ته د نصيحت يا ور سره د مرستې کولو هڅه وکړي، دا په ميړه ډېر سخت تماميږي او د يوې نيوکې په سترګه ور ته ګوري. سره له دې چې ښځه به دا کار له نيک نيته کوي، مګر د هغې دغه ناغوښتي وړانديزونه يې د ميړه د غوسې لامل ګرځي او ښايي ناوړه غبرګون وښيي، په ځانګړې توګه که نوموړی په وړوکتوب کې له داسې نيوکو سره مخ وو، او يا يې په خپل کور کې داسې تجربه لیدلې وي چې مور به يې په پلار نیوکې کولې.

که چېرې بې د هغه له غوښتنې نصيحت ور ته وکړې، هغه ته دا معنی لري لکه هغه چې په څه نه پوهيږي، يا هغه کار په خپله نه شي کولی.
ستا له خوا داسې کار هغه خپل نارينتوب ته سپکاوی بولي… نو د هغه له غوښتنې پرته ور ته له نصيحت کولو ډډه وکړه!

ميړه ته مشوره
ستا د ناوړه کار له کبله دې ښځه ستا ښېګڼې هيروي، او ستا خوږې او ښې خبرې ترې ستا تېروتنې هېروي
نو، له خپلې ښځې سره خبرې دې بابيزه مه ګڼه، او پام ور ته کوه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب