اصلي دړه (تخته) Main Board
اصلي دړه (تخته) Main Board
درايوونه (Drives) او د کمپيوټر اړخيز وسايل لکه ليکمن (Keyboard) ،موږک (Mouse)،د چاپګر (Printer) او مانيتور (Monitor) هم له دې دړې سره وصل دي .
ټول هغه وسايل چې له دې دړې سره وصل شوي په حقيقت کې يو له بله اړيکې لري.
اصلي دړه د کمپيوټر د سيستم مهمه برخه ده.که څه هم د کمپيوټر په سيستم کې نورې مهمې برخې هم شته ،کوم چې له دې برخو پرته د کمپيوټر سيستم نشي کولای چې کار وکړي، مګر اصلي دړه دا ټولې برخې يو له بله سره يوځای کړې.
په ټوليزه توګه نوې اصلي دړې د شنه ځانګړيتوب لرونکې دي.شين خاصيت هغه خاصيت دی چې د هغه پر بنسټ اصلي دړه کولای شي چې کله له کمپيوټره څخه کار نه اخلو او کمپيوټر روښانه وي د ډيرو مصرف کوونکو وسايلو لکه مانيتور،کلک ډيسک،او CPU د بريښنا مصرف لږوي.
نو که چېرې کارن (User) له يوه ټاکلي وخت وروسته ،چې هغه هم د کارن User پواسطه ټاکل کېږي ،له ليکمن (Keyboard) او موږک (Mouse) څخه کار وانخلي نو اصلي دړه د تصوير سګنالونه غوڅوي د کلک ډيسک (Hard Disk) ماشين له کاره غورځوي او همدارنګه CPUته د ننه ايستلو د ګړۍ تپيدا قطع کوي او کمپيوټر په نيمه فعال حالت بدليږي.مګر د ليکمن (Keyboard) د يوې کلۍ په فشار ورکولو سره ټول څيزونه خپل عادي حالت ته راګرځي او کمپيوټر بيرته خپل فعال حالت نیسي.
ژباړن:ب.بهیر وردګ