د ماشومانو د روژه نیولو مسائل

درمضان  المبارک روژې  په عاقل او بالغ مسلمان باندې فرض دي:

مسئلة : د رمضان المبارک د میاشتې روژه نیول په هر مسلمان عاقل بالغ باندي فرض عین ده، روژه د اسلام له ارکانو څخه دریم رکن ده.

کما قال علماؤنا رحمهم الله  تعالی:  صوم رمضان فريضة محكمة  وهو من ثالث اركان الاسلام شرعه سبحانه وتعالى لفوائد عظيمة  منها كونه موجبا للرحمة ، ومنها انه يكسر الشهوة  ، ومنها انه يسكن النفس الامارة  ومنها موافقة الفقراء  الجائعين  مرقات ۴\۳۸۵ ومجمع الانهر ۱\

له اوه کلنۍ څخه په ماشومانو روژه نیول

مسئلة : کله چې ماشوم یعني هلک یا نجلۍ د اوو کلونو شې نوپه روژه نیولودي امرکوي که یې طاقت دروژي دنیولو ؤ   او کله چې د لسو کلونو شې نو که یې روژه نه نیوله وهي دي ،البته دا هغه مهال ده که یې ماشوم د روژي د نیولو قدرت او طاقت درلود ، او له دغو وهلو څخه په لاس یاڅپیړه وهل مرادي  .

وفي  المغني  يؤمر الصبي بالصيام لسبع إن أطاقه “وذكر بعض أهل العلم أنه ” يُضرب على تركه لعشر كالصلاة انظر المغني ۳/۹۰

الدر المختار۳ \۴۴۲ ط جدید کم :

دماشومانو دروژې په هکله د هغوی خاص خیال  ساتل

مسئله : خو د موسم او وقت لحاظ دې د ماشومانو د روژو د نیولو لپاره په نظر کې نیسي. یعنې که دوبي یا د ګرمۍ موسم وي نو خپل ماشومانو ته دې ګوري که یې د ټولي روژي د نیولو طاقت ؤ ټولې روژي دې ورباندي نیسې او که یې د ټولو روژو د نیولو قدرت او طاقت نه ؤ نو بیا دې د طاقت مطابق روژي ورباندې نیسي د ټولې میاشتې روژي دې نه ورباندي نیسې، همدا راز دې د ماشوم د صحت خیال هم ساتي یعني که یو ماشوم کمزوری یا بیمار وي او د روژې په نیولوسره ظن غالب دا وي چې که روژه کړي نو بیماري یې زیاتیږي یا بیماره کېږي نو د روژې په نیولودې ورته امر نه کوي : وفي الدر المختار۳ \۴۴۲ ط جدید کم : ویؤمرالصبي بالصوم اذااطاقه ویضرب علیه ابن عشر  کالصلوة في الاصح  وفي ردالمحتارتحته وقدربسبع والمشاهدفي صبیان زمانناعدم اطاقتهم الصوم  في هذالسن قلت  یختلف ذلک باختلاف الجسم واختلاف الوقت صیفا وشتاءا والظاهر انه یؤمر بقدرالطاقة اذا لم یطق جمیع الشهر   الخ  ردالمحتارطبع اخری ۲\۴۰۹

په روژه کې د خپلو ماشومانو تربيې ته توجه کول

 مسئله: بعض  خلک د خپلو ماشومانو څخه بي پرواوي او د هغوی  د دیني  تربیې لوري ته یې هیڅ  توجه نه وي تر دې  چې نه د ماشوم د لمانځه او نه یې هم  د رژې او نورو عباداتو په غم کې وي، او ځینې یې بیا داسې وي چې ماشومان له خپل مور او پلار څخه  په  پټه  روژه  نیسې، ځکه که یې  پلار خبر شې نو غصه ورته کوي او د روژې  په خوړلو یې مجبوره وي ځکه دی دا فکر کوي چې دا په ماشوم ترحم او شفقت ده، خو افسوس چې دغه جاهل پلار نه پوهیږي چې په  ده باندي دا واجب ده چې خپل ماشومان به  د نېکو اعمالو او فرایضو سره عادت کوي لکه د طحطاوي عبارت چې لږوړاندې تیرشو؛ همدا راز په حدیث کې راځي له صحابه  و څخه نقل شوي چې  موږ به په وړو ماشومانو روژه نیوله او هغوی به مو د ساتېري لپاره په یوه لوبه اخته کول ترڅو د روژه ماتي وقت رانږدې شي:

وفي فتاوی ابن عثیمین وبعض الناس يتساهل في أمر أبنائه وبناته بالصيام، بل ربما صام الولد مخفیا وهو يُطيق فأمره أبوه أو أمه بالإفطار شفقة عليه بزعمهما، وما علموا أنّ الشفقة الحقيقية بتعاهده بالصيام، قال الله تعالى: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ  ﴾ الآیة . وعن الرُبيِّع بنت معوِّذ رضي الله عنها قالت في صيام عاشوراء لما فُرض: كنا نصوِّم صبياننا ونجعل لهم اللعبة من العهن فإذا بكى أحدهم على الطعام أعطيناه ذاك حتى يكون عند الإفطار . البخاري فتح رقم ۱۹۶۰

مسئله: د نجونو میندې باید د هغي لور دیني حالت هم په پام کې ونیسې چې د لوېښت مرحلي ته نوي رسېدلې او یا په روژه کې رسېږي، ځکه نجونې د ناخبرۍ او د شرم حیاء له امله که د حیض بیماري ورښکاره هم شې نو روژه نه ماته وي، حال دا چې د دغې بیمارۍ سره روژه نیول نه دي جائز.

وفي فتاوی ابن عثیمین : وينبغي الاعتناء بصيام البنت في أول بلوغها،فربما تصوم إذا جاءها الدم خجلا ثم لا تقضي .

که ماشوم روژه وخوري نوقضاء يې ورباندې لازمه نه ده

مسئله : که ماشوم روژه ونیسې او بیا یې د یوه عذرله امله وخوري نو قضاء یې ورباندي لازمه او واجب نه ده، او که یې لمونځ قضاء کړ نو قضاء کړ نو مور او پلار دې ورته په راګرزولو امر کوي.

في الدرالمختار وردالمحتار  ۲\ ۴۰۹ ط سعید :الصبي اذا افسدصومه لایقضي     لانه یلحقه مشقة بخلاف الصلوة فانه یؤمر بالاعادة  لانه لایلحقه المشقة .

د مفتي ابو یاسر له فتاوی الصیام څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب