اصلي اوبدل شات یاعسل په هرځای کې معلوم کړئ

د خالصو عسلو د معلومولو ازموینې

خالص عسل (۱۰۰٪)
۱ – ځانګړی ښه بوی لری
۲ – کوم ځای کی چی پروت وی ورڅخه نه جلاکیږی
۳ – اضافی مواد لکه (پولون ،پروپولس ،اونور کوچنی ټوټی )لری
۴ – صاف اونری تار جوړوی —
۵ – اوبو لاندی یوځای جمع اوچټک نه خپریږی
۶ – سټونی کی دملایم سوزش داحساس سبب کیږی
۷ – ځک (کف )نلری
غیری خالص عسل
۱ – ښه بوی نلری یا هیڅ بوی نلری
۲ – کوم ځای کی چی پروت وی ورڅخه جلاکیږی.
۳ – اضافی مواد نه لری .
۴ – نیمګړی تار جوړوی .
۵ – اوبولاندی یوځای جمع ولی چټک خپریږی.
۶- ستوڼی کی دملایم سوزش داحساس سبب نه کیږی .
۷ – په سرباندی سپین ځک لری
دخالصو اوناخالصو عسلو دازموینی ساده طریقی په لاندی ډول دی .

۱ – پیژندپاڼه :
عسل چی په بوتل کی داسی بند شوی وی چی دخلاصیدواودوباره په لومړی ډول یی دجوړیدوامکان یی کم وی په دی حالاتوکی دعسلوکمپنی یادمچیو دساتونکی پیژندنه اهمیت لری چی غلطی کوی کنه که مالک دکمپنی یامچیو ساتونکی مطمین شخص وی بیا کولای شوو په پاڼه باندی چی په بند بوتل باندی لیکل شوی وی باور وشی .

۲ – دعسلو خوند اومزه :
عسل یو خاص خوند لری اوذایقه لری اوداهم متغیره وی چی ډیر دعسلو د ډول یا دګل په نوع چی عسل ورڅخه جوړشوی اړه لری اوبل داچی کله چی وخوړل شی نو په ستوڼی کی دکم سوزش احساس پیداکیږی اما دناخالصو عسلو مزه خرابه وی .

۳ – دعسلو بوی :
عسل یو ځانګړی بوی لری چی بوی یی هم دعسلو په ډول او نوعی پوری مربوط دی چی دهر ګل عسل ځانګړی بوی لری ولی دخالصو عسلو ډیر ښه بوی وی اودناخالصو عسلوبوی ښه نه وی اویا هیڅ بوی نلری .

۴ – دعسلو حل کیدل په اوبوکی :
عسل چی په اوبوکی واچول شی داوبوپه بیخ کی غوټه پاتی کیږی اوچټک نه حل کیږ ی ولی ناخالص عسل داوبو په بیخ کی په کم وخت کی خپریږی اوحل کیږی .

۵ – دعسلو حل کیدل په میتایل الکولو کی :
نیمه برخ عسل او نیمه برخه میتایل الکول په یو ګیلاس کی اچوو که عسل خالص وی دګیلاس لاندی برخه کی غوټه پاتی کیږی ولی که عسل خالص نه وی نو په الکولوکی حل اودشیدو په شان سپین رنګ اختیاروی .

۶ – عسل دتارپه ډول شکل اختیاروی :
عسل چی په اوبوکی دیوی قاشوقی یا بل لوښی په وسیله واچول شی خالص عسل یوتار ی شکل داوبو تربیخه پوری جوړوی ولی ناخالص عسل تارغوندی شکل نه جوړوی .

۷ – عسل داوراخستنی خاصیت لری :
عسل که دمالوچو (پنبی ) په فلته باندی واچول شی اوفلته ورباندی ککړه شی بیا دغه فلته داورلمبی ته ونیول شی که عسل خالص وی اوراخلی اوکه غیری خالص وی نواور نه اخلی .

۸ – عسل داور سره دتماس په صورت کی ویلی کیږی :
که داورلګیت تیلی چی اوریی اخستی وی عسلو ته نژدی کړو که عسل ویلی شول نو داخالص عسل دی ولی که عسل ولی نه شول او دجغ جغ اواز یی وکړ نو دابیا ناخالص عسل دی .

۹ – ګرم پولادی سیم داخلول په عسلو کی :
که په اور ګرم شوی پولادی سیم په عسلوکی داخل کړو که چیری عسل خالص وی په سیم پوری نښلی اوکه عسل خالص نه وی دوباره لوښی کی څاڅی او په سیم پوری نه نښلی .

۱۰ – سړه ډوډی په عسلو کی ډوبول :
که سړه یا ځنډنی ډوډی په عسلوکی غوټه شی وروسته له ۸ الی ۱۰ دقیقوڅخه که ډوډی همغسی کلکه وه اونرمه شوی نه وه نو داعسل خالص دی ولی که ډوډی نرمه شوی وه او اوبه یی جذب کړی وی نو بیا داعسل ناخالص دی .

۱۱ – دعسلو اچول په جذب کونکی کاغذباندی :
که څو څاڅکی عسل په جذب کونکی کاغذباندی واچول شی او وروسته وکتل شی که چیری عسل دکاغذپواسطه جذب نه شول نو پوهیږو چی دغه عسل خالص دی اوکه چیری عسل دکاغذپواسطه جذب شول نوداعسل ناخالص عسل دی .

۱۲ – لږ عسل په سپینه تیکه (ټوکر ) باندی اچول :
که لږ عسل په سپینه تیکه باندی واچول شی او وروسته ومینځل شی که دعسلوداغ په سپینه تیکه باندی پاتی وو نو داعسل خالص نه دی که او که چیری په ټوکر باندی داغ پاتی نه وو نو داعسل خالص دی .

۱۳ – عسل په اوبوکی ګډول :
که عسل په اوبوکی حل شی بیا په دی محلول کی (۲-۳) څاڅکی آیودین واچول شی که عسل خالص وی رنګ یی آبی نه ګرځی .

۱۴ – عسل په اوبوکی ګډول :
که عسل په اوبوکی حل شی بیا په دی محلول کی ۲-۳ څاڅکی وینګارایسنس (vingar essence) واچول شی که جوړ شوی محلول ځک یعنی کف وکړ نوعسل ناخالص دی اوکه یی ځک ونه کړ نو عسل خالص دی .

۱۵ – دغه ۱۴ مرحلی چی موپورته ذکر کړی دی یعنی خالص عسل او ناخالص عسل دغه دواړه عسل دی خو خالص عسل په فنی ډول ویستل شوی دی اوغیری خالص عسل په غیری فنی ډول ویستل شوی دی پورته ذکر شوی ساده ټسټونه دی چی مونږ په افغانستان کی ورڅخه استفاده کولی شو اما په خارجی ممالکو کی دعسلو دمختلفو ټسټونو لپاره په لسګونه ماډ له لابراتوارونه اوآلی جوړ شوی دی چی په (۵) ثانیوکی دعسلو کیفیت معلوموی یوه له دغو آلو نه د دریفریکتومتر(Refractometer) آله ده چی دقلم په اندازه ده چی دعسلو دنوردانکسار داندازه کولو لپاره کارول کیږی چی دعسلو قندی مواد او داوبو فیصدی معلوموی چی دعسلو دکیفیت لپاره ډیر ضرور دی او دغه آله په (۵۰۰۰) زره افغانی ده .اوهمدارنګه د (Brix hydrometer) آله ده چی دعسلو درطوبت دمعلومولولپاره کارول کیږی اوداسی نور لابراتوارونه دی ولوکه یوقسم بوی او دود په عسلو وراضافه کړل شی نوپه لابراتوار کی یی کشف کولی شی خو دغه لابراتوارونه په پشرفته نړی کی موجود دی یوازی دریفریکتومتر اله اوپه هرات ولایت کی یو دانه پشرفته لابراتوار افغانستان کی شته دی

ترتیب کونکی :انجنیرمحـمدالله (نوری) دشاتو مچیو متخصص

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب