عسل; عسل کې موجود کیمیاوي مواد

حضرت خشرم رضی الله تعالی عنه د حسان ځوی، هغه د عامر ځوی او هغه د مالک ځوی، بیان کوی چی زه ناروغه شوم او نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضرشوم او ورته می وویل چی دوااودُعاغواړم نوحضرت محمدصلی الله علیه وسلم راته وویل چی عسل وخوره۔

حضرت عبدالله بن عمررضی الله تعالی عنه به چی کله ناروغه اویاکوم زخم اویاهم به ئې پربدن باندی دانه وه نوددې ټولولپاره به ئې عسل استعمالول، یوه ورځ دده غلام حضرت نافع رضی الله عنه له ده څخه پوښتنه وکړل چی ته پردانوباندی هم عسل لګوی؟ نوده ورته وفرمایل چی الله تبارک وتعالی جل جلاله نه دی ویلی چی عسل شفاء ده۔
په بل حدیث شریف کی راځی چی فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
عليکم بالشفائين ، العسل والقران (ابن ماجه: 255)
ستاسولپاره ددووشیانوشفاء ډېره ضروری ده یوپه ټولوکتابوکی قران، اوپه خوراکی شیانوکی عسل۔
په ابن ماجه اوبیهقی کی یوحدیث مبارک د
حضرت ابوهريرة رضی الله تعالی عنه
څخه روایت دی چی :
هرڅوک چی هره میاشت درې ورځی په نهاره باندی عسل وخوری نوداسړی به په غټه ناروغۍ اخته نشی۔
دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کی راځی چی عسل هم دواده اوهم غذا ده، اوداداسی دواده چی
دمرګ نه ماسوی بله هره ناروغې کنترولولای شی۔
دایقینی خبره ده چی عسل یوه داسی سپېڅلی غذاده چی دډېروخت راهیسی ورته انسانان تقدس لری، ورسره مینه لری اودپوره علاج لپاره ئې استعمالوی۔
دروغتيانړيوال سازمان هم دامنلی ده چی عسل هره ورځ خوړل دیوانسان لپاره یوه فریضه ده، دکوچنیانونړیوال سازمان داهم منلی ده چی عسل دماشومانودبدنی اوروحی ودې لپاره ډېرګټوراواړین دی۔
په عسلوکی 22 امینواسیدونه، 28 معدنی اجزاء، 11 انزایمونه اوپه زیات شمیرکی کاربوهایدریتونه پکښې شتون لری۔

په( 100 )ګرامو عسلو کې لاندې کيمياوي موادشته

رطوبت 0۔20 سلنه
پروټینونه 3۔0 سلنه
کانی مواد 2۔0 سلنه
کاربوهایدریتونه 5۔79 سلنه
کلسیم 5 ملی ګرامه
فاسفورس 16 ملی ګرامه
اوسپنه 9۔0 ملی ګرامه
ویټامن سی 4 ملی ګرامه
کالوریز 319
Sugars:
1: Dextrose
2: Levulose
3: Sucrose
4: Maltose
Acids:
Citric Acid
Gluconic Acid
Succinic Acid
Pyroglutamic Acid
Mlaic Acid
Lactic Acid
Formic Acid
Butyric Acid
Amino Acid
Minerals:
Potassium
Sodium
Calcium
Magnessium
Chlorides
Phosphates
Proteins

هغه مواد چې ډېر لږ په عسلو کې پيداکيږي هغه په لاندې ډول سره دي:

Pigments Chlorophyll Flavouring
Inhibine Enzyms Caratone
Xanthophyll Vitamins Sugar Alcohols
په 1943 میلادی کال کی دامریکا دمنی سوټادپوهنتون یوساینس پوه Haydek هېډک، ثابته کړل چی په عسلوکی لږترلږه داشپږویټامینونه شتون لری:
1: ويټامن B1
2: ويټامن C
3: رائبوفلاوين
4: پينتوتينټک اسيډ
5: پائروډوکسين
6: ناياسين
دابایدپه یادولروچی لکه څرنګه چی عسل مختلف ډولونه لری په همدغه اندازه سره ئې موادهم فرق لری، په ځینوعسلوکی یوشی شته اوپه نوروعسلوکی بل شی۔
عمومایوه خبره په عسلوکی یادساتل دی اوهغه داچی عسلوته بایدتودوخه ورنه کول شی، داځکه چی اصلیت ئې دلاسه ځی، اودډېروموادواغیزې ئې له خاوروسره خاورې کیږی۔

دامریکا د (Agriculture Department) زرعت دڅانګې یونامتوکیمیاپوه ډاکټرسی اې براون په عسلوکی لاندی اجزاء ولاسته راوړی دی:
1: دمیووشکره 40ـ 50 سلنه
2: دانګوروشکره 2۔ 34 سلنه
3: دګنې شکره 9۔ 1 سلنه
4: اوبه 7۔ 17 سلنه
5: سریښناله مواد 5۔ 1 سلنه
6: معدنیات 18۔ 0 سلنه
په عسلوکی ددې موادوڅخه علاوه، اوسپنه، مس، منګنیز، کلسیوم، پوتاشیم، فاسفورس، تیزاب، المونیم، مګنیشیم اوداسی نورمعدنی موادپکښې په پوره اندازه سره شتون لری۔

your ads

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب