اسلامی امت ته ورپاتې ستر مسئوليت (دعوت )

امربالمعروف او نهی عن المنکر

په هره زمانه الله (ج) د انسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دې چې ورستی او خاتم النبين پيغمبر حضرت محمد (ص) دی.

ولې تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي  او دې  ته ضرورت وي چه بيا خلکو ته وړاندی شي .
۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل او پوره نه وي  نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې د پيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري  .

نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري  نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .
نواوسنی نړۍ نوی  تعليماتو ته  هيڅ ضرورت نلري  ځکه قرآنکريم  موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره  دهغه اقوال  او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي  .
همغه د محمد رسول الله  (ص)  دوخت تعليم ات  په ټوله نړی کې داسې  روان دي  چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص)  ژوندی دی .

نو ثابته شوه چې  د پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی  .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص)  امت  غوره د امتونو دی  .
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی  :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْح ِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده ! خلقو ته ) لياری د رب  (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی (طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي  )).

دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي  غالباً حکمت په وينا کې  چه علم او موعظه او يا حکمت  د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره او بدی نه منع کول دي .
ابن زيد حکمت  داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي  اويا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دي .
په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دي .
د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .
(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او    د داعی دعوت قبول کړي .
(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .

دعوت به د حکمت په طريقه تر سره کيږي یعنی د دعوت شرط حکمت دی .

حمدالله شاکري

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب