الفا، ګاما او بیتا څه شی دي؟

تر اوسه پورې شا او خوا دوه زره او پینځه سوه هستې پيژندل شوي دي ، چې له دې ډلې څخه نوی په سلو کې یې راديواكـــــــــتيف يانامســـــــــــــــــتقري هستې دي  اوپــــــه بڅرکو ، الكترومقناطيسي څپو او ياپه بل عنصر باندي اوړي. چې دهغوڅخه ډيري ارزښتاناكي  ئي د α  ، ß بڅرکي  او د γ  څپې  دي .

د عناصر تجزيه په الفا ( α ) باندې

α  له  دوو  پروتونونو  او دوو نيوترونونه څخه جوړه شوې چې  د هليوم د هستې په نامه سره هم ياديږي. الفا له لويوهستوڅخه وځي. كله چې الفا له يوې هستې څخه ووځي نوپاتي شوې هسته ياعنصر دمندليف په جدول كې دوه ځايه كيڼ اړخ ته  ځي. هغه پيژندل شوى عنصر چې دهغه څخه الفاوځي د راديوم   عنصر دى. د الفا چټکتیاشا او خوا یو نیم ملیونه متره په یوه ثانیه کې ده چې دا د نور د چټکتیا پنځه سلنه جوړوي.
ديادوني وړ ده چې د هرعنصرلپاره د الفا دانرژي كچه ثابته ده.  همدارنګه  الفا په هواكې يواځي څو سانتی متره اوپه جامدو اشیاوو کې د ملی متر سلمه برخه لاره وهلاى شي. دكاغذ يوه پاڼه كافي ده چې له يوه چاپيريال څخه  د الفا د ذرې  د پوريوتني خنډ وګرځي.

د عناصرو تجزيه په بيتا ( ß ) باندې

په عناصرو كې په درى ډوله دبيتا تجزيه رامينځ ته كيږي ، چې هغه حالتونه عبارت له منفي بيتا    مثبتي بيتا   او الكترون نيوني  څخه  دي.
دبيتا بڅرکي هغه الکترونونه دي چې ډيره چټكتيا لري ( سريع الكترونونه دي).   هغه مهال له عنصرڅخه وځي چې يونيوترون په پروتون او الكترون باندې واوړي. له بیتا سره يوځاى  يوه بله ذره چې  انتي نيوترينو نوميږي اوپه   سره ښودل  كيږي وځي. په حقيقت كې كه چيرې دهستې څخه نيوترون ووځي نوپروتون په الكترون او   باندي اوړي ، چې دابدلون  پنحلس دقیقې وخت نيسي. همدارنګه   هغه مهال له عنصرڅخه وځي چې پروتون په نيوترون باندي واوړي چې دهغه سره يوځاى يوه بله ذره چې نيوترينو نوميږي اوپه سره ښودل كيږي وځي.
ديادوني وړ ده چې  درى ډوله   شته چې دهري يوې په مقابل كې   هم شته چې د دغوڅخه يوه ئي دبيتاپه تجزيه پوري تړاولري اونوري ئي  د نورونامستقرو هستو دتجزيې په پايله كې لاس ته راځي  لكه دميونونو  تجزيه او داسي نور. د بيتا د وتني پرمهال عنصر د مندليف په جدول كې يوځاي ښى او كيڼ  اړخ ته ځاي نيسي چې په دغو تعاملونو كې د كتلې او انرژي  د تحفظ  قوانين ريښتيني دي.
په پايله كې بايد و وايو چې د المونيم يوه پاڼه كافي ده چې له چاپيريال څخه د بيتا د پوريوتني خنډ وګرځي.

your ads

د عناصرو تجزيه په ګاما ( γ ) باندې

د ګاما وړانګې هغه  الكترومقناطيسي څپې دي چې د څپو اوږدوالى ( طول موج )  یې لږ  ، انرژي ئې ډيره او په عنصركې دهستې  دانرژي دسويو دبدلون او يا زياتوالي په مهال له  عنصر څخه وځي. د هستې په مینځ کې د انرژي  معلومې سويې  دي داپه دې ماناده چې هره هسته دانرژي ځانګړي سويې لري چې د انرژي ټيټي سويې ته یي د انرژي عادي سويه وایي. بله سويه هيجاني سويه ده چې د دغې سويې انرژي د یو میګا الکټرون ولټ په شااوخواكې وي ، چې يا د راديواكتيف اوياهم  د كومي بل بڅرکي د بمبارد په ترڅ كې لاس ته راځي. كله چې دغه بمبارد شوى عنصر دهيجاني حالت څخه بيرته عادي حالت  ته راځي نوخپله اخيستل شوي انرژي دګاماپه بڼه چاپيريال ته خپروي.

دګاماپه وتلو سره  دعنصر  په  د پروتونونو او نیوترونونو په کچه كې بدلون نه راځي او عنصر دمندليف په جدول كې ځاى نه بدلوي يواځي د عنصر دهستې د انرژي په سويوكې بدلون رامينځ ته كيږي اويواځي عنصر دهيجاني حالت څخه عادي حالت ته راګرځي. دبيلګي په ډول د راديوم    څخه  الفا وځي  چې په پايله كې     لاس ته راځي او دا عنصر په هيجاني حالت كې پاتي كيږي  ، چې دغه هسته  بياخپله انرژي دګاماپه بڼه چاپيريال ته باسي او بيرته عادي حالت ته راګرځي.
په پايله كې بايد و وايوچې د كانكريت يو ديوال كافي دى چې له چاپيريال څخه د ګاما دپوريوتني خنډوګرځي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب