اسلامي سیاسي وثیقې او لاسوندونه
بسم الله الرحمن الرحیم.
“د دې وروسته، مونږ ته خبر راغلی دی چې تاسو په الله تعالی ایمان راوړی دی او د اسلام دین مو قبول کړی دی. دا خبر هغه مهال موږ ته ورسېد چې موږ د تبوک له جګړې څخه راګرځېدلي وو. بې شکه، کله چې تاسو د (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمداً عبده و رسوله) شهادت ووایاست،
خپل پنځه وخت لمونځونه ادا کړئ او زکات ورکړئ، نو ستاسو ځانونه او مالونه زموږ په ساتنه کې دي. موږ دا عهد او وثیقې درکوو چې د اسلامي شریعت پر بنسټ به ستاسو حقونه محفوظ وي، او ستاسو ځان او مال زموږ د ساتنې لاندې دي، پرته له هغه چې اسلامي قانون یې جواز ورکړي.”
مونږ ستاسو د مسلمانېدو سره د دې ضمانت کوو چې ستاسو هغه ټولې سیمې او شتمنۍ چې تاسو په کې ژوند کوئ او اسلام مو پکې منلی دی، د تاسو حق ګڼل کېږي. دې کې د هغو سیمو غرونه، ویالې، چینې، او هم د ځمکې نورې برخې شاملې دي. هېچا ته اجازه نشته چې ستاسو په شتمنۍ یا مالونو ظلم وکړي او نه به پر تاسو کوم غیرضروري مالیاتي بار واچول شي.
د مالک بن مراره رهاوي په نامه یو شخص ماته راپور راوړی دی، هغه ستاسو په اړه ډېر ښه نظر لري. زه تاسو ته سپارښتنه کوم چې د مالک سره ښه چلند وکړئ، ځکه هغه ستاسو خیر غوښتونکی دی او ستاسو په اړه یې مثبتې خبرې کړي دي.
(محرر: علي بن ابي طالب )
د قیس بن مالک همدانې په نامه د رسول الله (ص) وثیقه:
په هغه وخت کې چې رسول الله (ص) لا په مکه کې اوسېده، د همدان قبیلې مشر قیس بن مالک بن سعد بن لائی الهمدانې د رسول الله (ص) په خدمت کې حاضر شو. قیس د خپل قبیلې نمایندګي کوله او رسول الله (ص) د هغه لپاره یوه رسمي وثیقه ولیکله چې د همدان قبیلې ټولې څانګې پکې شاملې وې.
د دې وثیقې له مخې، قیس د همدان د لاندې څانګو رسمي مشر وټاکل شو:
الف) د احمورصها نسل څانګې:
- قدَم
- آل ذی مران
- آل ذی لعوه
- اذواء
ب) د غرب نسل څانګې:
- ارحب
- نهم
- شاکر
- وداعه
- یام
- مرهبه
- دالان
- خارف
- عذر
- حجور (د هغوی حلیفانو او ملګرو په ګډون).
رسول الله (ص) د دې وثیقې له لارې وفرمایل چې ټول هغه خلک چې د اسلام دین مني، لمونځ ادا کوي او زکات ورکوي، د الله او رسول له اړخه خوندي دي. هغوی ته هېڅ زیان نه شي رسېدای.
په دې وثیقه کې همدارنګه دا حکم شوی چې د خیوان سیمې له بیت المال څخه به هر کال دوی ته دوه سوه فرق (صاع) منقې، سل فرق جوار، او د عمران الجوایف سیمې څخه سل فرق غنم ورکړل شي. دا مرسته به د الله له مال څخه ترسره کېږي.
د مالک بن نمط همدانې لپاره وثیقه:
دا وثیقه د محمد رسول الله (ص) له اړخه د همدان د قبیلې مشر، مالک بن نمط، ته لیکل شوې ده. په دې وثیقه کې د هغه ټولو خلکو او سیمو ذکر شوی چې د مالک تر مشرۍ لاندې دي.
هغه سیمې چې د دې وثیقې په شمول دي،
- جناب الهضب
- حقاف الرمل
- ذی المشعار
هغه خلک چې په دې سیمو کې ژوند کوي او اسلام منلی دی، د دې وثیقې له مراعاتو برخمن دي. دا مراعات په لاندې ډول دي:
- د دې سیمو ټیټې، غونډۍ او هموارې ځمکې د هغوی په واک کې دي.
- هغوی کولی شي چې د دې سیمو وچ او لمد واښه د خپلو اړتیاوو لپاره وکاروي.
- په بیت المال کې د امانت په توګه به هغه مالونه ځای پر ځای کوي چې د تړون پر اساس پرې اړه لري.
همدارنګه، رسول الله (ص) مالک بن نمط ته سپارښتنه وکړه چې د اسلام د اصولو پابندي وکړي او هغه شتمنۍ د الله د حکم سره سم وکاروي چې دوی ته په واک کې ورکړل شوې دي.
د ضمام بن زید الهمدانې لپاره:
د ضمام بن زید الهمداني لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم یو لیک یا فرمان صادر کړی و، خو د دې فرمان اصل نقل یا متن تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی. په دې اړه نه کوم لیک د تاریخ په ثبت کې راغلی دی او نه هم دغه فرمان یا وثیقه له کومې معتبرې منبع څخه لاس ته راغلې ده.
دا ممکن د وخت له کموالي یا د نورو عواملو له کبله وي چې دغه مهم فرمان یا لیک تر لاسه نه شو.
د قیس بن نمط الهمدانې الارحبی لپاره:
د قیس بن نمط الهمداني لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو لیک یا فرمان صادر شوی و، خو د دې فرمان هم اصل نقل یا متن تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی. د قیس بن نمط نوم د همدان قبیلې له مهمو شخصیتونو څخه دی، او دا لیک باید د همدان قوم لپاره مهم وي.
سره له دې، دغه فرمان یا وثیقه د تاریخ په لاسوندونو کې نه دی ثبت شوی.
د یمن د عک رئیس خیوان لپاره وثیقه:
بسم الله الرحمن الرحیم
دا فرمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د یمن د عک رئیس خیوان لپاره دی. په دې فرمان کې ورته د خپلې زمکې، شتمنۍ او غلامانو د ملکیت په اړه ډاډ ورکول شوی چې که هغه غواړي د خپل ملک څخه په ریښتینې توګه ګټه پورته کړي، نو باید د الله (جل جلاله) او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په امن کې وي.
دې فرمان کې دا هم ذکر شوی چې خیوان ته د خپل ملکیت سره د آزادۍ او امنیت حق ورکول شوی، که چیرې هغه د اسلامي اصولو سره سم ژوند وکړي.
دا فرمان د خالد بن سعید بن العاص لخوا صادر شوی، چې په دې کې د خیوان د قوم لپاره د امنیت او حقوقو خوندي کولو په اړه واضح وضاحت ورکړل شوی. دا د یمن د سیمه ایز مشرانو لپاره یوه مهمه مدني او قانوني کړنلاره وه.
د داران رهاوي د قبیلې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیکلی فرمان:
د داران رهاوي قبیلې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا یو امن لیک ورکړل شوی و. دا لیک د هغو کورنیو لپاره و چې اسلام یې منلی و. خو وروسته په معاویه رضی الله عنه د خلافت په وخت کې، هغه لیک د ځینو کسانو لخوا د پیسو په مقابل کې پلورل شوی.
د دې فرمان اصلي متن یا نقل تر اوسه پورې په هیڅ یو معتبر تاریخی سند کې نه دی ثبت شوی، چې دا له تاریخ سره تړلې یوه مهمه او دردناکه پیښه ده.
د خولان د معدي کرب بن ابرهه لپاره وثیقه:
بسم الله الرحمن الرحیم
رسول الله صلی الله علیه وسلم معدي کرب بن ابرهه ته یو لیکلی فرمان ورکړی و، په دې کې دا تایید شوی چې د خولان د هغه قوم زمکې او شتمنۍ به په هغه پورې پاتې شي. د دې فرمان له مخې، هغه باید د اسلام په اصولو باندې پابند پاتې شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغام پراساس ژوند وکړي.
دا فرمان د اسلام په لومړیو دورو کې د مختلفو قبیلو د شمولیت او یوځای کیدو لپاره د امنیت یوه مهمه نقشه وه.
د ابومکنف عبدرضا الخولاني لپاره لیکل شوې وثیقه:
د ابومکنف عبدرضا الخولاني لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه یوه وثیقه صادره شوې وه. خو د دې وثیقې اصلي نقل یا متن تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی، او د تاریخ په ثبت کې یې شتون نلري.
یوازې د دې وثیقې د وجود خبره شوې ده، خو جزئیات یې د تاریخ په منابعو کې ذکر شوي نه دي.
د خالد بن ضماد ازدي لپاره وثیقه:
د خالد بن ضماد ازدي لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د هغه د زمکو او شتمنیو لپاره یوه وثیقه صادره شوې وه. په دې وثیقه کې ځینې مشخص شرایط وړاندیز شوي چې باید خالد بن ضماد او د هغه قوم یې پوره کړي:
- ایمان به واحد او لاشریک خداې باندې وي.
خالد باید په خدای (جل جلاله) ایمان راوړي او د هغه سره هیڅ شریک نه مني. - په محمد صلی الله علیه وسلم د بندګۍ او رسالت باندې باید اقرار وکړي.
خالد باید د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیغمبري او د هغه د رسالت په اړه بشپړ اقرار وکړي. - دلمانځه قیام، د زکات ورکړه، او د روژې نیول.
خالد باید خپل پنځه وختونه لمونځ وکړي، زکات ورکړي، او د روژې میاشت کې روژه ونیسي، او همدارنګه د حج فرضیت په کعبه کې ترسره کړي. - د دین باغیانو (محدثین) څخه پناه نه اخلي.
خالد باید د دین په اړه شک او تردید نه وکړي، او د دین له باغیانو سره همکارۍ نه وکړي. - د اسلام د تعلیماتو پابند اوسي.
هغه باید په اسلامي تعلیماتو عمل وکړي او د الله او رسول صلی الله علیه وسلم د اصولو سره سم ژوند وکړي. - د خداې ج سره د محبت کونکو سره محبت وکړي.
خالد باید د الله سره د محبت لرونکو کسانو سره اړیکه وساتي او د هغه دښمنانو سره دښمني وکړي.
که خالد بن ضماد ازدي دغه ټول شرایط پوره کړي، نو هغه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پناه کې وي، او د هغه قبیلې مشر خالد به د خپل قوم، مال، کورنۍ او اولاد د هر ډول خطر څخه خوندي شي.
محرر: آبي
د جناده ازدي او د هغه د قبیلې لپاره:
بسم الله الرحمن الرحیم
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د جناده ازدي او د هغه د قبیلې لپاره د امن لیک دی. په دې لیک کې د جناده ازدي، د هغه د قبیلې او حلیفانو لپاره ډاډ ورکول شوی چې هغوی د الله جل جلاله او د محمد صلی الله علیه وسلم په پناه کې دي.
خو دغه امن یوازې د یو څو شرطونو پر بنسټ ورکول شوی و، چې باید دا شرایط عملي شي:
- د لمانځه قیام: دوی باید د لمانځه قیام وکړي، یعنې خپل پنځه وختونه لمونځ وکړي.
- د زکات ورکړه: د زکات ورکړه اړینه ده، چې د مسلمانانو مالیه ده.
- د روژې نیول: د رمضان میاشت کې روژه نیول.
- د الله او د رسول صلی الله علیه وسلم اطاعت: دوی باید د الله ج او د رسول صلی الله علیه وسلم له تعلیماتو سره سم عمل وکړي.
- په غنیمت کې د خمس ورکول: په غنیمت کې باید د الله او د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره خمس ورکوي.
- د مشرکینو سره د اړیکو پرې کول: دوی باید له مشرکینو سره د اړیکو پرې کولو ته ژمن شي.
د ابوظبیان ازدي (غامدي) لپاره:
رسول الله صلی الله علیه وسلم عمیر بن حارث ازدي ته د ابوظبیان له قبیلې څخه د مسلمانانو لپاره د امن لیک ورکړ. په دې لیک کې داسې ویل شوي چې که څوک د غامد قبیلې څخه مسلمان شي، نو د هغه حقوق د نورو مسلمانانو په څیر برابر دي، او د هغه مال او ځان د مسلمانانو لپاره حرام دی.
همدارنګه، دغه قبیله د عسکري خدمت څخه مستثنې ده، او د هغوی د زمکې مالکیت د هغوی خپل حق دی.
د عمرو بن عبدالله ازدي (غامدي) لپاره:
خو د دې لیک نقل یا متن تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی.
د مسمې بارق د قبیلې لپاره:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اړخه د بارق قبیلې لپاره یوه لیکلې وثیقه صادره شوې وه. په دې وثیقه کې څو مهمې ټکي ذکر شوي چې د بارق قبیله باید عمل وکړي:
- د څارویو ساتنه: مسلمانان باید د بارق د قبیلې اجازې پرته خپل څاروی په دوی ځنګلونو کې ونه ځغلوي، که څه هم ګرمۍ یا یخنۍ وي.
- د قحط یا وچې کالۍ په وخت کې: مسلمانانو ته د درې ورځو پورې د بارق له قبیلې څخه میلمستیا نه ورکول کیږي.
- د باغاتو څخه تیریده: که مسلمانان د بارق د قبیلې د باغاتو نه تیریدل، نو یوازې په اندازه یوه وږي ته خوراک ورکول کیدی شي، خو میوه یې نه شي اخستلای.
ګواهان: - ابو عبیده الجراح
- حذیفه بن یمان
محرر: آبي.
د مازن بن عمرو بن تمیم د قبیلې د قیس بن حصین لپاره:
خو د دې لیک مضمون یا نقل تر اوسه پورې نه دی ترلاسه شوی.
د اعشې شاعر عبدالله د ښځې په اړه د مطرف بن مازني په نامه لیک:
د لیکوال په وینا، دا لیک عبدالله بن اعور حرمازی المازني ته ورکړل شوی چې د اعشې شاعر په نوم مشهور و. هغه د هجر سیمې ته د غلې د پیریدو لپاره تللی و، او کله چې هغه راستون شو، نو خپل ښځه (معاذه) په کور کې نه پیدا کړه.
عبدالله ته وویل شول چې هغه ښځه د مطرف بن نهضل بن کعب په کور کې ده. عبدالله مطرف ته وویل: «ای زما د کاکا زویه! زما ښځه ستا کور ته راغلې ده، هغه را وسپارل شي؟»
مطر ف ورته وویل: «اول خو زما په کور کې نه ده، او که چېرې وې، نو ته یې ولټه او خپله لاره ونیسه!»
عبدالله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او دا شعر یې ورته وویل:
«یاسید الناس و یا دیان العرب»
(ای د خلکو سرداره! ای د عربو لارښود! ای د عبدالمطلب د کورنۍ روښانه کوونکی!)
هغه شکایت وکړ چې ښځه یې له کور څخه وتلې ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم مطرف ته یو لیک ولیکه چې د هغه د ښځې په اړه چې دې ته وویل شول: «دا لیک د درناوي سره دې ته ورسیږي.»
مطر ف د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک ولوست، او هغه ښځې ته یې وویل: «ای معاذې! ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم کړی دی چې زه تا خپل خاوند ته بیرته ورسپارم.»
معاذه د عبدالله څخه ژمنه واخیسته چې هغه به ورته په دې اړه سزا نه ورکوي، او بیا یې ښځه عبدالله ته واپس کړه.
د ربیعه بن ذومرحب (حضرموت) لپاره:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرموت د ربیعه بن ذومرحب، د هغه ورور او د هغه کاکا لپاره یوه لیکلې وثیقه صادره کړه.
په دې وثیقه کې دا لاندې ټکي ذکر شوي:
- ملکیت او شتمنۍ:
د حضرموت سیمه کې د دوی ټولې منقوله او غیر منقوله شتمنۍ، کوهي، د اوبو سرچینې، چینې، ونې، د خوراک او څښاک ټولې سرچینې، د دوی په مالکیت کې منل کیږي. - د زمکو حاصل:
د دوی د زمکو په حاصلاتو کې د ونو د مېوو او بیرو پرته نور هر څه د دوی په کنټرول کې وي. - تحریم د مداخلې:
هر هغه څوک چې په دې شتمنیو کې مداخله وکړي، د الله او د رسول له ذمه خلاص ګڼل کیږي. - د ملاتړ واجب کول:
د ذومرحب د کورنۍ ملاتړ په هر مسلمان باندې واجب دی. - د کانالونو څارنه:
د دوی د “اموزل”، “نفوس” او “ملک” په نوم د مشهورو باغونو کانال (ویاله)، چې د آل قیس د وادۍ نه تیریږي، څارنه به د الله او د رسول په ذمه وي.
د وائل بن حجر حضرمي لپاره (لومړی فرمان):
کله چې وائل بن حجر د مدینې څخه د خپل وطن حضرموت په لور ستنېده، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغی او غوښتنه یې وکړه چې د خپل قوم لپاره د سیادت فرمان ترلاسه کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجر بن امیه (د صنعاء والي) په نوم فرمان ولیکه چې په هغه کې ذکر شوي و:
- د وائل د سیادت ملاتړ:
وائل د حضرموت په سیمه کې د حمیر شهزادګانو او مشرانو د سیادت لپاره وټاکل شو. - خدم او حشم:
وائل به د خپل قوم خدم او حشم ولري او د هغه سیادت به د ټولو اړخونو څخه ملاتړ ترلاسه کوي.
د وائل بن حجر حضرمي لپاره (دویم فرمان):
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حمیر د ملوکو او شهزادګانو لپاره هم یو فرمان ولیکه چې لاندې احکام پکې شامل وو:
- د عباداتو قیام:
- د لمانځه قیام.
- د زکات ورکړه د ځانګړي نصاب له مخې.
- د زکات ځانګړي شرایط:
- د رمې حیوانات د بل چا په رمې کې مه ګډوئ ترڅو زکات ورڅخه کم نه شي.
- محصل (د زکات اخیستونکی) او زکات ورکونکی دې یو بل ته بې انصافي نه کوي.
- د حیواناتو خاوند دې په زکات کې ښه حیوان وړاندې نه کړي.
- د دفینې زکات:
- په دفینه کې یو پر پنځه زکات واجب دی.
- جزایي قوانین:
- د ناواده شوي زناکار لپاره سزا: سل دورې وهل او یو کال جلا وطن کول.
- د واده شوي زناکار لپاره سزا: په تیږو ویشتل (رجم).
- عمومي احکام:
- په دین کې د سختۍ څخه ډډه کول.
- د نشه یي موادو تحریم.
په دې فرمان کې وائل بن حجر د دې ټولو قومونو او سیمو لپاره امیر وټاکل شو.