توره سوړه (black hole) او ځمکې پيدايښت شپږو ورځوکې|قرآن علمي اعجاز

د وخت نسبتی والی:

انشتاین ویلی دي چې وخت هم نسبی دی چې نظر په  شرایطو تغیر کوی اودیو شی وخت د هغه په کتلې او سرعت اړه لری

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۲۲:۴۷«او بیړه کوي(کفار)په تا په( راوستلو د)عذاب او له سره خلاف نه کړی الله وعده خپله او بیشکه یوه ورځ په نزد د رب ستا لکه زر کاله هغه کلونو څخه چې شمیری یې تاسي»

۳۲:۵«تدبیر کوي (او نازلوی) امر  کار له اسمانه ځمکې ته بیا بیرته خیژی هغه کار ده ته  له مځکې ورځي[یوم]کښې چې ده اندازه د هغې زر کاله له هغوی چې شمیریې تاسی» په (۱۹۱۵) کې انشتاین وویل :وخت نسبتی دئ

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۷۰:۴«په هغه ورځ[یوم] کښې چې ده اندازه د هغې پنځوس زره کاله»

your ads

توره سوړه:

د هر هغه ستوري چې انرژي یې ختمه شی تورې سوړې ته ننوځي توره سوړه چې نا محدود کثافت. صفر حجم او ډیره وسیع او قوی مقناطسي  ساحه لري هغه ان په قوی تلسکوپونو نه لیدل کیږی ځکه د هغه د جاذبي کشش ډیر زورور دی چې ان  دروښنایی وړانګې يې له هغه نه نشوای راوتلای

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۶:۷۵-۷۶« نو قسم خورم زه په ځایونو د پریوتلو د ستورو باندی او بیشکه  (قسم) دی که پوهیږئ تاسی لوی»
د تورې سوړې اصطلاح لومړی ځل په( ۱۹۶۹‎) کې د یو امریکایي فزیک پوه (جان ویلر)لخوا را منځ ته شوي ده.
دتورې سوړې نه ځکه د نور وړانګې نه راوځی ځکه  هلته  د لوی کتلې تمرکز په کوچنۍ خلا کې دئ، لویه  او زوروره جاذبه ټول ذرات نیسی لکه د فوتون او هغه بهر نه پریږدي .که یو ستوري د لمر درې چنده  غټ  وتورې سوړې ته ورشي په شل کیلومتره قطرلرونکی  سوړي کې ننوتلای شي.

د مځکی پیداکول په شپږو ورځوکې :

کله چې کاینات پیدا کیدل د هغه سرعت یو میلیون میلیون کاله نسبت مځکې ته  ډیر وو
که دا وخت محاسبه کړو  یو میلیون میلیون ورځي د مځکې د کایناتو د یوې دقیقې سره برابره ده
د مځکې له عمره تقریباً (۱۶-۱۷)بیلیونه کاله تیریږی او قران کریم وایې په شپږ ورځو کې کاینات جوړ شوي دي
دا شپږ ورځي د نسبتي وخت په اساس محاسبه شوي دي چې دا شپږ میلیون میلیون یا شپږ تریلون ورځي کیږی ځکه د کایناتو وخت نسبت مځکې ته یو میلیون میلیون چنده لوړ دی نو د مځکې په وخت کې دا ۱۶.۴۲۷ بیلیون کاله کیږی که دا عدد د کال په ورځوچې( ۳۶۵.۲۵) وی تقسیم کړو دا (۱۶.۴۲۷۱۰۴۷۲۳ )بیلیونه کاله کیږی

لومړی ورځ یې (۸) بیلیونه کاله د مځکې
دویمه ورځ یې (۴) بیلیونه کاله د مځکې
درېيمه ورځ یې(۲) بیلیونه کاله د مځکې
څلورمه ورځ یې(۱) بیلیونه کاله د مځکې
پېنځمه ورځ یې (۵۰۰) میلیونه کاله د مځکې
شپږمه ورځ  یې(۲۵۰) میلیونه کاله د مځکې کیږی.
چې دا ټوله کیږی( ۱۵ بیلیونه او ۷۵۰ میلیونه )کاله د مځکي چې د کایناتو یوه ورځ کیږی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب