کومې ودانۍ ته شنه ودانۍ ویلی شو؟

د شنې ودانۍ مفهوم:

د شنې ودانۍ مفهوم په مختلفو هیوادونو کې مهم ځای لری. شنه ودانۍ هغه ودانۍ ده چی ضایعات یی په هر پړاو د ودانۍ کې، په وخت د جوړولو او ګټې اخیستلو کې اصغري حد ته را ټیټ کړي شي، د تکنالوژۍ د پوهانو په وینا په پایله کې پر ودانۍ ډیرکم لګښت راشي.
شنې ودانۍ ددې لپاره طرحه کیږي چې د جوړ شوي چاپیریال اغیز د انسانانو په صحت او طبعي چاپیریال راکم کړي.
اغیزمنه ګټه له انرژي، اوبو او یا نورو منابعو څخه
د اوسیدونکو د روغتیا حفاظت او د کارکونکو د تولیداتو تقویه کول
د ضایعاتو، چټلتیا او د چاپیریال د تخریب کمول

لاندی مثالونه کیدای شي چې د شنو ودانیو لپاره په نظرکې ونیول شي:

• د شنو ودانیو په ساختماني موادو کې پایداره مواد (sustainable materials) شامل کړو، د مثال په ډول (بیاځلي استفاده کیدونکي مواد، Recycle کیدونکي مواد، یا هغه مواد چې د نوي کېدو وړ منابعو ( renewable resources) څخه لاسته راځي) .
د یو صحي داخلي چاپیریال رامنځ ته کول د کمې ککړتیا سره د مثال په ډول (دلوګیو یا ګازونو د خپریدو کمول).
د landscape جوړونه چې د اوبو استعمال کم کړي. د مثال په ډول (داسې ونې باید کینول شي کوم چې ډېرو اوبو لګولو ته اړتیا ونه لري).
شنه ودانۍ عبارت له هغه ساختمان څخه ده چې د خپل پایښت په اږدو کې د چاپیریال سره توافق او د منابعو د کارونې له پلوه اغیزمنه وي.

د یوې شنی ودانۍ اجزا:

د یوې شنې ودانۍ ځانګړتیاوې څه دي؟
ماحول (Landscape) او د ساحې شرایطو او وضعیت ته کمترین مزاحمت
د غیر زهري او رغیدونکو موادو (recyclable material) کارونه
په اغیزناکه توګه د اوبو او د اوبو بیا رغیدو یا بیا ځلی پاکیدو (water recycling) څخه کټنه.
د انرژي استعمال په اغیزناکه توګه او له محیط سره دوستانه (eco-friendly ) وسایل
د نوي کیدو وړ انرژي ( renewable energy (څخه ګټنه
د داخلي محیط د هوا کیفیت د بشر د خوندیتوب او هوساینې لپاره
اغیزمن کنټرول او د ودانۍ د سمبالښت سیستم

ژباړه: ميرویس فضلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب