اسلامي حرکت او د قوت استعمال

اسلامي حرکت په هر اړخيزه توګه هغه وخت په يو انقلابي او عملي خوځښت بدليږي کله چې هغه د خپل دعوت او تبليغ په پايله کې راټول شوی عددي قوت د نظام د بدلون لپاره په کار واچوي او د واک د اصلاح کولو هڅې پيل کړي، همدا د طاقت په لاره اچول دي چې صالح قوت د باطل د وروستي سنګر د له منځه وړلو لپاره استعمال کړل شي او د باطل نظام ساتونکي دا ګومان ونه کړي چې اسلامي حرکت يواځې د دعوت او تبليغ يوه ډله ده، بلکه بايد دا خبره ښکاره شي چې دا حرکت د الله په لار کې د سرښندونکو مجاهدينو ټولی دی چې عزم او اراده يې د ژوند د هرې برخې څخه د باطل د ويستلو او پر ځای يې اسلامي نظام پلي کول دي.

د بدلون طريقه

په هغو تش په نوم اسلامي ټولنو کې چې جمهوري نظامونه ولري، د باطل په سنګر باندې د حملې کولو طريقه هم بايد ولسي او جمهوري وي، په نورو نظامونو کې چې د هيواد، ملت او د نظام مطابق کوم حالات وي، د هغې په نظر کې نيولو سره به اسلامي حرکت د ټولنيزې مشورې په پايله کې د بدلون په خاطر خپله تګلاره ټاکي.

ښکاره ده چې د مشرتابه بدلون او يا نيکو خلکو ته د واک سپارلو، دغه مهم کار به کله په جمهوري او ولسي او کله به د طاقت د استعمال په وسيله تر سره کيږي، د اسلامي نظام د قايمولو پرته د ځمکې پرمخ د نيکۍ بل لوی کار نشته او د دغه نيک کار د ترسره کولو لپاره په اخلاقي حدودو کې دننه د هرې وسيلې په کار اچول جائز دي.

د نيکو او صالحو خلکو په لاس کې د واک واګي ورکول د اسلامي انقلاب په فعاليتونو کې تر ټولو اهم او اغيزناک کار دی، له همدې امله د باطل د له منځه وړلو او پر ځای يې د حق نظام د راوستلو ټول کار بايد د نيکو او صالحو خلکو په وسيله ترسره شي.

د اسلام، مسلمانې ټولنې او مسلمانو ملتونو او هيوادونو د اخلاقي، اقتصادي، ټولنيزې او سياسي بربادۍ ټول مسئوليت په هغو فاسقانو، فاجرانو، دوکه ورکونکو، موقع پرستو، چيغووهونکو او بدعملو واکمنو باندې دی چې د راشده خلافت څخه وروسته په اغلبه توګه په مسلمانانو باندې په زوره مسلط شويدي او لکه څرنګه چې د پلار څخه ځوي ته جايداد او د ګډو بيزو رمه په ميراث پاتې کيږي، په دغه توګه په شاهي کورنۍ کې د زيږيدلي واکمن پلار څخه ولي عهد ځوي ته هيواد او ملت په ميراث کې پاتې کيږي، چې اوس په ځينو ځايونو کې دغه ظلم او ستم ته د جمهوريت او ديموکراسې نوم هم ورکول کيږي.

هر څه چې وي خو د مسلمانانو د تاريخ څخه په ډاګه کيږي چې د ډيرو کوششونو او هڅو وروسته چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامي تحريک په وسيله کوم اسلامي انقلاب په عربو کې راوستل شو او رڼا يې ټولو عربو وليدله، دغه انقلاب په عربي ټولنه کې پلي ټول ناوړه رواجونه په اسلامي قوانينو بدل کړل، د ناوړه ټولنې اصلاح يې وکړه او هغه يې د نړۍ تر ټولو مهذبه او لوړ اخلاق لرونکې ټولنه جوړه کړه، هغه ټولنه چې په هغې کې به مجرم پخپله د قاضيانو په مخکې د خپل جرم اقرار کولو تر څو د آخرت له شرم څخه وژغورل شي، هغه انقلاب چې د بدعمله خلکو پر ځای يې د ملت غوره، نيک، د الله څخه ويرويدونکي او شريف خلک د واکمنۍ مقام ته ورسول او د هغوي نوم يې «خلفاء راشدين» يعني لارموندونکي واکمنان کيښود او د سياسي هيوادونو په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د نيکو واکمنانو د انقلابي مفکورې په وړاندې کولو سره د سياست په نړۍ کې حيرانوونکی بدلون راووست او د راتلونکي لپاره يې هم دا شرط کيښود چې (إن أكرمكم عند الله أتقاكم) بايد د مسلمانانو واکمني نيکان او د تقوی خاوندان وکړي، د بدعملو خلکو لپاره په مسلمانه ټولنه کې د واکمنۍ ځای نشته، بلکې مسلمانه ټولنه د هغوی لپاره د شرم او خجالت ځای دی.

نن د تاريخ هر شاګرد پدې پوهيږي چې د زوال په پيل کې لومړی د نيکو خلکو له لاس څخه د ملتونو واکمني ووتله چې د هغې په پايله کې د ټولنې اخلاق برباد شول او بيا وخت په وخت اسلامي قوانين د منځه تلل او د هغې پر ځای غير اسلامي شېطاني قوانين پلي کيدل پيل شول، د دې څخه معلوميږي چې د فساد اصلي سبب د نيکو خلکو د لاسونو څخه د واک وتل دي او کله چې يو ځل دغه بدلون راشي نو بيا مسلمان امت د تباهۍ، بربادۍ، ذلت، رسوايۍ، ماتې او غلامۍ څخه هيڅ شی هم نه شي ژغورلی.

دا يو حقيقت دی چې زمونږ د ټولې رسوايۍ، وروسته والي او ذلت اصلي سبب د نيکو خلکو پر ځای د بدو خلکو لاسونو ته د مسلمانانو د واک لويدل دی، له همدې امله د دغه اساسي سبب په شتون کې هيڅ مادي لاسته راوړنې، صنعتي بدلون، لوړ تحصيلات او ساينسي پرمختګ د مسلمانانو په ژوند کې حقيقي بدلون نه شي راوستلاي، د دغه فساد په شتون کې مسلمانان د هر څه سره بيا هم د زوال او شاتګ په کنده کې ښکته روان دي، ځکه چې څوک د کارغه په لارښوونه کې سفر کوي نو هرو مرو به د ګندګۍ او پليتۍ ډيران ته رسي.

د اسلامي انقلاب لپاره اړينه ده چې حکومت د مفکورې د خاوندانو او اسلام د خپل ژوند د هدف ګرځونکونو او د هغې لپاره په اخلاص سره د کارکوونکو نيکو خلکو په لاس کې وي او له همدې څخه اسلامي انقلاب پيل کيږي، په همدې سره په ټولنه کې حقيقي اسلامي بدلون راځي، د بدو خلکو پر ځاي نيک خلک راوستل د اصلي اسلامي انقلاب طرف ته لوی ګام دی او د دې کار لپاره دوه لارې دي، يوه جمهوري يا ولسي لاره او بله انقلابي لاره.
کوم خوځښت چې د دې دواړو لارو څخه په هره لاره کار کوي، حتما به د يو څه پړاوونو څخه تيريږي چې هغه په ترتيب سره د تبليغ، تنظيم، پراختيا او تطبيق پړاوونه دي، دا کار په جمهوري هڅو کې د ټاکنو او د ملت د همکارۍ په وسيله هم ترسره کيږي او دنبي عليه السلام او صحابه کرامو د وخت د خوځښت په څير د خلکو په همکارۍ او د اسلامي طاقت په استعمال سره هم باطل لاندې کيدای شي، ښکاره دا ده چې د بدلون تګلاره به د سياسي حالاتو سره سمه په کارولی شي خو بايد د هر څه نه مخکې د قوت د استعمال حقيقي مفهوم وپيژندل شي.

د قوت د استعمال حقيقي مفهوم:

د قوت د استعمال څخه هدف د کوم نظام د بدلون په خاطر د مقابلې د وروستۍ مرحلې لپاره ميدان ته ښکته کيدل دي، له کومه ځايه چې د مخالف نظام اخري سنګرونه د حملې لاندې راځي، د دې لپاره به هرومرو طاقت استعمالولی شي هغه طاقت که د ملت په همکارۍ وي بيا هم جمهوري طاقت او که د ولس اعتماد په پام کې ونه نيول شي، بيا نو نظامي انقلاب دی چې د تاريخ په اوږدو کې په استبداد اوړي.

د کمونستانو په څير د وينو د انقلاب راوستلو او ټولنه په داخلي جنګونو کې د اخته کولو لپاره د اسلامي په سياسي هڅو کې ځاي نلري، فتنه، فساد، د ټولنې بربادي، د سمون څخه ډير ورانی او د نيکۍ څخه ډيره بدي خپرول هيڅکله هم اسلامي حرکت ته د منلو وړ نه دي ځکه چې پدې سره يواځې د شيطان موخې پوره کيږي او بس.

په اسلام کې د نظامي طاقت په کارولو باندې سخت شرطونه لګول شويدي، د ظلم او ستم خاوندان خو د خپل واک د قوي کولو لپاره د ژبې، سمت، مصلحت او نسل د جنګونو د پيل کولو په وسيله زرګونه خلک وژني او د هغوي په جسمونو باندې د خپل برياليتوب جشنونه لمانځي خو د اصلاح خوځښت دا کار کله کولای شي هغه چې دا ورته معلومه وي چې د يو انسان په ناحقه وژل د ټول بشريت وژنه او نه بخښل کيدونکی جرم دی، د حجاج بن يوسف په څير وينه تويونکي خلک خو د خپلې دبدبې د ساتلو لپاره د خلکو وينه تويولی شي خو اسلام د وژنې او فساد خورولو لپاره نه دی راليږل شوی، اسلام خو د رحمت دين دی او د الله د بندګانو د عزت، ناموس، ځان او مال ساتندوی دين دی.

نبي عليه السلام په مکه مکرمه کې ديارلس کاله په سختو ستونزو او وهلو ټکولو کې تير کړل، د هغه سره ډير ځواکمن افراد هم وو خو بيا هم ورته د تورې د پورته کولو اجازه نه وه، له همدې امله يې ستونزې زغملې، صبر يې کاوه او په هر حال يې د الله تعالی شکر ادا کاوه او د ازمايشونو په تنور کې ترې خالص زر جوړيده، خو کله چې د مکې د پولو څخه بهر مدينې ته لاړل او د ځای د بدلولو وروسته يې اسلامي دولت قايم کړ او د ظلم د زغملو او د ظلم د جواب ورکولو د وخت تر منځ يې ښکاره کرښه تيره کړه نو د هغې وروسته د بدر غزا رامنځ ته شوه.

د بدر په غزا کې د ځواک تناسب په يوه ځانګړې اندازه وو، چې په قوت سره بدلون راوستونکي بايد په هغې کې فکر وکړي، قرآن اجازه ورکړه چې تاسو د کافرو سره د جنګ کولو ډير ارمان درلود نو اجازه ده د الله په لاره کې د جنګ کولو لپاره ووزئ او دا يې هم ورته وويل چې که تاسو د لوړ ايماني صفت او لوړ صبر څښتان يې نو د يو مؤمن په مقابله کې به لس کافر هم ماتې خوري او که په ايمان او صبر کې مو کمزورتيا وه نو لږ تر لږه يو مؤمن به په دوه کافرو باندې برلاسی کيږي.

نبي عليه السلام چې کله د خپل لښکر سره د جهاد ميدان ته کوز شو نو د دوي او د دشمن تناسب يې د يو او دريو وو، چې د ادنی څخه لوړ او د اعلی څخه ټيټ وو، دا د منځ لاره ، د نبي عليه السلام طريقه او په دغه وخت کې شته قوت وو، الله تعالی د دغه تناسب قوت ته هم برياليتوب په برخه کړ، لدې وروسته چې کله هم مسلمانانو د تاريخ په اوږدو کې د اسلامي نظام د پراختيا لپاره د کافرو سره مقابله کړيده نو د هميشه لپاره د دوي شمير له کافرو څخه کم وو.

د نبي عليه السلام لومړی ټاکل شوی تناسب د يو او دريو دی نو د دې څخه که دا پايله واخستل شي چې که اسلامي تحريک د جمهوري هڅو په پايله کې په پارليمان کې د دريو په مقابل کې يوه چوکۍ لاس ته راوړي نو دوي د جمهوري قوت په وسيله د اسلامي نظام دقايمولو حق لري، بلکه دوي دا کار کولای هم شي، دغه شان که دوي په ملت کې د دريو په مقابل کې يو کس د ځان سره ولري نو دوي کولای شي چې په ټولنه کې اسلامي نظام قايم کړي، خو که د دوي افرادي قوت ددغه تناسب څخه کم وي نو پکار ده چې د دعوت او تبليغ په وسيله ددغه تناسب د پوره کولو لپاره خپل ټول ځواک، هڅې او احساسات په لاره واچوي او د خلکو سره د اړيکو جوړولو په وسيله د الله بندګانو ته د دعوت د رسولو کار پرلپسې جاري وساتي، ځکه چې تر دغه وخت پورې اوسپنه دومره ګرمه نه ده چې وار پرې وشي او په يخو اوسپنو ګوزارونه کول پرته له وخت ضايع کولو او ستونزو پيدا کولو نوره نتيجه نه لري.

په دې کې هيڅ شک نشته چې د (ألا إن حزب الله هم الغالبون) موافق د الله ډله برلاسې ده خو ددغه برلاسۍ لپاره څه شرطونه شته چې د هغې د پوره کولو پرته اسلامي حرکت کله هم نظامي ځواک نه شي کارولی.

د نظامي قوت د استعمال شرطونه:

۱- د نظامي قوت لومړی شرط دا دی چې دغه ځواک هيڅکله هم د مسلمان په مقابل کې نه شي استعماليدی، ځکه چې د کور دننه جنګ د مسلمانانو د دنيا او آخرت د بربادۍ وسيله ګرځي.
۲- د چا په خلاف چې نظامي قوت استعماليدی شي د هغې لپاره هم د قرآن کريم د حکم مطابق مخکې له مخکې پوره آمادګي اړينه ده: ( وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل ترهبون به عدو الله وعدوكم…)، «څومره چې ستاسو وس وي د هغوي (کافرو) په مقابل کې قوت لاس ته راوړئ، آسونه اماده ساتئ تر څو د الله او خپل دشمنان پرې وويروئ».

د امادګۍ، د ځواک د لاس ته راوړلو او د قوت د استعمال درې مرحلې دی:

د ايمان او عقيدې قوت

د وحدت، يووالي، اړيکو او تنظيم قوت

د مټ او وسلې قوت

په دغه درې واړو مرحلو کې چې اسلامي حرکت په سمه توګه ، درجه په درجه ځان اماده نه کړي نو د هغه لپاره به څه رنګه د قوت استعمال جائز وي چې هم د ځان لپاره او هم يې د نورو لپاره د هلاکت او بربادۍ سبب شي، د قوت د استعمال لپاره قوت لاسته راوړل اړين شرط دی کنه نو د قوت د نه موجوديت په صورت کې د قوت استعمال د هلاکت کنده او په دنيا او آخرت کې د رسوايۍ سبب دی.

د اسلامي حرکت کار د هوښيارتيا، پوهې او حکمت کار دی، د بې ځايه نعرو او سرماتونې کار نه دی، د پايلو د سنجولو او اټکل کولو پرته د قوت استعمال داسي هلاکت او بربادي ده چې د اسلامي حرکت د تګلارې سره يې کوم تړاو نشته، د وهلو ټکولو، غلا او غصب، هلاکت او بربادۍ، محاصرې او سوزولو څخه که اسلامي حرکت هم کار واخلي نو دغه به اسلامي حرکت نه وي او که په دغه وسائلو کوم انقلاب راشي نو هغه اسلامي انقلاب نه شي کيدای.

په يو حديث کې راځي چې: «جنګ په دوه قسمه دی: چا چې د الله رضا په نظر کې ونيوله، د امير د حکم پيروي يې وکړه، حلال مال يې مصرف کړ، د خپلو ملګرو سره يې ښه چلند وکړ، د فساد څه يې ډډه وکړه، نو ده ته به د ده د خوب او بيدارۍ ثواب او بدله ورکول کيږي، خو که چا يواځې د فخر، ځان ښودنې او شهرت لپاره جنګ وکړ، د امير نافرماني يې وکړه او په ځمکه کې يې فساد خپور کړ نو ده ته به هيڅ هم ورنکړل شي».

۳- د چا په خلاف چې نظامي قوت استعمالولی شی، لومړی بايد هغوي ته دعوت ورکړل شی تر دې حده پورې چې په هغوي حجت قايم شي، د دغه اندازې دعوت او تبليغ پرته د کوم ملت يا حکومت په خلاف مسلح پاڅون سم کار نه دی، البته د خپلې دفاع لپاره جنګ جائز دی او هغه جلا مساله ده( چې که کافر پر تا حمله کوي او ستا خاوره نيسي د هغې احکام بيل دي) او که چيرې څوک د الله د بندګانو مخې ته ودريږي او د دعوت او تبليغ مخه نيسي د داسې ظالمانو د واک د له منځه وړلو لپاره هم جنګ جواز لري.

۴- د اسلامي نظام لپاره بايد نيک او صالح خلک جنګ وکړي او د جنګ مشري هم بايد د نيکو او صالحو خلکو په لاس کې وي، د بشريت د نيکمرغۍ د بيرغ پورته کوونکي اسلامي نظام د تطبيق لپاره د هغه خلکو جنګ څه معنا لري چې پخپله فساد خورونکي، د اخلاقي پولو څخه بې پروا او په فساد کې ککړ وي، د اسلامي نظام غوښتنه خو دا ده چې د دې د تطبيق لپاره دې يواځې مخلص، متعهد او وفادار پيروي کوونکي جنګ وکړي چې هغوي د الله د رضا د حاصلولو او د دين د برلاسۍ د فرض پوره کولو پرته بل هدف نه لري، نه د دنيا ګټه، نه چوکۍ، نه مال، نه دولت، نه عزت او نه شهرت او نه بل کوم هدف تر دې چې د چا سره شخصي دشمني يې هم هدف نه وي بلکه سراسر د الله تعالی لپاره د دوستۍ او دشمنۍ نمونه وي، لدې امله څوک چې د اسلام د غلبې لپاره جنګ کوی د هغه لپاره اړينه ده چې لومړی د خپل نفس سره جنګ وکړي او هغه د اسلام تابع کړي، بيا دې د اسلام لپاره د جنګ کولو نوم په خوله اخلي.

ټولو پيغمبرانو د مؤمنانو په وسيله جهاد کړيدی، او کله چې د مکې قريشو نبي عليه السلام ته د واک په لاس کې نيولو پيشنهاد وکړ نو هغه رد کړ ځکه چې د کومو نيکانو خلکو په وسيله چې الله تعالی اسلامي تحريک ته واک په لاس کې ورکوي د هغوي روزنه د هغو مراحلو په وسيله کوي چې په قرآن کريم کې ذکر شويدي:

(ولنبلونكم بشيء من الخوف والجوع ونقص من الأموال والأنفس والثمرات وبشر الصابرين)، «مونږ هرو مرو پر تاسو باندې د ويرې، لوږې، د مالونو، نفسونو او ميوو د کمښت په وسيله امتحان کوو، او زيرې هغه چا ته ورکړه چې په دغه حالاتو صبر کوي».

۵- جنګ بايد د ځواکمن او خپلواک امير د لارښوونې لاندې وي، هغه امير چې په خپله ډله باندې په زوره شرعي حکمونه تطبيقولی شي او پخپله هم د الله تعالی پرته د بل چا د حکم لاندې نه وي، لدې امله کله چې سيد احمد شهيد رحمه الله د جهاد کولو فيصله وکړه نو د انګريزانو د واکمنۍ لاندې ساحې څخه يې د سرحد آزادې سيمې ته هجرت وکړ، چيرته چې هغه د هر قسم قدم پورته کولو لپاره آزاد وو، دا د دې لپاره هم اړينه ده چې په ټولنه کې ګډوډي پيدا نه شي او جنګ کوونکي د فساد او فتنې په خورولو کې هم ککړ نه شي.

د دې څخه معلوميږي چې د اسلامي حرکت بيرغ پورته کوونکي بايد په ټولنه کې د خپلې مفکورې د خپرولو په خاطر پرلپسې کار وکړي او د خپل دعوت او تبليغ په وسيله د ملت له منځه پاک خلک انتخاب او له ځان سره يې ملګري کړي، که دوی له ځان سره دومره شمير خلک ملګري کړل چې په جمهوري ټولنو کې د يو پر دريو سره برابر وي نو دوي بيا د يوې قوي فکري ډلې په توګه اسلامي نظام پلي کولای شي، خو که ټولنه جمهوري نه وي او د دوي سره د ملت يو پر درې خلک ملګري نشي نو بيا دوي د اسلامي نظام دپلي کولو جوګه نه ګرځي.

خو که د دوي د دعوت اوتبليغ سره بيا هم ملت په سمه لار روان نه شي او نه د دوی له منځه دغه شمير خلک د اسلامي حرکت سره ملګري شي او د نورو خلکو ملګري کيدل هم بند شي، تر څو د هغوي په وسيله د اسلامي نظام د پلي کولو هڅه وکړي نو بيا ښه دا ده چې د دغه ملت نيکان خلک له دغه ځايه هجرت وکړي، ځکه چې په داسې حالاتو کې دغه ملت لکه د ډبرو سکرو د ډيرۍ په څير دی چې د الله د عذاب د راتلو سره به ټول اور اخلي او له منځه به ځي.

خو که حالات داسې نه وي او د نورو ملګرو راتلل بند شوي نه وي، په ملت کې نيک او صالحه خلک شتون لري او د دعوت او تبليغ د برياليتوب امکانات وي نو بيا اسلامي حرکت ته پکار دي چې د خپلو افرادو د شمير د لوړوالي لپاره پرلپسې دغه ستونزمن او د صبر څخه ډک کار پر مخ بوځي او د قوت د استعمال د مرحلې لپاره دې د خپل کار د پايلو لاسته راوړلو په خاطر د مناسب وخت انتظار وکړي.

څوک چې خامې ميوې شکوي، د هغه په لمن کې د تريخوالي او تاوان پرته نور څه نه لويږي، د اسلامي حرکت کوم فرد چې د خپلې برخې د دعوتي کار او د خلکو سره د تړاو د پيدا کولو د ستونزمن کار څخه ځان پټوي او د روزنې طرف ته د پاملرنې، د حرکت د دعوت خپرولو، د خلکو نيوکو او سوالونو ته د ځواب ويلو، د خپل قيمتي وخت څخه د وخت ورکولو او د خپل آرام او راحت له ښندنې څخه ځان پټوي او يوازې په سختو خبرو، چيغو نعرو، غوڼدو او لاريونونو باندې خپل کار چلول غواړي نو دغه فرد تر اوسه پورې اسلامي حرکت نه دی پيژندلی، او نه د اسلامي حرکت شعوري غړی دی، نوموړي ته د دين د دعوت کار ښودل کيدای شي خو د هغه پيشنهادونه اسلامي حرکت ته سمه لارښوونه نشي کولای.
څوک چې د اسلامي حرکت کار ته په زړورتيا مخې ته کيږي، هغه ته پدې پوهيدل پکار دي چې ددغه حرکت سره د الله تعالی ځانګړې وعدې شته خو ددغه وعدو د پوره کيدو لپاره خپل ځان د هغې جوګه کول پکار دي.

الله تعالی وايې: (أن الأرض يرثها عبادي الصالحون) ،«بيشکه زما نيکان بندګان ځمکه په ميراث وړي».
(أنتم الأعلون إن كنتم مؤمنين) «برياليتوب ستاسو دی خو که مؤمنان يې».
د دې پرته الله تعالی په ښکاره ټکو د مؤمنانو سره داسې وعده کوي چې: (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا…) النور:۵۵.
«الله تعالی په تاسو کې د ايمان او نيک عمل د خاوندانو سره وعده کړيده چې هرو مرو به د ځمکې واک ورکوي، لکه چې له دوی څخه يې مخکينو خلکو ته ورکړی وو، او د دوي هغه دين به واکمن کوي چې د دوي لپاره يې غوره کړيدی او د دوی ويره به په امن بدلوي».

(د سيد اسعد ګيلاني د کتاب «د اسلامي حرکتونو د پرمختګ او زوال اسباب» څخه د دکتور رحمت اله زاهد ژباړه).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب