اخلاق څه دي؟

اخلاق د خلق جمع ده، د انسان هغه خوى او خصلت ته وايي، چې ميراثي او فطري نه، بلكې عام عمل وي، چې انسان يې د خپل چاپېريال او ناستې پاستې څخه اخلي او په غېرې ارادي توګه، يا په معمولي اشاره وخت په وخت څرګنديږي. نو كه دا پاخه عادتونه نېك او ګټور وي، انسان د اعتماد او باور وړ ګرځوي او په حسن اخلاق كې حسابيږي او بر عكس، لنډه دا چې انسان له ټولو حيواني ډولونو په ښو اخلاقو ځان جلا كوي. همدا لامل دى، چې د تهذيب په تاريخ كې هرې ټولنې په ښو اخلاقو اتفاق كړى دى.  دروغ، وعده خلافي، ظلم، بخل،  بې صبري يې بد ګڼلي دي او همدا ښه او بد اخلاق  د انسانيت ګډ ارزښتونه دي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب