اسلامي آداب کوم دي؟

په اسلام كښې اسلامي كړه وړه يعنې آداب ډير مهم دي او ډير ارزښت لري .

  هر مومن بنده ته ښائي چې دا لاندني آداب  په پام كښې ونيسي .
*   د جسم  پاك ساتل   . كه څوك ناپاك وي نو د غسل په كولو د جسم پاكول .
*  د جامو پاك او صفا ساتل .
* خوله  او غاښونه په مسواك يا برس پاكول.
*  په عامو لار له  متيازو كولو نه ډډه كول.
*  پرته له كوم ضرورت څخه په ولاړه متيازې  نه كول.
*  د امكان په صورت كښې هره ورځ  غسل كول  او كه امكان نه وي نو  د جمعې  په ور ځ غسل او جسم پاكول ضرور دى .
*  د ډوډۍ له خوړلو مخكښې او وروسته لاسونه منځل.
* د كورنۍ له غړو سره يو ځاى ډوډۍ غوړل.
*  د سا له اخستلو سره  قرار قرار د اوبو څښل.
*  په ناسته د اوبو څښل.
* د خوراك او څښاك نه پس الحمد لله ويل او د خداى  پاك شكر په ځاى كول.
* په مجلس كښې  بل څوك له ځايه نه جكول او پخپله د هغه په ځاى  نه كيناستل .
* په عامه  لار نه كيناستل .
*  په ادب او احترام سره د سلام جواب وركول
*  د نيكئ حكم وركول او له بدئ څخه ځان ساتل .
* د ښو خلكو سره صحبت كول .
* پرته له اجازې د بل چا په څوكۍ يا ځاى نه كيناستل.
*  په مجلس كښې له بل چا سره ناست  پس پس نه كول.
* له خلكو سره د ليدو په وخت په ورين تندي او مسكا خبرې كول  او د خوښئ اظهار كول .
* د ملاقات په وخت ” السلام عليكم و رحمة الله و بركاته ” ويل .
* د سلام جواب په و عليكم السلام وركول.
* د ملاقات په وخت د سلام نه پس مخاطب سړي ته لاس وركول او روغبړ كول.
* د چا كورته بې اجازې نه ننوتل .
*  كه ممكن وي نو  په سفر كښې له ځان سره د ملګري لرل.
*  په وخت ويده كيدل او په وخت له خوبه پاڅيدل.
*  د شپې له خوا مخكې له ويده كيدو دعا كول.

اللهم باسمك اموت و احيى ( بخاري )
اى الله ستا په نوم مړ كيږم او ستا په نوم ژوندى كيږم.
* له خوبه له پاڅيدو سره سم دعا كول.
*الحمد لله الذي احياني بعد اماتني و اليه النشور.
ټولې ستاينې  د الله پاك د پاره دي چا چې  مونږ د مړينې نه پس  ژوندي كړو او د هغه خواته ټول ورروان يو.
و من الله التوفيق

الحاج فضل الله رشتين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب