د حيواناتو په اړه حيرانوونکي معلومات

 

  • ايا پوهېږې موږک شپږ مياشتې ويده وي، او شپږ مياشتې ويښ وي. نو ځکه زياتره په اوړې کې ترسترګو کېږي او د ژمې له پیل څخه زياتره نه ليدل کیږي.
  • بازان چې کله ناروغه شي نو ځان وژنه کوي.
  • تمساح نه شي کولی چې خپله ژبه له خولې څخه راوباسي.
  • د ګوډاخر (زرافه) غاړه چې څومره فقرات لري، هغومره د انسان غاړه هم لري.
  • لړم چې کله اور ته نژدې شي نو مړ کېږي.
  • میاشی ۴۷ غاښونه لري، سويه ۲۸ ‎،  فيل ۳۲ ، اوښ ۳۴ او سپی ۴۲ غاښونه لري.
  • یوازینی حیوان چې اواز يې انګازه نه لري هغه مرغاوۍ ده (یعنې اواز يې له غر یا بل شي سره انعکاس نه کوي).
  • که چېرې چونګښې په قوت سره خوله خلاصه کړي نو مړې کېږي، ځکه چونګښه په داسې حال کې تنفس نه شي اخستلی چې خوله يې خلاصه وي.
  • د کانګرو په نوم حيوان که اوبه وڅښي نو مړ کېږي.
  • ایا پوهېږې، زیاتره هغه ماهیان چې په ژورو بحرونو او سمندرونو کې اوسېږي ‎، ړانده وي ليدل نه شي کولی.
  • آس کولی شي چې پوره يوه مياشت په پښو ولاړ وي.
  • تمساح یوازینی حیوان دی چې د خوراک په مهال یوازې پاسنۍ ژامله خوځوي. او له تمساح پرته نور ټول ژوندي ساکښان د خوراک پرمهال لاندې ژامله خوځوي نه بره.
  • د وچې ګيدړان او پيشوګان همېش په دښتو کې شتون لري، او پړانګان دښتې ته یوازې د ښکار د پلټڼې په موخه ځي، پکې نه اوسېږي.
  • بحري آس  په اوبو کې د تي لرونکو لويو حيواناتو څخه دی، چې ټول عمر د اوبو لاندې تېروي، او یوازې سترګې او پوزې له اوبو څخه وباسي نور ترې نه وځي.
  • فيل د نيم کیلو مترۍ په لیرېوالي سره د انسان بوی حس کولی شي.
  • هوسۍ د پوزو له سوريو پرته په بدن کې ځينې داسې سوري او ځایونه هم لري چې تنفس پري کولي شي، چې د تېښتې او منډې په مهال ترې ګټه اخلي ، نو د فشار او ستړیا احساس نه کوي.
  • طوطي یوازینی مرغه دی چې په یو وخت کې پورتنۍ او لاندېنۍ دواړه مښوکي خوځولي شي، دا په داسې حال کې چې نور مرغان یوازې یوه موښوکه خوځوي.
  • سپی کولی شي چې د څلوېښتو قدمونو له لرېوالي سره د ساعت ټک ټک واوري.
  • انسان په ځانګړي ډول د پيدايښت په مهال ژاړي، دا په داسې حال کې چې ټول حیوانات  د مور له ګېډې څخه په ځمکه په چوپتیا سره غورځېږي.
  • پيشوګانې له اوبو څخه ډارېږي، او نه لامبي، خو که چېرې په زور زیاتي سره په لمبلو مجبوره شي نو پېشو نيوونکی شخص له ټپي کېدلو سره مخ کېږي.
  • مار له ذبحې څخه وروسته څو ورځې خوځېږي، او که څوک ورنژدې شي نو چيچي يې، او که چېرې له لاندې خوا څخه يې دريمه برخه پرې کړی شي، نو بیا هم ژوندی پاتې کیدلی  شي تر دې چې دغه پرې شوې برخه يې له سره نمو کوي.
  • چورګوړی په هګۍ کې د کمزوري ځای په لټه کې وي، ترڅو يې مات کړي او ترې ووځي.
  • سور ګونګټ چې کله له انسان سره ولګېږي، نو په جلتۍ سره یو پټ ځای ته ځي ترڅو ځان پاک کړي.
  • ژباړه: سليم حسن خيل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب