ابن بادیس د الجزاير ستر اسلامي مفکر او لارښود
د نولسمې او شلمې پیړیو په هغو شپو ورځو کې چې اسلامي امت د اروپایي اشغال د لاندي وو، پدې وخت کې داسې ستر شخصیتونه پیدا شول چې دغه ویده امت یې د غفلت له خوب څخه راويښ کړ، د هغوى ناهیلۍ یې په هیلو بدلې کړې، د اشغال پر ضد یې د خپلواکۍ روح پو کړ، په خپل دین او ځان یې باوري کړل، او له هر څه نه زیات یې دا ورښودل چې اسلام یواځې د دوى د ستونزو حل دی او بس.
د دغه اسلامي ویښتابه په مخکښانو کې د افغان سید جمال الدین (رحمه الله) نوم تر ټولو ځلانده نوم دی، چې له څپاند فکر څخه یې امام محمد عبده، امام سید رشید رضا راوټوکیدل، او امام حسن البنا او امام مودودی (رحمهما الله) په خپلو خوځښتونو دغه فکر داسې خړوب کړ چې د اشغالګرانو او د اسلام د دشمنانو د پرله پسې ګوزارونو او د تش په نوم مسلمانو واکمنو د توطئو سره بیا هم دغه خړوب شوی فکر د وچیدو طرف ته نه، بلکه د لا ښیرازه کیدو طرف ته روان دی.
د اسلامي فکر په مخکښانو کې یو ځلانده نوم د الجزائر د اسلامي خاوری د یو نومیالی لارښوود او نوښتګر امام عبدالحميد بن بادیس نوم دی، چې د فرانسوي اشغال او داخلي عقیدوی فساد په خلاف یې د بغاوت بیرغ پورته کړ، او یوه ستره مبارزه یې پیل کړه.
كورنى او زده كړې
نوموړی چې پوره نوم یې عبد الحیمد بن محمد المصطفی، بن مكي بن بادیس دی او په عبد الحیمد بن بادیس شهرت لري، د 1307 هجري کال د ربیع الثاني په یولسمه نیټه چې د 1889 میلادي کال د دسمبر د میاشتې د پنځمې نیټې سره سمون خوري د الجزائر په قسنطینه نومي کلي کې په یوی پیژندل شوې مالداره کورنۍ کې زیږیدلی دی، چې کورنۍ یې په پوهی او ادب سره شهرت درلود، او هیڅ یو غړي یې د فرانسوي اشغال ګرانو سره یوځاىکار نه وو کړی.
دغه متدینې کورنۍ د عبدالحميد په روزنه کې هیڅ راز سستي ونکړه، تر دی چې په دیارلس کلنۍ کې یې قرآن کریم حفظ کړ، لمړۍ زده کړی یې هم په خپل کلی کې سر ته ورسولی، او د سیدی محمد النجار په جامع جومات کې یې د شیخ احمد ابو حمدان څخه یې د عربي ژبې او اسلامي علومو اساسي پوهه لاس ته راوړه.
د لمړیو زده کړو څخه وروسته عبدالحميد په کال 1908 میلادي کې د لوړو زده کړو لپاره تونس ته لاړ او د زیتونه پوهنتون د لویو پوهانو لکه شیخ محمد الطاهر بن عاشور، شیخ محمد نخلی القیروانی او شیخ محمد خضر الحسین څخه په بیلا بیلو علومو کې پوهه تر لاسه کړه.
د زیتونه پوهنتون څخه د فارغیدو وروسته یې د حج د مبارکې فریضی د ترسره کولو لپاره حجاز مقدس ته سفر وکړ، په مدینه منوره کې یې د شیخ حمدان الونیسی سره لیدنه وشوه، نوموړی د فرانسوي اشغال ګرانو له امله د الجزائر څخه مدینی منوری ته هجرت کړی وو او هلته یې د حدیثو درس ورکوو، پدغه ډول د مصر او شام د یو لړ علماؤ سره یې هم لیدنه وشوه، او د یو مشهور هندوستانی عالم حسین احمد الهندی څخه یې هم پوهه تر لاسه کړه چې هغه ورته الجزائر ته د ستنیدو مشوره ورکړه.
د اشغال نه د خلاصون لاره د پوهې خورول دي
په 1913 کال کې پدې اراده الجزائر ته ستون شو چې د فرانسوي اشغال د مقاومت یوه لاره د الجزائر په خلکو د علم او پوهی خورول دي، کوم چې د اشغال لخوا بې سواده ساتل شویدي، نو ځکه خو نوموړی د پوهې د خپرولو لارې چارې ولټولې تر څو خلک اسلام د اصلي سرچینو له لاري وپیژني او عمل پرې وکړي، هغه د اسلام په نوم د ټولو ناوړه کارونو پر ضد مبارزه پیل کړه.
امام عبدالحمید د خپل کار پیل د قرآن کریم د درسونو څخه وکړ، چې د قسنطینه په جامع الاخضر کې به یې ورکول او په سلګونو خلکو به پکې ګډون کولو، او پدغه توګه یې د الجزائر په خلکو د یو انقلابي روح د پیدا کولو هڅې پیل کړې.
پدې توګه نوموړی په بیلا بیلو جوماتو کې ځوانانو ته د عربي ژبی د ذده کوولو او لویانو ته د قرآن کریم د ښودلو لپاره حلقات جوړ کړل، د قسنطینه پرته یې د هیواد نورو ښارونو لکه د الجزائر ښار، هران، او تلمسان ته هم د خپلو درسونو لړۍ وغزوله.
د قرآن لوري ته بلنه
پدغه درسونو کې به نوموړی د قرآن کریم اصلي دعوت خلکو ته وړاندې کولو، او د قرآن کریم په رڼا کې به یې د الجزائر د حالاتو څیړنه کوله، دې درسونو ډیر مقبولیت پیدا کړ، چې د دولتی مفتیانو او د فرانسوي اشغالګرو پلوي مولایانو او صوفیانو د کوششونو له امله پرې یو ځل بندیز هم ولګول شو، لکه په هر وخت کې چې په هرځاىکې د حق دعوت په مقابل کې ځینی د اسلام ټیکه داران دغه هڅی کوي، خو بیا هم په بیلا بيلو طریقو نوموړي خپل دعوت پر مخ بوتلو.
امام عبدالحميد چې د اشغال په مقابل کې د امت د راويښولو کوم تحریک پیل کړی وو د هغې اصلي مخه نیونکی خو پخپله فرانسوي اشغال وو خو تش په نوم صوفیانو او د دین څخه ناخبره د دین ټیکه دارانو هم د خلکو په ذهنونو کې داسې مفکورې ننویستې وې چې د اسلام د هر اړخیز نظام د قبلولو لاره یې ډب کوله.
ماشومانو ته پاملرنه
نوموړې د لویانو د پوهاوي تر څنګ د کوچنیانو لپاره هم د قرآن کریم حلقات جوړ کړل، چې په هغې کې به یواځی کوچنیانو د قرآن کریم حفظ کوو، او پدغه ډول نوموړی د اسلام د پوهی د خورولو لپاره د ټولنی په ټولو اقشارو کې کار پیل کړ، ځکه چې د اسلامي خوزښت کامیابي او اسلام د یو هر اړخیز نظام په ډول د معرفي کولو د دی پرته بله لاره نشته، چې دعوتګر د ټولنی ټولو اقشارو: نارینه، ښځینه، بوډاګانو، ځوانانو او کوچنیانو ته خپله خبره ورسوي او د هغوى د پوهاوي لاری چاری ولټوي.
په دغه توګه د ابن بادیس ملګرو د لومړیو زده کړو لپاره یو ښوونځی جوړ کړ، چې وروسته په یوه دیني مدرسه بدل شو، او په همدغه ډول یې د «اسلامي پوهی او روزنی ټولنه» په نوم یو ټولنه جوړه شوه چې ابن بادیس یې رئیس وټاکل شو د دغې ټولنی هدف په ټولنه کې د ښو اخلاقو خپراوي، عربي او دینی ذده کړي، او مسلمانو سړو او ښځو ته لاسي کارونه ذده کول وو، پدې شرط چې نارینه به د توان په صورت کې د زده کړو مصارف ورکوي او ښځي به وړیا زده کړې لاس ته راوړي.
محصلينو ته پاملرنه
امام عبدالحميد محصلینو ته هم پوره توجه ورکوله، د هغوى لپاره یې د پورته یادې شوې ټولنی څخه یو ځانګړي کمیټه جوړه کړه تر څو د هغوى د کارونو څارنه وکړي، د هغوى د مرستی لپاره یې ځانګړی صندوق جوړ کړ او د الجزائر خلک یې د هغوى مرستې ته وهڅول، او ورته یې وویل چې: اسلام دوى ته اړتیا لري او دوي پوهی او روزنی ته.
د هلکانو تر څنګ یې د ښځو پوهاوي ته هم د الجزائر خلک وهڅول تر څو هغوى د ناپوهۍ د تیارو څخه راوزي، په پاکدامنۍ سره وروزل شي، او د خپل اولاد او کورنۍ په اړه خپل مسؤولیت وپیژني، نو موړي د ښځو د ناپوهۍ ټوله پړه د کورنۍ په مشرانو او په هغه علماؤ واچوله چې پدغه اړه یې خپل مسؤولیت نه وي پوره کړي.
رسنۍ
ابن بادیس د خپل اصلاحی کار لپاره یواځي په ویناو، او درسونو بستیا ونکړه، بلکې د دی تر څنګ یې د رسنیو په واسطه د خپل دعوت رسول هم پیل کړل، لومړی یې په «النجاح» مجلة کې لیکل پیل کړل چې په 1919 میلادي کال کې د اول ځل لپاره خوره شوه، کله چې پوهه شو چې دا مجله د ده هیلی نشی پوره کولی، نو ځانته یې د «المنتقد» په نوم مجله تاسیس کړه تر څو د هغی له لاری خپل اصلاحي فکر خور کړي.
د اتلسو ګڼو د خپرولو وروسته فرانسوی واکمنو پدغه مجله بندیز ولګولو، ځکه چې هغی د فرانسوي استعمار پر ضد راپارونکی لیکنی کولی، پدغه مجله د بندیز وروسته ابن بادیس په کال 1926 کې د «الشهاب» په نوم د یوی بلې مجلې خپرول پیل کړ، او د کال 1939 میلادي پورې یې خپرونی کولې تر څو چې د دوهم نړیوال جنګ پر وخت پری فرانسوي اشغالګرو بندیز ولګولو.
د «الشهاب» د اصلاح کار د دوه طرېقو په وسیله کولو، یو د خلکو د عقیدو او عملونو سمون، او دوهم تعلیم ته پاملرنه.
د عقیدی د اصلاح په اړه وایی: مونږ هغه څه ته د بلنی لپاره پاڅیدلی یو په کوم چې زمونږ سلف وو، او هغه په قرآن او صحیح سنت باندی منګولی لږول دي، او د دغه لاري دعوتګران په هغه ستونزو پوهیږي کوم چې پدغه لار کې راپیښیږی».
عبدالحميد بن بادیس (رحمه الله) تعلیم د اسلامي امت د پرمختګ او د اشغالګرانو څخه د مسلمانانو د هیوادونو لپاره اساسي وسیله ګڼي، او د همدغه له امله د الجزائر په ډیرو ساحو کې تعلیمی مؤسسات جوړ کړی وو، پخپله به یې درس ورکولو او کله چې به د درس څخه فارغ شو، نو د «الشهاب» دفتر به تللو او د اصلاح او سمون لپاره به یې لیکنې کولې.
د «الشهاب» مجلې نه یواځې د الجزائر قضیی ته پاملرنه کوله بلکه د اسلامي امت په اهمو قضایاو یې هم لیکنې کولې چې د فلسطین مسئله د ټولو په سر کې وه، پدغه اړه لیکي: « برطانوی استعمار د یهودیت سره یو ځای شوی او دغه یوځاي کیدو په یهودو کې ړنده طمعه پیدا کړيده، چې له امله یې د امن څخه ډک فلسطین دوزخ ګرځولی دی، او پدغه توګه یې د اسلام او عربو زړه داسې زخمی کړ چی نه روغیږي».
د نورو له خولې نه
د ابن بادیس په اړه یو نامتو عربي مفکر شوقي ابو الخلیل وایي: «شیخ عبدالحميد بن بادیس د قرآن کریم داسې مفسر وو چې په تفسیر کې د خپلې زمانې غوښتنی په نظر کې نیولې، د اولی درجی حدیث پوه وو، داسې شاعر وو چې شعر یې د زړه څخه د اوبو په څیر بهیدو، داسې ویناوال وو چې په زړونو یې اغیزه کوله، او په عقل او پوهه یې جادو، داسې په فقه پوه وو چې د ټولو مذهبونو په اړه یې ژوره پوهه لرله، د دین او ټولنی د اصلاح لپاره یې کوششونه کول، او د بدعتونو پر ضد یې مقاومت کولو، په خلکو کې د اصولو او اخلاقو خورونکی وو، لوي ژورنالست وو، شپه او ورځ به په عربي او فرانسوي ژبو په مقالو لیکلو کې بوخت وو».
اسلام زمونږ دین دی، عربي زمونږ ژبه ده، او الجزائر زمونږ هیواد دی
په 1930 میلادي کال فرانسوي اشغالګرو د الجزائر د اشغال کلیزه لمانځله چې دې کار په یو لړ علماؤ ډیره بده اغیزه وکړه، د دغه فرانسوي اشغال د مقاومت پر ضد یې «د الجزائر د مسلمانو علماؤ ټولنه» په نوم ټولنه د دې شعار سره جوړه کړه چې «اسلام زمونږ دین دی، عربي زمونږ ژبه ده، او الجزائر زمونږ هیواد دی»، شیخ عبدالحميد د دغه ټولنی مشر وټاکل شو.
د علماؤ ټولنه د الجزائری ملت په راويښولو، یوځاىکولو، او په هغوى کې د فرانسوي اشغال پر ضد د مقاومت د روح په بیدارولو کې بریالۍ شوه، چې دغه کار فرانسوي اشغالګر د دغه ټولنی د له مینځه وړلو ته وهڅوله، د دغه ټولنې ټول مرکزونه یې وتړل او ډیر شمیر علماء یې زندان ته واچول، او هیڅ چا ته اجازه نه وه چې پرته د اشغالګرو د اجازې د وینا لپاره منبر ته وخیژي، خو ابن بادیس د دغه اوامرو هیڅ پروا ونکړه او خپل دعوت ېې جاري وساتلو.
سياسي مشر
ابن بادیس (رحمه الله) یواځې یو دینی مصلح نه وو، بلکه په سیاست کې یې پوره ونډه اخیستله، او په هغه وخت کې تر ټولو ستر سیاست د اشغالګرانو په خلاف آواز پورته کول او د الجزائری ملت راویښول او یو ځاى کول وو، چې دغه دواړه کارونه په ښه ډول نوموړی سر ته رسول.
په لنډه توګه ویلی شو، چې امام عبدالحميد بن بادیس په الجزائر کې د خپل وخت ستر اسلامي مفکر، لارښوود او نوښتګر وو، چې د خپل اصلاحی کار لپاره یې دری وسائل په کال اچولی وو، عامی ویناوي چې د قرآن کریم د تفسیر درسونه وو، د پوهی او روزنی مرکزونه، او رسنۍ چې د مجلو په شکل کې یې فکر خلکو ته رسوو.
عام درسونه یې د عامو خلکو لپاره وو، لیکنی یې د پوهه لرونکو او مثقفو خلکو لپاره، او د پوهی او روزنی مرکزونه یې د کوچنیانو لپاره وو، پدغه توګه یې خپل آواز ټولو خلکو ته رسولو.
د مولا په لور
نوموړی د اشغال او ټولنیز جاهلیت پر ضد د یوې اوږدې مبارزی وروسته د 1359 هجري کال د ربيع الأول د میاشتی په اتمه نیټه، چې د 1940 ميلادى کال د اپریل د 16 نيټې سره سمون خوري د دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې، او د فرانسوي اشغال څخه د آزادي غوښتونکو لپاره یې یوه ځلانده لار تر شا پریښوده.
انا لله و انا اليه راجعون
اصلاح انلاین