د محمد رسول الله -ص مېرمنې؛ نومونه او ژوندلیکونه

د رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكې بيبيانې

د رسول الله -ص- څو ښځې وې؟

د محمد رسول الله -ص- دوولس ښځې وې، نومونه او ژوندلیکونه یې په لاندې ډول دي:

١- ام امؤمنين حضرت بي بي خديجه(رضي الله عنها)
٢ ـ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها)
٣ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها
٤ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها
٥ ــ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها
٦ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)
٧ ــ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها
٨ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها
٩ ــ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها
١٠ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها
١١ ــ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها
١٢ ــ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

١- ام المؤمنين حضرت بي بي خديجه (رضي الله عنها)

دپلارنوم يې خويلد او دمورنوم يې فاطمه وو. دبي بي خديجې كورنۍ دقصې په پشت كې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يوځای كيږي.

بي بي خديجه رضي الله عنها دقريشو يوه مشهوره ,هوښياره ,پاك لمنه او شتمنه ميرمن وه . دغه مباركه بي بي په لومړي سركي دزراره زوى ابوهاله ته واده شوي وه . له هغه نه يى دوه بچيان وو چې ديوه نوم يې هند اودبل داحارث وو.حارث هغه څوك وو چې دقريشوپه لاس په حرم كې په شهادت ورسول شو. هغه داسې چې كله په رسول الله صلى الله عليه وسلم ګوزارونه كيدل نوموړى يى مخې ته ودريد. دخدای د دين د دښمنانو دتورو ګوزارونه يې په خپل بدن واخستل او له آنحضرت صلى الله عليه وسلم نه يې دخپل ځان په بيه دفاع وكړه . چې دخپلې دغې قربانۍ له امله يې داسلام په لاره كې دلومړني شهيد تل پاتې وياړپه برخه شو.
هندبيادفصاحت اوبلاغت په ډګركې ښه نوم درلود . داحاديثوپه كتابونوكې درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره دهمده په روايت ترمونږ پورې رارسيدلې ده . دابوهاله له مړينې وروسته حضرت بي بي خديجة رضي الله عنها دعتيق بن عائذپه نكاح كې وه .
له هغه نه يى يوازې يوه لور درلوده . دعتيق ترمړينې وروسته بيادغه پاكه بي بي دحضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم په نكاح كې راغله .

دغې مباركې بي بي له رسول الله صلى الله عيله وسلم سره پنځه ويشت كاله تيركړل .
له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه دبي بي مباركي شپږ اولادونه وشول .
دوه هلكان چې آن په كوچنيوالي كې وفات شول او څلورلوڼې چې نومونه يې دادي :
فاطمه, زينب , رقيه, اُم كلثوم .

ددغې مباركې بي بي په ژوندكې دخدای جل جلاله نازولې پيغمبر له بل چاسره نكاح ونكړله . بي بي خديجه رضى الله عنها دبعثت په لسم كال وفات اوپه حجون نومې ځای كې خاوروته وسپارل شوه.

٢ ـ ام المؤمنين حضرت بي بي سوده (رضي الله عنها)

دبي بي سودې رضي الله عنها شمارله لومړنيو مسلمانانو كيږي . دې هغه مهال له خپل ميړه سكران بن عمرو سره حبشې ته هجرت وكړ. يو روايت دادى چې سكران په حبشه كې مرتد شو اوعيسويت ته واوښت . بي بي سودې ورنه طلاق واخيست اومكې ته بيرته راغله سكران هماغلته په حبشه كې مړ شو .

بل روايت دادی چې سوده رضي الله عنها دسكران په ملتيا مكې ته راغله اوڅو ورځې وروسته سكران وفات شو. له سكران څخه دسودې رضي الله عنها يو زوى وو چې عبدالرحمان نوميده او دجلولاء په وتلې جګړه كې په شهادت ورسيد.
داُم المؤمنين بي بي خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته دسودې رضي الله عنها دپلارزمعه په خوښه اوشته والي كې ددې نكاح له حضرت رسول اكرم صلى الله عليه وسلم سره وشوه .

دغه مباركه بي بي دلوړې ونې او خورا ښې تنې ميرمن وه . لوى خدای جل جلاله ورسره ددغو اوصافو ترڅنګ فياضي , سخاوت , اطاعت اوفرمانبرداري هم ورپه برخه كړې وه .
داُم المؤمنين سوده رضي الله عنها دوفات په كره نيټه كې اختلاف دى خو داخبره باوري ده چې دحضرت عُمر رضي الله عنه دخلافت پرمهال لاژوندۍ وه .

٣ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها


حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دمسلمانانو دلومړني خليفه او درسول الله صلى الله عليه وسلم دغار دملګري حضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه لور وه . دمور نوم يې زينب وو او داُم رومان په نامه ياديدله . حضرت بي بي عايشه رضي الله عنها دبعثت په څلورم كال زيږيدلې اوپه شپږكلنۍ كې يې له رسول الله صلى الله عليه سره نكاح شويده .

يو روايت دادى چې ددې دنكاح غوښتنه پخپله پيغمبرصلى الله عليه وسلم كړې وه . خوديوه بل روايت له مخې ويل شوي چې كله دخدای جل جلاله نازولې استازې صلى الله عليه وسلم حضرت بي بي سوده په نكاح كړه نوحضرت ابوبكرصديق رضي الله عنه پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته عرض وكړچې عايشه لومړنۍ انجلۍ ده چې له مسلمان پلاره زيږيدلې نوكه تاسې يې په خپله نكاح مشرفه كړئ!!!
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې عايشه لاوړه انجلۍده خو حضرت ابوبكرصديق رضى الله عنه ورته وويل چې خيردى دواده لپاره به يې زه صبروكړم ترڅو لويه شي .

آنحضرت صلى الله عليه وسلم داخبره ومنله . دغه بي بي ترنبوي هجرت وروسته دنهو كلونو په عُمر واده كړى شوه .
له عايشې رضي الله عنه نه ډيرى نبوي احاديث روايت كړل شويدي . دحديثو ځيني څيړونكي پدې باوردي چې په شرعي احكامو كې له دې څخه څلورمه برخه روايتونه شويدي . نوموړې بي بي ته خدای پاك بيسارى ذكاوت ورپه برخه كړى وو. هغې دتفسير , حديثو , دشريعت په اسرارو , خطابت , ادب او دنسبونو په فن كې لوى لاس درلود .

د حضرت ابوبكر ,حضرت عُمر اوحضرت عثمان رضي الله عنهم دخلافت په پيرونوكې يې فتواګانې وركولې . حضرت عايشې رضي الله عنها نهه كاله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره تيركړل , دپاك رسول صلى اللله عليه وسلم دوفات پرمهال دهغې عُمراتلس كاله وو.
په اوه پنځوسم هجري كال كې نژدې دشپږشپيته كلونو په عُمر وفات شوه اود دې له وصيت سره سم په جنت البقيع كي دشپې خاوروته وسپارل شوه .

قاسم بن مُحمد, عبدالله بن عبدالرحمن , عبدالله بن عتيق ,عبدالله بن زبير اوعُروه بن زبير رضي الله عنهم قبرته ورښكته كړه .دجنازې لمونځ يې دحضرت ابوهُريرة رضي الله عنه په امامت كې ترسره شو. دغه مهال نوموړى دمروان بن حاكم له لوري دمدينې منورې والي وو.

٤ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي حفصه رضي الله عنها

دغه بي بي داسلام د دوهم خليفه حضرت عُمر رضي الله عنه لور وه . په لومړي سركې دحضرت خنيس بن خذافة رضى الله عنه په نكاح كې وه . خو هغه دبدرپه غزاكې شهيد شو او بي بي مباركه كونډه شوه . حضرت عُمر رضي الله عنه له حضرت عُثمان رضي الله عنه نه وغوښتل چې له هغې سره نكاح وكړي خو هغه ونه منله . حضرت عُمر رضي الله عنه خورا غمجن شو او رسول الله مبارك ته يې ګيله وكړه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ددې لپاره چې هغه خوشاله ساتلې وي دځان له لورې يې ورته له بي بي حفصې رضى الله عنها سره دنكاح ست وكړ . هماغه وو چې له پاك رسول سره يې نكاح وشوه .

بي بي حفصه رضي الله عنها په نبوي حرم كې يوازينۍ لوستې ميرمن وه او درسول الله په ژوندكې يې دځان لپاره پخپل لاس قرآنكريم ليكلى وو.

دغه بي بي دحضرت اميرمعاويه رضي الله عنه دخلافت په پيركې د95 كلونو په عُمروفات شوه . دجنازې دلمانځه امامت يې دمدينې منورې دهغه وخت حاكم مروان بن حكم وكړ . دغې مباركې بي بي خپل ټول مال جايداد دخدای په لاره كې خيرات كړى وو .

٥ ــ ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها لومړى دعبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبدالله رضى الله عنه د احد په غزاكې شهيد شو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه .

د جنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم يادېدله . رضي الله عنها وعنهن.

٦ ــ اُم المؤمنين حضرت بي بي اُم سلمه (رضي الله عنها)

ددغې پاكې بي بي خپل نوم هند , دپلارنوم يې سهيل اودمورنوم يې عاتكه وو.
نوموړې په لومړني سركې دخپل اكا د زوی او درسول الله صلى الله عليه وسلم درضاعي ورور عبدالله بن عبدالاسدپه نكاح كې وه . نوموړې له خپل ميړه سره يوځای حبشې ته هجرت وكړ . هلته يې دسلمه په نوم زوی وزيږيد. وروسته مكې ته راغله اوبيايې دلومړنيومسلمانو ميرمنو په كتاركې مدينې منورې ته هجرت وكړ. ميړه يې عبدالله دخپل وخت له وتليو آس زغلونكو شميرل كيده .دبدر او اُحدپه غزاګانو كې يې برخه اخيستې وه . داُحدپه جګړه كې دخوړلوټپونو له امله يې دهجرت په څلورم كال سترګې له نړۍ پټې كړې .

رسول الله صلى الله عليه وسلم دهغه دجنازې پرمهال نه تكبيرونه وويل . له لمانځه وروسته چا ترې وپوښتل چې يارسول الله تيروتنه خوبه مو نه وي كړي؟
رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې ابوسلمه دزرو تكبيرونو حق درلود .
رسول الله صلى الله عليه وسلم وروسته اُم سلمه ته دنكاح وړانديز وكړ خو هغې عذر ووايه . رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې وويل چې يو خو زه خوراقهرجنه ميرمن يم , ډيراولادونه لرم ,او بله داچي عُمر مې ډيردى . خورسول الله صلى الله عليه وسلم ددغو عذرونو سربيره له هغې سره نكاح وكړه .

نوموړي يوه پوهه اوهوښياره ميرمن وه . دحديثونو له مخې دغه بي بي له عايشې رضي الله عنه نه وروسته دافضليت دوهمه درجه لري . اُم سلمه رضي الله عنها د84 كلونوپه عُمر ترټولوبيبيانو وروسته وفات شوه. دجنازې لمونځ يې حضرت ابوهريره رضى الله عنه اداكړ.

٧ ــ ام امؤمنين حضرت بي بي زينب رضي الله عنها

حضرت زينب رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم دترور لور وه , دا بي بي لومړى حضرت زيد رضي الله عنه ته واده شوې وه ,خو دا چې حضرت زيد رضي الله عنه يو آزاد شوى مريی وو نو ځكه ورسره ددې وخت نه تيريده ,حضرت زيد د رسول الله صلى الله عليه وسلم په خوښه دې ته طلاق وركړ, وروسته ورسره رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح وكړه .

د نكاح په مهال يې عمر 35 كاله وو ,دا دومره پرهيزګاره ميرمن وه چې كله ورته رسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورواستاوه نودې په ځواب كې ورته وويل چې زه به استخاره وكړم ,همداراز كله چې په ام المؤمنين حضرت عايشې صديقې پسي بهتان وويل شو نو حضرت زينب رضى الله عنهاسره له دې چې دحضرت عايشې رضي الله عنها بَن وه دحضرت عايشې په اړه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وويل چې : زه دعايشې له ښو اخلاقو پرته په بل هيڅ شي نه يم خبره .حضرت عايشې رضي الله عنها هم دزينب په فياضي داسې اقرار كړى چې : زينب رضي الله عنها ډيره قانعه او دفياض طبيعت ميرمن وه .

رسول الله صلى الله عليه وسلم پاكو بيبيانو ته ويلي وو چې له تاسي څخه به ډير ژر هغه څوك له ما سره يوځاي شي (تر ما وروسته به ژر وفات شي ) چې دهغې لاسونه اوږده وي ,پاكو بيبيانو به خپل لاسونه سره كچل ,خو پدې استعاره كي دحضرت زينب رضى الله عنها فياضي او سخا ته اشاره وه , دې به پخپل لاس پيسې بياموندلې او هغه به يې دخداي جل جلاله په لاره كې خرڅ كولې . همدا نبوي وړاندوينه دحضرت زينب رضي الله عنها په اړه ريښتيا شوه او درسول الله صلى الله عليه وسلم له وفاته وروسته په بيبيانو كې حضرت زينب رضي الله عنها ترټولو لومړۍدهجرت په شلم كال دخپل عمر په 53 كلنۍكي وفات شوه .

حضرت زينب رضي الله عنها پخپل لاس كفن او نور لوازمات برابر كړي وو ,خو ورسره يې دا وصيت هم كړى وو چې يوكفن دي حضرت عمررضى الله عنه هم راكړي او بيا دي له دې دوو نه يو خيرات كړل شي هماغسي وشو ,دجنازې لمونځ يې حضرت عمررضي الله عنه ادا كړ,حضرت اسامه رضي الله عنه,محمد بن عبدالله بن جحش، عبدالله بن ابي او احمد بن جحش قبر ته ښكته كړه . انا لله وانا اليه راجعون .

٨ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي جويريه رضي الله عنها

حضرت جويريه رضي الله عنها دحارث بن ضرار لور وه ,حارث دبنو مصطلق دكورنۍ مشر وو ,حضرت جويريه لومړى دمسافع په نكاح كې وه ,هغه دبنو مصطلق يا مريسيع په غزا كې مړشو ,په نوموړې جګړه كې مسلمانانو ته ډيرى مرييان او مينځې په لاس ورغلل ,جويريه رضي الله عنها دثابت بن قيس په برخه شوه ,خو جويريي دنهو اوقيو سرو زرو په بدل كې دمكاتبت تړون وكړ ,هغه هم راضي شو ,جويريه رضي الله عنها درسول الله صلى الله عليه وسلم حضور ته راغله او دمرستې غوښتنه يې ورڅخه وكړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې كه زه دابيه پرې كړم او تا په نكاح كړم نو ښه به نه وي ؟ جويريي داخبره خوښه كړه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم په هغې اندازه سره زر وركړل او دايي ازاده بيا يې په نكاح كړه .

د همدې نكاح له بركته دجويريي رضي الله عنها دكورنۍ ټول غړي مرييونه او مينځي ازادي شوې ,ځكه چې صحابۀ كرامو وويل چې دا كورنۍ درسول الله صلى الله عليه وسلم خسرګنۍ شوه ځكه يې نو ټول ازاد كړل .
حضرت جويريه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال د65 كلونو په عمر وفات او په جنة البقيع كي خاورو ته وسپارل شوه . انا لله وانا اليه رجعون .

٩ ــ ام المؤ منين حضرت ام حبيبه رضي الله عنها

ددې بي بي نوم رمله او كنيت يې ام حبيبه وو ,دابو سفيان لوروه ,تر بعثت 17 كاله وړاندي زيږيدلې وه ,ام حبيبه رضي الله عنها لومړى عبدالله بن جحش ته واده شوې وه ,دواړه مسلمانان او حبشې ته مهاجر شول ,عبدالله هلته عيسايي شو خو داپه اسلام پاتې شوه ,ددين داختلاف له امله عبدالله ام حبيبي ته طلاق وركړ.

د هجرت په اووم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم يو تن (عمر بن اميه) نجاشي ته واستاوه ,څو ام حبيبې ته درسول الله صلى الله عليه وسلم دنكاح پيغام ورورسوي ,نجاشي خپله مينځه ابرهه ور واستوله ,حضرت ام حبيبې رضي الله عنها داپيغام قبول كړ ,او ددې خبردزيري دوركولو په ډول يې ابرهه ته دسپينو زرو دوه بنګړي او دوه ګوتمنۍ(انګشتري) وركړې .
نجاشي دحضرت جعفررضي الله عنه اونورو مسلمانانو په ګډون دا نكاح وتړله ,درسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري يې ورته څلور سوه ديناره مهر وټاكه او دوليمې ډوډۍ هم نجاشي وركړه .
ام حبيبې رضي الله عنها دمهر له روپو څخه پنځوس ديناره ابرهه ته وركړل خو هغې بنګړي او داپيسې بيرته وركړې او ورته ويي ويل چې :زه پاچا له دې شيانو منع كړي يم .

په دوهمه ورځ نجاشي ورته عود,زعفران اونور شيان واخيستل او ور وايې استول ,خو كله چې له شرحبيل بن حسنه سره مدينې منورې ته راغله نو هغه هرڅه يې له ځانه سره رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راوړل .
ام حبيبه رضي الله عنها دهجرت په 44 كال په مدينه منوره كي وفات شوه .
انا لله وانا اليه راجعون .

١٠ ــ ام المؤمنين حضرت بي بي ميمونه رضي الله عنها

حضرت ميمونه رضي الله عنها چې دپلار نوم يې حارث او دمور نوم يې هند اووتلې ميرمن وه ,ميمونه رضي الله عنها دحضرت عباس رضي الله عنه دميرمني خوروه,او نوري اوه خويندي يې هم دقريشو دسردارانو په نكاح كي وې ,دنبوي عمرې (اووم هجري كال)دعمرې تر اداكولو وروسته دحضرت عباس رضي الله عنه په تشويق دحضرت ميمونې رضي الله عنها نكاح له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره وشوه .
پدې نكاح كې له سياسي پلوه لويه موخه داوه څو رسول الله صلى الله عليه وسلم دقريشو له ډيرو كورنيو سره خپل شي په هغوي كي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه هم وو چې لا يې اسلام نه وو راوړى ,چې خورا ماهرجنګيالى او دحضرت ميمونې رضي الله عنهادوراره توب له امله دهمدې بي بي په لاس روزل شوى وو .ددې نكاح له امله له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دخپلوي په تار وپييل شو چې همدا خپلوي دنوموړي دمسلمانيدو لامل وګرځيدله .

حضرت ميمونه رضي الله عنها لومړى مسعود بن عمرو ثقفي ته واده شوه ,كله چې هغه طلاقه كړه نو بياابو درهم بن عبدالعزى ته واده شوه ,دهغه تر مړينې وروسته حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كړه .

حضرت ميمونه رضي الله عنها دهجرت په يو پنځوسم كال په سرف نومې ځای كې وفات شوه ,چيري چې يې دنكاح خطبه ويلی شوې وه ,دجنازي لمونځ يې دخپلي خور زوي (خوريي) حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه اداكړاو همهغه قبر ته ښكته كړه .
انا لله وانا اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

١١ ــ ام المؤمنين حضرت صفيه رضي الله عنها

دنوموړې نوم زينب ,دپلار نوم يې حيي بن اخطب ,او دمور نوم يې ضره وو . كله چې په عربو كي دامام يا پاچا په نوم له ولجې څخه كومه ښه برخه بيله شوه هغه به دصفيي په نوم ياديدله ,حضرت زينب رضي الله عنها په همدې توګه دخيبر په وتلي غزا كي درسول الله صلى الله عليه وسلم په نكاح كي راغله ,ځكه خو هم دصفيي په نامه ياديدله .

د حضرت صفيي رضي الله عنها پلار دبنو نضير ديهودانو رئيس ,او مور يې دبنو قريضه ديهودانو دمشر لوروه ,صفيه لومړى سلام بن مشكم ته واده شوه هغه طلاقه كړه بيا كنانه بن ابي الحقيق په نكا ح كړه ,كنانه دخيبر په غزا كي ووژل شو او صفيه بندي شوه ,كله چې دخيبر دجنګ بنديان راټول كړاي شول نو حضرت دحيۀ كلبي رضي الله عنه حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم ته عرض وكړ چې يوه مينځه وركړي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل ورشه يوه خوښه كړه ,دحيۀ كلبي رضي الله عنه صفيه خوښه كړه چې پدې كې يو صحابي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ورغى او عرض يې وكړ چې تاسي دبنو نضير او بنو قريضه يهودو رئيسه حضرت دحيۀ كلبي ته وركړه ؟ هغه يواځي له تاسو سره ښايي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت دحيه رضي الله عنه ته يوه بله مينځه وركړه او صفيه يې ازاده او بيا يې نكاح ورسره وكړه ,چې دخيبر په لاره په صهبا نومي ځاي كي يې دواده مراسم تر سره شول .
رسول الله صلى الله عليه وسلم له حضرت صفيي سره خورا مينه درلوده ,يوه ورځ يې وليده چې صفيه ژاړي نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورڅخه وپوښتل ولي ژاړې ؟ صفيي ورته وويل چې عايشه او زينب رضي الله عنهما وايي چې مونږ په ټولو بيبيانوكي غوره يو مونږ درسول الله صلى الله عليه وسلم سره په نكاح سر بيره دهغه دتره لوڼې هم يو .

رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چې :تاهغوي ته ولي ونه ويل چې حضرت هارون عليه السلام زما پلار ,حضرت موسى عليه السلام زما تره او حضرت محمد صلى الله عليه وسلم زما خاونددى ,نو په څه شي تاسي له ماڅخه ښې كيدلای شي ؟
حضرت صفيه رضي الله عنها دهجرت په پنځوسم كال وفات شوې او دجنت البقيع په هديره كې خاورو ته سپارل شوي ده . انا لله وانان اليه راجعون . رضي الله عنها وعنهن .

١٢ ــ حضرت ماريه قبطيه رضي الله عنها

 

 

درسول الله صلى الله عليه وسلم دليك په ځواب كې دمصر مقوقس دوه انجونې (ماريه او نسرين) هم له نورو سوغاتونو سره يوځای را واستولې , او په ليك كي يې ليكلي وو چې دا دواړه د قبطيانو وتلې انجونې دي .

هغوی د رسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته تر راتلو دمخه لا مسلمانې شوې وې , څنګه چې دا انجونې دواړه سره خويندې وې ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ماريه ځان ته او نسرين حضرت حسان رضى الله عنه ته په نكاح وركړه .
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د يوه زوی ابراهيم مور هم همدا ماريه قبطيه رضى الله عنها وه .

رضى الله عنها وعنهن .

  • یادونه: د رسول الله -ص- د ازواجو مطهراتو په شمېر کې اختلاف شته.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب