آیا ښځه دمیړه مړي ته غسل ورکولای شي؟

پوښتنه :
تر ټول مخه خپل د مینی ډک سلامونه تاسو او ستاسو محترمو کارکونکو ته وړاندی کومه.
زما لاندی پوښتنه ده خدای وکړی چی د احادیثو او د ایتونو په رڼا کی یی جواب راکړی:
1. ښځه کولی شی جی خپل میړه ته غسل ورکړی د مړینی په وخت کی؟
2. او یا میړه کولی شی چی خپلی ښځی ته غسل ورکړی؟
ستاسو د جوابونو په هیله.

مننه

ځواب :
محمد شعیب قریشی
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
دښځې او میړه یوبل ته غسل ورکول او کفن کول جواز لري ، دا دجمهورو علماوو مذهب دی ، او هغه په دې دلایلو :
امام احمد ، ابن ماجه ، الدارمي او نورو له عائیشې رضي الله عنها نه نقل کړی چې هغه وايي : (رجع رسول الله صلى الله عليه وسلم من جنازة بالبقيع وأنا أجد صداعاً في رأسي، وأقول: وارأساه. فقال: ماضرك لو مت قبلي فغسلتك وكفنتك ثم صليت عليك ودفنتك).
ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې جنازې نه چې په بقیع کې وه را وګرځید او زما په سر ډیر سخت درد ؤ ، او ویل مې : وای سر مې ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : چې څه غم کوې ، که له ما څخه وړاندې وفات شوې نو زبه غسل درکړم ، کفن به دې کړم ، دجنازې لمونځ به درباندې وکړم او بیا به دې ښخه کړم.
او اسماء بنت عمیس رضي الله عنها وايي : فاطمة رضي الله عنها وصیت وکړ چې ما ته دې علي رضي الله عنه له مړینې وروسته غسل راکړي او بیا علي رضی الله عنه غسل ورکړ .
او بیهقي روایت کوي چې ابوبکر رضی الله وصیت وکړ چې ماته دې خپله ښځه (اسماء بنت عمیس رضي الله عنها) غسل راکړي ، نو کله چې ابوبکر رضي الله عنه وفات شو نو اسماء سپین سرې او کمزورې وه نو بیا دابوبکر رضي الله عنه په غسل کې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ورسره مرسته وکړه.
نو په هغه زمانه کې صحابه رضوان الله علیهم موجود وو او هیڅ یوه هم له دې کار نه منعه ونه کړه ، نو معلومه شوه چې ښځه میړه ته او میړه ښځې ته دمړي غسل ورکولی شي.
والله أعلم.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب