زراعت او مالداري

آیا دونو له ګټو خبر یاست؟

نوي نیالګې کښینوی او زړې ونې او نهالان وساتی!

  1. ونې یا درختې دځمکي سږي او طبعي فلتربلل کیږي یعنې ځمکه، هوا او اوبه صافوي: څیړنو ښودلي ده (Davey Institute ) هغه وګړي چي په چاپیریال کي يي ونې لږ تر سترګو کیږي د زړه او تنفسي ناروغیو له امله زیات مړه کیږي نسبت هغه کسانو ته چي په چاپیریال کي یي ونې ډیرې وې. ددي سره سره هغه کیمیاوي توکي او غازات چي دفابریکو او بشر تر استعمال وروسته ځمکي او فضا ته علاوه کیږي ونې یي دریښواوپاڼوله لارې جذبوي تر څو د زهیریت اندازه يي ټيټه کړي. پاته دي نه وي چي په اوسط ډول په یوه کال کي یوه ونه کولای سي د لسو کسانو د تنفس لپاره په کافې اندازه اکسیجن برابر کړي.


2. ونې کاربن ډاي اکسایډ په خپله تنه ، ښاخونو، ریښو او پاڼوکي ذخیره کوي. کاربن ډای اکسایډ دګرین هاوس له ګازونو څخه شمیرل کیږي چي دنړي دتودوخي د درجې د لوړولو یو مهم عامل بلل کیږي.
3. د ونو پاڼي اوښاخونه یخه سایه (سیوری) جوړوي چي پدي سره دځمکي د حرارت درجه ټیټیږي.
4. ونې او ځنګلونه د طوفاني اوبو یا سیلابونو مخه نیسي.
5. ونې په ښارونو کي د شورماشور او لوړو آوازونو نسبتا مخه نیسي لکه د غټو ګاډو، ریلګاډیو، دالوتکو ږغونو او داسي نور.
6. ونې دخاوري دتخریب مخه نیسي هغه که دتیزو بادونو په واسطه وي یا سیلابي اوبو په واسطه.
7. ونې باد ماتوونکې هم دي چي دتیزو بادونو او دوړو(ګرز) مخه نیسي.


8. ونې په خپله ښکلا سره د ودانیو(اپارتمانونو) اقتصادي ارزښت ۱۵ فیصده ډیروي.
9. ونې په روغتون کي د ناروغانو په روغتیا کي هم رول لري. یو څیړنه ښئي هغه ناروغانو چي دخپل بستر یا اطاق څخه يي وني لیدلي اته ورځي مخکي د روغتون څخه رخصتیدل تر هغو کسانو چي داطاق څخه یي وني نه لیدل کیدلي.
10. ونې د وحشي حیواناتو داوسیدو، خوراک او ځالي جوړولو لپاره مناسب چاپیریال دی.
ونې په سلګونو نوري ګټي هم لري مګر هغه مهمي یي په پورته ډول دي.
دنیالګیو دایښودلو وخت رانږدي دی ځانونه به ورته اماده کړو.
صدیق الله احمدي.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: