پر ځان باور وكړه!

لیکنه: لطیفه حشمت
ژباړه:  وحيد الله بهرام.

دا ستونزمنه ده چې ته ښه، مهربانه، او صبر لرونکی واوسې پداسې حال کې چې د ځان په اړه بدګومانه وې، دا ډیره ښه ده چې ته د خپل ژوند سره مثبت برخورد ولرې، مګر دا څنګه کولای شې پداسې حال کې چې ته د هر څه پر وړاندې منفي فکر لرې؟
کولی شې د خوشحالۍ احساس، پر ځان نیک باور او مثبت فکر وکړې؟
نه! ښه، نو بیا په ځان باندې د باور پیدا کیدو طریقه ډیره ساده ده. مګر څنګه کولای شې چې هغه ترلاسه کړې؟

ته مې خوښيږې!

له هر څه د مخه ځانته ووایه: (ته مې خوښیږې ) آینې ته ودریږه او ځانته بیا بیا دا خبره تکرار کړه، تر څو باوري شې، یوه ټکي ته مو پام وي دغه چار هغه وخت ترسره کړي کله چې خوشحاله واوسی. په ځان باور ولری چې که د هر راز ننګونې سره مخامخ شی د الله (ج) په مرسته د هغه سره مبارزه کولای شی. ځانته منفي تلقینات مه کوی لکه: ته احمق یې، ولې دې داسې وکړل…
که چیرې د خپل ځان په هکله بدګومانه واوسې نور به څوک درباندې ښه ګومان وکړي؟
خلک به دومره ارزښټ درکړي لکه څومره چې ته یې ځانته ورکوې.
لاندې ټکي په یاد ولری

یوازیتوب مه غوره کوﺉ

شاید ته پدې هڅه کې وې چې ځان د ټولنې نه ګوښه او یوازې وساتې، خو که ستا دغه عمل زیات تکرار شي تا ته به د منفي فکر کولو لاره هواره کړي او بیا به هیڅ څوک د دغه راز فکرونو د مخنيوي لپاره در سره مرسته ونکړي. کله چې ستونزه درته پیدا کیده د خپلو ملګرو او خپلې کورنۍ سره یې شریکوه، او په حل کې یې د هغوی نه مرسته غواړه، که چیرې یې د ځان سره وساتې نو ډیره وړه ستونزه به درته په غټه بلا بدلیږي، بیا نو ټولنیز ژوند غوره کړه، د ټولنې د وګړو سره اړیکې ټینګې کړه، البته د داسې خلکو سره چې د هغوی په ښو اخلاقو ته باوري وې. په ټولنه کې د یو نیک فرد به حیث ژوند کول یو څه ستونزمن چار دی په ځانګړې توګه کله چې ته د ځان په اړه د کمی احساس کوې، خو په زیار او کوښښ سره کولی شې دغه هنر زده کړې. شیطان د انسانو لپاره داسې دښمن دی لکه لیوه د رمې لپاره، هغه داسې پسه پخپلو منګلو کې نیسي کوم چې د رمې نه بېل او یوازې وي، نو بیا د یوازیتوب نه ځان وساتی، دا ستاسې لپاره اړینه ده چې د ټولنې په منځ کې ژوند وکړی.

د ځان لپاره ښه ملګري وټاکه

د داسې ملګرو سره ژوند وکړئ څوک چې تاسې نیکو کارونو ته تشویق وي نه داسې ملګري چې تاسې له هغې نه ناهلي کوي. په عین وخت کې تاسې د ښو نیوکو وړاندیزونو نه مه ویریږی. همدارنګه د نیمګړتیاو د لرلو پخاطر مه شرمیږئ، ځکه چې موږ ټول نیمګړتیاوې لرو، دا د ژوند یوه برخه ده همدغه عمل چې موږ غواړو خپلې نیمګرتیاوې پوره کړو زموږ ژوند ته یی خوند وربښلی.
بې وسي، نیمګرتیا، ناتواني د ژوند یو اړخ دی، که مو په کوم کار کې ماتې خوړلې وي دا پدې مانا نده چې ګواکي تاسې کمزوري بد او یاهم احمق يي، هرڅوک هر وخت په ځینو کارونو کې ناکامیږي په حقیقت کې دغه ناکامي موږ ته یو درس راکوي.
یوه ملګرې مې راته وویل چې زما پلار به تل ویل چې که خلکو د خپلو تیروتنو نه درس اخیستلای نو دوی ټول به اوس نابغګان وه. الله پاک موږ ازمیي چې د ناکامیو په وخت څه راز عمل کوو. موږ د دې خبرې قبلولو ته اړ یو چې ځینې وخت له ماتې سره مخامخ کیږو دا په حقیقت کې موږ ته د انسانانو ناتوانې په ګوته کوي، شاید په موږ کې د تکبر نښې نښانې را پیدا شي ځکه الله پاک موږ پریږدي ترڅو له ماتو سره لاس او ګریوان شو او پدې توګه موږ متواضح ساتي، د یوه مومن لپاره په هر څه کې خیر پروت دی.

حقیقي موخې د ځان لپاره وټاکه

واقعي هدفونه ځانته انتخاب کړئ، په کم وخت کې د هر څه د لاسته راوړنې حرص مه کوئ، چې که چیرته پرې بریالي نشئ نو بیا ځان ملامتوی.
هر هغه څه چې موږ مسکینانو ته ورکو الله (ج) د هغې نه څو وارې زیات اجر زموږ په نصیب کوي. ژوند یوه ازموینه ده تاسې به وینی چې که چرې د خلکو سره ښه چلند او مرسته وکړی هغوی به یی هم له تاسې سره وکړي.

په ځان د باور پیدا کولو په اړه څو اړین ټکي

که چیرې په ځان باور نلری، نو شیطان به د وخت نه ګټه پورته کړي او موږ به د منفي فکرونو خواته ورټیل وهي داسې فکر چې ګواکي په هغې سره به موږ وکولای شو چې ځان د ستونزو نه خلاص کړو کیدای شي چې هغه د الکولو او یانورو مخدره توګه کارونه او یا هم ځان وژنه وي چې په حقیقت پرته د شیطان له غولونې نه بل څه نه دي. ښه نو بیا ښه فکر وکړه په ځان نیک باور نلرل داسې لاره ده چې هیڅ ځای ته مو نه رسوي، شیطان ښایي موږ د خرابی، تباهی او بدمرغی په لور بوزي او کله چې پکې راګیر شو نو بیا به را باندې وخاندي ځکه چې ده به د ځان لپاره به کې یو ملګری پیدا کړی وي.

د ښو او بدو توپیر هر څوک کولای شي

هر څوک دې نړۍ ته د یوه سالم عقل او د نیکیو او بدیو پیژندلو د یوه قوي فهم سره راځي، مګر په خواشنی سره وروسته یو زیات شمیر دغه توان له لاسه ورکوي او پدې نه بریالي کیږي چې په ځان کې دغه حقیقت درک کړي، دوی خلکو ته غوږ ږدي او اوري چې: ته بیکاره یی، احمق یې، ناپوه یې، … او بلاخره ورته په یوه حقیقت بدلیږي.
نو دوی د یوه ماتې خوړونکي شخص په توګه ژوندکوی او په پای کې د یوه ماتې خوړونکي شخص په توګه مري. پدغه لیکنه کې نو موړي وروستي ټکي شاید بې ارزښته ښکاره شي، مګر زه پدې باوري یم چې دا ډیر آسانه چار دی چې د یوه بریالي او یا هم د ناکام شخص په توګه ژوند وکړو، او دا هم کومه ستونزمنه خبره نده که موږ خپل ژوند ته تل له منفي اړخه وګورو. خو که چیرته غواړې چې لدې ستونزو نه ځان خلاص کړې، نو تل د خپل ژوند په مثبتو اړخونو کې فکر وکړه، او د خپل ژوند نیکې خاطرې پخپل دهن کې ژوندی وساته، په الله(ج) باندې باوري اوسه د هغه ټولو اوامرو ته غاړه کیږده او خپل ژوند د حضرت محمد(ص) د سیرت مطابق برابر کړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب