HIV) AIDS) ایډز ناروغي، وقایه او درملنه

HIV) AIDS) ایدز:

virus immune Human یا syndrome deficiency immune Acquired ایدز د نړۍ په کچه یوه ډېره خطرناکه ویروسي ، ساري او مزمنه ناروغي ده چې د انسان د بدن معافیت او دفاعي سیستم له منځه وړي.په ایدز د اخته ناروغ بدن بآلخره دومره کمزورئ کېږي چې د یوې ساده ناروغۍ په وړاندې هم د مقاومت توان له السه ورکوي او له منځه ځي .د ختیځې آسیا او افریقا په ډېرو هېوادونو کې دا ناروغي له صحي پلوه لومړۍ درجه ستونځه ګڼل کېږي خو د هللا په فضل په افغانستان کې د دیني اعتقاداتو او باورونو له امله ددې ناروغۍ کچه کمه ده .

که څه هم دقیق مطالعات په لاس کې نه شته خو د طالبانو د واکمنۍ پر وخت کې د ملګرو ملتونو په یوه صحي راپور کې په دې ناروغۍ د اخته خلکو شمېره کابو صفر وه . د WHO یا د نړۍ د روغتیایي سازمان د راپور له مخې په ۲۰۰۲ م کال کې په افغانستان کې د ایډز د ناروغۍ کچه یواځې لس تنه تثبیت شوې وه خو اوس ویل کېږي کابو زر تنه د ایدز په ناروغۍ اخته خلک تر اوسه پېژندل شوي او ښایي له ۳ تر ۱۰ زرو کسان په دې ناروغۍ په ټول افغانستان کې اخته وي .

د افغانستان د روغتیایي سر چینو د راپور په اساس د پیژندل شویو په ایدز ککړو کسانو تر ۹۰ سلنه زیات ېې هغه کسان دي چې په نورو هېوادونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي او بیا افغانستان ته راغلي او یا ېې هم لږ تر لږه نورو په تیره ګاونډیو هېوادونو ته سفرونه درلودلي دي .ډاکتران وایي له دې امله چې د افغانستان ډېرئ خلک د ایډز ناروغۍ په اړه الزم معلومات نه لري دا ناروغي په هیواد کې نوره هم خپریدلئ شي په تیره دا چې په افغانستان کې کابو یو نیم لک بهرني عسکر هم شتون لري او ډېر افغانان په یوه نه یوه ډول له هغوی سره ارتباط لري.

د ۲۰۰۵ م کال د شمېرنو له امله په ۱۹۸۳ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له پیژندل کیدو تر ۲۰۰۵ م کاله ۲۵ میلیونه خلکو د دې ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې خپل ژوند له السه ورکړئ ؤ او په دې کال کې ۴۶ میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته ؤ .په ۲۰۱۰ م کال کې د ایډز د ناروغۍ له امله د یتیم شویو ماشومانو شمېر هم ۲۵ میلیونه کسانو ته رسیدلئ ؤد ۲۰۰۵ م کال د شمېرنو له مخې یواځې په پاکستان او ایران کې کابو دوه لکه تنه په دې ناروغۍ اخته ؤ.د شمېرنو په اساس هره ورځ په ټوله نړۍ کې ۸۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له السه ورکوي.

 ایدز څه ډول ناروغي ده:

دا ناروغي یوه انسان نه بل انسان ته انتقالېږي او یوه ویروسي ناروغي ده .د ایډز ویروس ایچ ای وي بلل کېږي چې تر ټولو مهم کار ېې د بدن د دفاعي سیستم له منځه وړل دي .دا ویروس د بدن سپین کرویات چې دناروغیو او میکروبونو په وړاندې د مقابلې دنده پر غاړه لري له منځه وړي .چې په دې توګه بدن د هرې وړې او غټې ناروغۍ په وړاندې د مقاومت د توان نه لرلو له امله له مرګ سره مخامخېږي.

د ایډز د انتقال لارې:

ایډز ناروغي ۷۰ سلنه د جنسي مقاربت ، شل سلنه د وینې له الرې او۱۰ سلنه هم له مور نه ماشوم ته انتقالېږي .د ایډز ناروغي کومې ځانګړې نښې نه لري بلکې د ویروس له اخیستلو دوې اوونۍ ،یوه میاشت حتې ۶ میاشتې یا دوه کاله وروسته یو عادي ریزش یا زکام ته ورته عالیم را منځته کېږي خو کله چې د ایډز ناروغي را منځته کېږي د ډېرې ستړیا ، د شپې خولې کیدو ، د مرغړیو پړسوب، پرله پسې اسهال، وچ او دوام لرونکی ټوخی، د خولې زخمونه، د ساه بندېدل، او د پوستکي سرطان همداراز د هسپرزوسټر په څیر د پوستکي ناروغۍ ناروغۍ ورته پیښیږي .د ایچ ای وي تیسټ هم د ویروس له اخیستو ۱۲ اوونۍ وروسته په وینه کې مثبت کېږي. سرطان لسم تولگی په افغانستان کې د ډېرو کډوالیو ، فقر ، بې وزلیو ، د کافي پوهې او سواد د نشتوالي او د ژوند د شرایطو د کچې ټیټوالي له امله د نورو ناروغیو په څیر د ایډز د ناروغۍ د خورېدو شرایط برابر دي.

د ایډز وقایه Prevention:

له دې امله چې د ایډز ناروغي ۷۰ سلنه یواځي د جنسي اړیکو له الرې انتقالېږي خپلې میرمنې ته وفاداري او بلعکس مېړه ته د خپلې مېرمنې وفاداري د ایډز د ناروغۍ په کنترول کې تر ټولو ډېر مهم رول لري. په امریکا او انګلیستان کې دا ناروغي په عمده ډول له همجنس بازانو یو بل ته انتقالېږي ځکه په دې ځایونو کې لواطت او همجنس بازي عامه ده . په امریکا کې کابو یو میلیون کسان په ایډز اخته دي او تر نیم میلیون زیاتو کسانو په دې هیواد کې د ایډز د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړئ .له دې امله چې د مخدره توکو استعمالوونکي خلک شخصي حفظ الصحه نه شي مراعاتولئ او حتې د درملو د استعمال پر وخت ډېر کسان له یوه سورنج څخه کار اخلي د نورو خطرناکو ویروسي او باکتریایي ناروغیو په څنګ کې ایدز هم یو بل ته انتقالوي.

افغانستان چې د نړۍ د بشري پراختیا د ۱۷۷ هېوادونو په لیست کې په وروستي کتار کې د یو څو افریقایي هېوادونو په سر کې ځای لري او همداراز د کډوالو د شمېر له امله ېې د نړۍ دوم مقام خپل کړئ او دوامداره جګړه هم په کې روانه ده د نورو ناخوالو تر څنګ د ایډز په شان د ساري ناروغۍ د خپریدو شرایط هم په کې مساعد دي .همداراز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره پراخې پرانیستې پولې لري چې دا هم د ناروغیو په انتقال کې اغیزه لري.

یوه سروي ښیي چې د افغانستان په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې خلک حتې له خپلې میرمنې سره هم په مصئون ډول جنسي اړیکې نه شي ټینګوالی په دې معنی چې که یو شخص یا د هغه میرمنه له ایدز پرته نورې هغه ناروغۍ چې له میړه ښځې یا له ښځې میړه ته انتقالېږي ولري بیا هم هغوی مصئون جنسي اړیکې نه شي ټینګوالی او حتې له ۱ سلنې کم خلک کنډم پیژني او هغه استعمالوي.

د انتقال لارې:

له وینې یا مخاطي غشا ء سره د منتن کس د وینې ، جنسي افرازاتو ،مني او د تي د شیدو د لګیدو یا ګډیدو د ایدز ناروغي انتقالېږي. سره له دې که متن کس د ناروغۍ نښې نښاني هم ونه لري. د ناروغۍ انتقال د انتقال شویو ویروسونو له شمېر ، د شخص له دفاعي سیستم او د درملنې له زر یا وروسته پیل کیدو سره تړاو لري. د مثال په ډول د حشراتو له چیچلو چې لومړئ ېې منتن کس چیچلئ او بیا سالم کس چیچلئ وئ د ناروغۍ د انتقال امکان ډېر لږ حتې د نه شتون په حساب دئ.

ډاکتران وایي په دې ډول ناروغي ځکه نه انتقالېږي چې ډېر کم شمېر ویروسونه انتقالېږي او د سالم کس بدن د هغه د له منځه وړلو توان لري. د خولې په الړو کې هم د ویروسونو اندازه کمه ده او په مچې کولو ، ستړي مشې کولو ،یو ځای کیناستلو ، پرنجي ،په یوه حوض کې لمبیدلو، اوښکو ،خولو ،الړو، غایطه موادو او ادارار له الرې نه خپریږي. د وینې د انتقال پر وخت باید ډېر احتیاط وشي او تر څو وینه ډاډمنه نه وي باید ناروغ ته تطبیق نه شي .

په افغانستان کې د وینې له تطبیق وړاندې وینې ورکوونکي ته څلور معاینې چې د ایچ آی وي ، تور ژیړي یا ایچ بې ایس ، ایچ سي وي چې دا هم یو ډول خطرناک ژیړئ دئ او سفلیس ناروغۍ په کې شاملې دي معاینه کېږي .له دې امله چې وینه د ناروغیو د انتقال مور ده باید په انتقال کې ېې هم پوره پام لرنه ولرو .همداراز په ایچ آی وي د ککړو میندو سالم والدت ماشوم ته له مور نه د ایچ آي وي د انتقال کچه کموي.

پر ځان د اسلام د مبارک دین د احکامو عملي کول تر هر څه ډېر د ایډز د ناروغۍ د خپریدو مخنیوئ کوي .ځکه اسالم یواځې له خپلې میرنې سره د جنسي اړیکو اجازه ورکړې او له بل پلوه ېې ځوانان هم نکاح کولو ته هڅولي چې په دې توګه د ناروا جنسي اړیکو امکانات کمیږي .له بلې خوا اسالم جنسي اړیکو ته هم اخالقي اصول وضع کړي او د مخدره توکو او نشه ایي موادو استعمال ېې هم منع کړئ دئ .له دې امله چې ایچ آی وي د ټولنې د ناروغۍ نوم لري او په ټول کې یوه ټولنه ګواښي اسالم په نیکیو امر او له بدیو د منعې اصول لري چې که په سم ډول اجراء شي د ټولنې د ټولو ناخوالو تر ټولو اغیزمنه الره ده .

له بلې خوا د اسلام له نظره د هر کس ژوند او بدن د هغه په الس کې یو الهي امانت دئ چې هغه ېې په ساتلو مامور شوئ چې باید په سم ډول ترې ګټه واخلي او د ناوړه ګټې اخیستنې حق ترې نه لري . موږ باید په دې پوه شو چې زموږ هر غړئ ، بدن ، عقل ، پوهه او استعدادونه الهي امانتونه دي چې موږ باید په سالم ډول ترې ګټه واخلو او که هغه په ناروا چارو مصرفوو اویا زموږ د غفلت او بې پروایۍ له امله زیانمنیږي له موږ څخه به ېې په اخرت کې په اړه پوښتنه کېږي .

په اسالم کې ځان وژنه د بل مسلمان د وژنې په اندازه ګناه او عذاب لري اسالم تل په روغتیا او سالم بدن ټینګار کړئ او د روغتیا غوښتنې دوعا ېې غوره دوعاء بللې ده .له بل طرفه موږ باید د اسالم په رڼا کې د جنسي مسئلو د پوهیدو په برخه کې شرم ونه کړو .ځکه زموږ بې ځایه شرم زموږ د بې خبره پاتې کیدو او خدای ناخواسته په کندو کې د لویدو المل ګرځي . د بخاري او مسلم یو حدیث شریف دئ چې وایي د انصارو ښځې بښل شوې ځکه هغوی د خپلو دیني زده کړو په برخه کې شرم نه کاوه .په اسلام کې د واده هدف اوموخه پاک لمني او د سترګو ښکته اچول ښودل شوي دي.

د ایچ ای وي تشخیص:

له نیکه مرغه په افغانستان کې هم د ایچ ای وي د تشخیص لپاره آسانتیاوې شته چې په لومړي سر کې یو ډول سټریفونه دي چې په هغه لومړنئ تشخیص تر سره کېږي او بیا د تائید لپاره نور ډول ډول ټستونه هم موجود دي .او حتې د ولسوالۍ  په کچه په ټولو روغتونونو او همداراز په هغه کلینیکونو کې چې د وینې د انتقال شرایط په کې موجود دي دا ټسټونه شتون لري.

د آیډز علامې:

نړیوال روغتیایي سازمان د ایډز ناروغۍ لپاره دری لویې او ۷ وړې عالمې ټاکلې چې سترې عالمې یې په الندې ډول دي :

۱:د بدن له لس سلنې د زیات وزن کمیدل
۲:له یوې میاشتې زیات اسهال یا نس ناسته
۳ :او له یوې میاشتې زیاته پرله پسې تبه.

وړې عالمې په لاندې ډول دي:

۱ :د لمفاوي غدو غټیدل
۲ :تر یوې میاشتې زیات ټوخئ
۳ :د خولې دوامداره خوړینیدل یا کانډیدیاز
۴ :د بدن په بیالبیلو برخو کې خارښت لرونکئ سوروالئ
۵ .د هرپس زوسټر تکراري حملې
۶ :د پوستکي مزمن او شدید ټپونه او د حافظې له لاسه ورکول او د محیطي اعصابو تخریب چې وروستۍ نښه ده، ډاکتران وایي که په یوه سړي کې دوې لوېې او یوه وړه نښه موجودې وي دا کس په ایډز مشکوک دئ .

الیزا ټیست:

دا ټیسټ یو دقیق ټیسټ دئ چې ۹۵ په سلو کې د ناروغۍ له سرایت ۶ اوونۍ وروسته مثبت کېږي له دې سره په څنګ کې د ایډز د دقیق تشخیص لپاره وایرل لوډ ټست د وینې د حجراتو دقیقه شمېرنه ، د سي ډي ۴ لمفوسایټونو شمېرنه او داسې نور تشخیصونه هم شته.

درملنه:

له بده مرغه ایډز مطلقه درملنه نه لري خو د فرصت طلبه انتاناتو درملنه او وقایه همداراز د وینې د جوړیدو تنبیه کوونکي فکتورونه او یو شمېر درمل د ناروغ عمر تر یوه حده اوږدوالی شي. کله چې د ایډز د ناروغۍ عالیم راښکاره شي ناروغ بالعموم د یوه کال په موده کې خپل ژوند له السه ورکوي.

تمرین:

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ
1 .د ژوندیو موجوداتو د حجرو چټک او غیر منظم وېش ته …………… وایي.
2 .په عادي ډول سرطاني حجرې د ………. حجراتو په وسیله له منځه ځي.
3 .د ایدز ویروس د ……………… په نامه یادیږي.
4 .ایدز عموما ……………….. سیستم له منځه وړي.
5 …………… .د ایدز د انتقال یو مهمه وسیله ده.
6 .د ایدز ناروغۍ …………… سلنه د نامشروع جنسي مقاربت له الري لېږدول کېږي.
7 .د ایدز ناروغۍ ………… سلنه د مور څخه ماشوم ته لېږدول کېږي.
8 .د AIDS ټیست د ویروس د اخیستو ………….. اونۍ وروسته په وینه کې مثبت لیدل کېږي.

حل:

سرطان .
1 د بدن د دفاعي سیستم د
T . 2
HIV . 3
4 بدن دفاعي
5 ککړه وینه
6 ۷۰
7 ۱۰
8 ۱۲

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب