د الادين کيسه – دماشو مانو کیسې

يو هلک چې د هغه نوم الادين و هغه د سرکونو په سر لوبيده چې مخې ته يي يو جادو ګر راغی  او غوښته چې الادين سره خبری وکړي
-جادوګر ورته وويل: زه ستا تره يم مګر تا نه يم ليدلی ستا پلار زما ورور وو دا زما مسوليت ده چې ستا او ستا د مور د نفقې مسوليت تر غاړه واخلم د وينا سره سم جادو ګر الادين او دهغه مورته خوراک او پوښاک واخيست٠او الادين يي يو لرې ځاې ته د ځان سره يوړ  خو کله چې په لاره کې دخپو په مزل روان شو نوالادين ته ډيرې پوښتنې پيداشوې سم دستي  يي خپل تره څخه  په لاره کې پوښتنه وکړ چې چيرته ځو ؟
–جادوګر وويل زما زويه داچې ته په هر څه پو شی  نو دا به  يو وخت ونيسي  الادين ته شک پيدا شو څنګه به وخت نسي ځان سره يي سوچ کاوه اوروان وچې لاره کی ددوې مخی ته کمر راغې   په کمر کی يو سورې وا و  دسورې په مخ کې يوه غټه تيږه ايښې وه   په دې ساعت کې جادوګر خپل جادو په کار واچاوه او تيږه يي د سورې له مخې ا يسته کړه

-جادو ګر الا دين ته وويل: چې زويه دی سوری ته ننوزه  کله چې ښه وړاندې لاړی نو هلته يو لاټين ايښی دی هغه را واخله او بيرون ته راشه
–الا دين غار ته ننوت چې غار ټول د سرو زرو څخه ډک وو٠الادين نارې کړ پيدا مې کړ  زوړ لا ټين يي په لاس کی نيولې وو او د سورې خولې ته راغی نو وی ليده چې جادوګر دسورې مخې ته يو لوې تيګه تمبه کړی دی او يو نرې لاره يي پريښی وو چې لاټين واخلې الادين څخه الادين دجادوګر څخه هيله وکړ چې دا تيګه د سورې نه لږ څه نور هم ا يسته کړه ترڅو زه وکړاې شم چې بيرون ته را شم خو  جادو ګر انکار وکړاو وويل اول لاټين راکړه بيا به تيږه ايسته کړم او ته به و کولاې شی چې ووځی خو الا دين د لاټين د ورکولو څخه انکار وکړ –جادوګر وويل خير نو زه ستا تره نه يم زه به درنه ځم او ته کينه په دی تب جنه سورې کی
په دی توګه الادين په سورې کی پاتی شو او په ځمکه  کيناست په لاټين باندې ډيرګردونه پراته وه سم دستې يي دد وړی ايسته کولو باندې لاس پورې کړاود لاټين په سر باندې ليکل شوی ټکو ته يي پام شو نو سم دستی  د رڼا يو څړيکه وشو د يو سړی  په شکل  يوپيری ورته حاضر شو او وويل – امر وکړه زه ددی لاټين پيری يم او ته زما شهزاده څه غواړی امر وکړه چې زه ستا خواست پوره کړم ٠
— نو الادين وويل :زه غواړم  چی خپل کورته لاړ شم دوينا سره سم څړيکه وشو   دڅړيکه سره سم  الادين ځان کورکې دخپل مور سره وليد او زوړ لاټين هم ورسره وو  دالادين مور دهغه په ليدلو ډير خوشحاله شوه ٠بل ورځ الادين ښار ته په چکر لاړ  هلته يي يوه شهزادګی وليده او دواړه يو بل باندی زړه وبايلل –الا دين ورڅخه پوښتنه وکړ ته به زما معشوقه کيږې؟ –شهزادګې ورته وويل: ته زما خوښ يي خو د واده تړون درسره نه شم کولاي زه مې پلارته ډيره ګرانه يمه هغه غواړې زما واده ديو شهزاده سره وکړې .
نو الادين کورته لاړ  دشهزاد ګې مينه يي په زړه وريده خپل د جادو په څراغ يي لاس تير کړل دڅړيکی سره سم  پيری را حاضر شو د شهزاد ګې  دمينی په لټون د هغه کورته و رسيد٠ نو کله چې هلته ورسيد بيايي په څراغ لاس تير کړ سم دستی پيری حاضر شو ويل څه وايي امر وکړه
– الادين وويل: زه په شهزادګې باندمين شوې يم او دشهزادګې سره واده کول غواړم زه غواړم چې پاچا خپل لور شهزادګې ماته واده کړي٠  نوسم دستی دالا دين هيله پوره شوه  شهزاد ګې الا دين ته واده شو ه او په يو لوې اوښايسته کورکی ژوند پيل کړ ٠يوه ورځ جادوګر الادين يي وليد نو دځانه سره وويل
:
–حتما الا دين د جادو ګرۍ لاټين يي کارولاې دی چې دهغه سورې نه وتلی ده او لاټين هم ور سره دی دا لاټين زما ده زه بايد دا لا ټين بيرته واخلم او خپل يي کړم ٠جادوګر انتظار ويست تر څو شهزادګۍ يواځی شي ٠ جادوګر دسوداګری په جامه کې د شهزادګۍ سره مخ شو چې ور سره نوی لاټينونه هم وو ٠
–جادوګر شهزادګې ته وويل: که ته کوم زوړ لاټين لرې هغه ماته راوړه زه به يي په نوې بدل کړم
نو شهزادګې چې په دې رازخبره نه وه چې دکور زوړ لاتين دالا دين دجادو ګر ی لاټين دی  د ځان سره يي وويل زوړ لاټين به په نوی بدل کړمه او خپل خاوند ته به زيرۍ ورکړم چې ما زوړ لاټين په نوې بدل کړی
پدی توګه جادوګر زوړ لاټين يي تر لاسه کړ او سم دستی يي په لاتين لاس تير کړ  پيرۍ ورته حاضر شو وويل څه وايي امر وکړه ٠جادوګروويل: داشهزادګۍ لری ځاې ته بوځه چې الادين ونه شي کړاې چې پيدا يي کړي  نو پيری ومنل او دا کار يي وکړ  کله چې الا دين کورته راغې وليدچې نه شهزادګې شته او نه لاټين حيران شو چې اوس به څه وکړي
الادين دشهزادګې دلټون پسی دکوره ووت او ډير ځايونو ته لاړ يوه ورځ په دې بريالې شو چې شهزادګې پيدا کړي کله يي چې په شهزادګې سترګې ولګيدلی نو دشهزادګې څخه يي پوښتنه وکړه
== زما دجادو لاټين چيرته ده چې زه تری کمک وغواړم چې مونږ کورته يوسي خو
–شهزادګې وويل لاټين دهغه چا سره دي چې زه يي دلته راوستلم هغه چی هر چيرته ځي له ځانه سر يي وړي ٠شهزادګې الادين ته وويل: ښه به داوی چې ته ځان پټ کړی چې اوس جادوګر کورته راځي
نو الادين وويل زما پلان دادی چې زه درته دخوب ګولۍ درکوم کله چې جادوګر راغې ته به داوبو په ګيلاس کی ورته اچوې چې هغه وخوري زه به د پردې شاته ځان پټ کړم
–شهزادګۍ دا کاروکړ او داوبو ډک کيلاس يي د جادوګر په ميز کيښود جادوګر چې کورته راغې نوډير تږی وو داوبو ډک ګيلاس يي په سر واړولو او په خپل کټ کې په دروند خوب ويده شو نو الادين د پردې تر شاراغی او اودميز لاندې نه يي لاټين ترلاسه کړ سم دستی يي په لاټين لاس تيرکړ
پيری ورته حاضر شو پيری دالادين په ليدو ډيرخوشحال شو
=وويل: څه غواړی امروکړه
= الادين وويل : زه غواړم چې جادوګر سړی ډير لری ځای ته يوسی چې هغه ونشي کړاې بيا زمونږ خواته راشي ٠دالادين امر پرځاې شو اوبيا يي په لاټين لاس تيرکړ پيری راغی وويل: څه غواړې امر وکړه الادين وويل زه غواړم چې ما اوشهزادګی کورته ورسوی
پدی توګه دالادين امر پرځاې شو دوې کورته ورسيدل الادين ،شهزادګۍ ،او دهغه مور  په خوشحالی سره ژوند پيل کړل٠ پای

ليکوال (جافرې زان )
د زرلښت حفيظ ژباړه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب