Biliary sludge، ډیر عام کلینیک اعراض،د صفراوی کڅوړی حاد التهاب

Biliary sludge:

په دی نژدی وختونو کی د کولسترولی او صباغی صفراوی ډبرو لپاره sludge یو مساعدونکی فکتور پیژندل شوی دی نو لکه څرنګه چی د التراسانډ له مخی مشاهده کیږی او یوه برخه د صفرا پکی د کلسیوم بلیروبنات د کرستلونو څخه چی د صفراوی رکودت په نتیجه کی پیداکیږی چی کله sludge تجزیه شی نو په زیاته اندازه فاسفولیپیدونه په خپل ترکیب کی لری. اوسنیو مطالعاتو ښودلی دی چی ceftrixone چی یو third generation cephalosporin د sludges سبب ګرځی  ځکه چی cefrtiaxone یوه غیر عضوی ماده چی تغیرات مینځته راوړی او په ځیګر کی د انیون خصوصا د (calcium sensitive anions) د افراز سبب ګرځی خو دغه ماده په کبدی میتابولیزم کی داسی تغیرات مینځته راوړی چی تر څو په صفرا کی sludg مینځته راشی خو سره لدی ددی درمل عمده علت د ډبرو په مینځته راتللو کی په سم ډول معلوم ندی.

[irp][irp][irp]

۲-۱۲ کلینیکی اعراض او علایم:

د صفراوی ډبرو د مینځته راتګ ډیر مختلف اسباب موجود دی او په مختلفو لارو د کولسترولی او غیر کولسترولی ډبرو د مینځته راتګ سبب کیږی خو مطالعاتو ښودلی ده چی تقریبا ۵۰٪ ناروغان بی عرضه وی خو ډیری ناروغان د بطن د ښی پورتنی برخی د درد صفراوی کولیک (۲۵٪-۱۰) څخه شاکی وی او نور یی په دومدار ډول حاد کولیسیستایتس صفراوی طرقو ډبری او یا هم د صفراوی کڅوړی ډبری پانکراتیت لری د خطر سره مخامخ ناروغانو پیژندل ډیر ګران کار دی چی د کوم اختلاط سره مخ شوی دی خو سره لدی مطالعاتو ښودلی دی چی صرف یو څه لږه فیصدی ناروعان بی عرضه ډبری لری او د ډیر وخیمو اختلاطو سره مراجعه کوی. د بی عرضه ډبرو د درملنی په هکله د کلونو راهیسی مباحثی روانی دی خو بیا هم راپورنه دا وایی چی د بی عرضه ډبرو طبیعی تاریخچی له مخی یوه سلیمه حادثه ده او په مقدم او یا هم په وقایوی ډول کولیسیتکتومی ښه استطباب لری خو دوو مطالعو دا ښودلی چی ۱۰٪ څخه لږ ناروغان چی بی عرضه ډبری لری د پنځو کلونو په ترڅ کی د اعراضو دمینځته راتللو سبب ګرځی خو ددی مطالعاتو په هکله ځینی مشاهدی موجود دی او ډیر سوالونه لا تر اوسه پوری حل شوی ندی خو یوه مسله چی ددی مناقشی په هکله ده چی معلومه شی چی په حقیقت کی کوم عرض مینځته راوړی خو دا په ډاګه ده چی یو شمیر ناروغان دی چی صفراوی ډبری لری خو درد نلری خو بد هضمی شدیده بطنی ناراحتی او حتی په خفیف ډول بطنی انتفاخ یی لمړنی تظاهراتو له جملی څخه شمیرل کیږی هغه ناروغان چی بد هضمی څخه شاکی ندی او بیلری کولیک نلری نو د کولسیستکتومی څخه وروسته هم د قنات وړ حالت نلری.

په حقیقت کی ۷۰٪ دغه ډول ناروغان د کولیسیستکتومی څخه واضح قنات لری خو په هر صورت دا وړاندیز کوی چی غیر وصفی اعراض معمولا د صفراوی ډبرو له وجی نه وی نو د کولیسیستکتومی پواسطه یی اعراض له مینځه ځی خو په هر صورت داسی وړاندیزونه هم شته چی دا غیر وصفی اعراض د صفراوی ډبرو له وجی وی نو دا ناروغان د بی عرضه ناروغانو په نوم نومول مناسب کار ندی.

خو ناکافی معلوماتو موجود دی چی معلوم کړی چی د ناروغانو طبیعی تاریخچی مشخصه شی نو ځکه د وقایوی تداوی رول لا تر اوسه معلوم ندی همدارنګه د خولی د لاری د ډبرو د منحل کولو درمل هم ناهیلی منځته راوړی ده او دغه پایلی یی د اقتصاد له مخی ګرانی تمامیږی نو د بی عرضه تیږو په تداوی کی کومه مناسبه معنی نلری.

ددی پشان لږ څه نور معلومات هم شته چی د تیږو ماتول (لیتوتراپسی) او یا هم د تیږو منحل کول د درملو پواسطه د بی عرضه ډبرو لپاره ځینی قواعد لری نو مقدمه کولیسیستکتومی باید په ټولو بی عرضه ډبرو کی په پام کی ولرو خصوصا هغه ناروغانو کی چی د صفراوی طرقو د اختلاط د مینځته راتګ توقع پکی کیږی او یا هم په هغه ناروغانوکی چی لوی خطی فکتور لری او په هغه ناروغانوکی چی عملیات پکی د خراب طبی حالت له وجی مظاد استطباب ندی د  مثال په ډول حاد کولی سیستیت چی کله په  immunosupreesed  ناروغانو کی واقع شی یو خطرناکه ژوند تحدیدونکی اختلاط دی نو لدی وجی مقدم (early کولیسیستکتومی) په هغه ناروغانو کی چی بی عرضه صفراوی ډبری لری توصیه کیږی او هغه ناروغان چی د یو بل علت لپاره لاپراتومی کیږی او یا هم د کومی عضوی transplantation کیږی باید تر سره شی نو په بی عرضه ناروغان کی لاپراسکوپیکه کولیسیستکتومی په ډیرو ناحیو کی د بی عرضه ناروغانو لپاره یو ښه استطبابی ازادی مینځته راوستله.

[irp][irp][irp]

ډیر عام کلینیک اعراض:

غیر وصفی اعراض:- د صفراوی ډبرو ناروغان مبهم بطنی ناراحتی لری خو سره لدی په وصفی ډول وروسته د غذا د خوړلو څخه درد مینځته راځی او ناروغ په دی قادر نه وی چی د غذا د خوړلو او درد د مینځته راتللو تر مینځ وخت به ډیر ښه ډول بیان کړی او دا ناراحتی د ګیدی په ښیی پوړتنی برخه کی وی سربیره پردی نور ناروغان د شرصوفی ناحیی د درد څخه شاکی وی نو د غیر وصفی اعراضو څخه هم شایک وی چی کیداشی د صفراوی ډبرو ناروغان یی ونلری لکه flatulence ارګمی او د زړه سوځیدل.

صفراوی کولیکی درد:

صفراوی کولیکی درد معمولا سیستیک قنات hartmann pouch اویا هم صفراوی لاروکی د ډبری د بندش له کبله مینځته راځی د کلیک اصطلاح یو څه د درد څخه تو پیر لری ځکه د درد وصف یی د نورو غړو د کولیکی دردونو څخه توأیر کوی هغه پدی ډول چی د امعاوو او حالب دردونه سره توپیر شی پدی ډول چی دا کولیکی دردونه په وقفوی ډول وی او سپاسمودیک وی او د لنډی مودی لپاره وی خو د صفراوی کولیکی دردونو وصف پدی ډول وی چی په سرعت سره زیاتیږی او شدت یی ډیر وی او ناراحتی موده یی زیاته ده چی تر څو ساعتونو پوری دوام کوی خو په تدریج سره یی شدت کمیږی خو د پخوا پشان د صفراوی کولیک درد په بطن ښیی پورتنی برخه او middle epigasrium ناحیه کی وی او د ملا ناراحتی د ښیی scapular ناحیی په انسی سفلی برخه مینځته راځی BOA’S SIGN خو سره لدی درد په ښیی اوږه کی موجود وی د صفراوی کولیک دردونه معمولا د غذا د خوړلو څخه وروسته مینځته راځی او تل د زړه بدوالی او کانګو سره یو ځای وی دا  حملی معمولا د شحمی غذا سره مینځته راځی او نورو غذاګانو سره هم مینځته راتلای شی..

۲-۱۳ د صفراوی کڅوړی حاد التهاب (حاد کولی سیستیت):

د صفراوی کولیک او صفراوی کڅوړی حاد التهاب کینیکی منظره یو د بل سره مغالطه کیږی او د کلینیکی له مخی ډیر ګران کار دی چی سره توپیر شی او داسی فکر کیږی چی دا دواړه داسی واقعات دی چی سره نه توپیر کیږی د صفراوی کولیک سره ورته د حاد کولی سیستیت مینځته راوړنکی فکتور دادی چی ډبره په سیتیک قنات او یا هم په hartmann’s puoch کی بندیږی نو د درد شروع وصف او د کولی سیتیت د ناروغ سره باید وکتل شی خو بر خلاف د صفراوی کولیک سره لدی چی درد عموما د څو دقیقو څخه تر څو ساعتونو پوری دوام کوی او د صفراوی کڅوړی حاد التهاب درد دوام     حتی تر څو ورځو هم موجود وی نو د التهابی پروسی سره صفرا کڅوړه نوره هم متوسع کیږی او پای کی مجاور جداری پربتوان په التهاب باندی اخته کوی او ددی پسی ناروغ په وصفی ډول نور هم د بطن ښیی پورتنی برخه درد څخه شاکی وی ځینی وختونه په اعراضو کی توپیر مینځته راځی او درد د visceralنوعی څخه parietal نوعی ته تحول کوی ډیر ناروغان نوم اعراض هم لری لکه بی اشتهایی، زړه بدوالی او کانګی چی په تنیجه کی د پریتوان د تخریش سره یو ناروغ نشی کولای چی حرکت وکړی او په بستر باندی استراحت ډیر خوښوی.

د حاد کولی سیستیت عمده اعراض پدی ډول دی چی morphy’s sign   پکی مثبت وی چی پدی کی ناروغ د شهیق په صفحه کی د بطن ښیی پورتنی برخه د عیمق جس کولو په وخت کی ساه نشی اخیستلی او معمولا صرف د بطن ښیی پورتنی برخه درد او ناراحنی د ساده billiary colic سره توپیر کیږی او همدارنګه د لابراتواری معایناتو پوسیله    ډیر وصفی نه وی ډیر ناروغان چی uncomplicated صفراوی کڅوړی حاد التهاب لری خفیف leukocytosis (۱۵۰۰-۱۲۰۰ میلی لیتر) لری او خفیف ژیړی هم کیدای شی چی ولری لو تقریبا ۲۰٪ واوسی  او دا په وصفی ډول د صفراوی طرقو د التهال له وجی وی.

۲-۱۳-۱  پتوجنیزس:

سره لدی چی حاد کولی سیستیت د بطن د عمده عاحلو پیښو څخه شمیرل کیږی د مریض د منځته راتللو کوم واضح علت یی معلوم ندی acute chlecystitis  په ۲۰٪-۱۰ صفراوی کڅوړی په ډبرو کی مینځته راځی د سیستیک قنات بندش په صفراوی کڅوړه کی د التهاب له وجی مینځته راځی د حاد کولی سیستیت لمړنی مرحله په حقیقت کی یو بیو شیمیک تغیر دی او باکتریایی انتان د ناروغی په مینځته راتللو کی ډیر رول نلری هو یو تعداد التهابی میداتورونه یی په مینځته راتللو کی دخیل شمیرل کیږی لکه pancreatic , lithogenic bile , bile acids phospholipase A , lysolecithin , juice  او پروستاګلاندینونه نو د دوی څخه هر یو یی                    د حجروی مرګ او التهاب د مینځته راوړلو وړتیا ولری خو سره لدی لمړنیو مطالعاتو ښودلی دی چی د صفراوی تیزابونو او پانقراص عصاره مجروح کولو کی رول لری خو ډیرو اوسنیو مطالعاتو ښودلی چی د phaspholipase A , lysolecithin  او پروستاګلاندین هم سببی رول لری ځکه چی lysolicithin  د  hydrolysis څخه منشه اخلی او د صفرا په ترکیب کی هم شامل دی چی lecithin  په  lysolicithin  باندی بدلوی او دا مواد د صفرا د رکودت سبب ګرځی او کیدای شی چی ټول مینځته راوړنکی ګروبونه چی ددی جوړیدلو لپاره په prostaniod میتابولیزم کی اختلال مینځته راشی. نور داسی شواهد هم موجود دی چی پروستاګلاندین یی سببی عامل شمیرل کیږی ځکه د indomethacin تطبیق هم ددی ناروغانو د درد په ارامیدو کی رول لری ځکه چی دا درمل د  prostaglandine synthetasee inhibitor دی.

په ډیرو ناروغانو کی چی حاد کولی سیستست لر کیدای شی ناروی په خبله ښه شی ځکه کیدای شی ی ډبره به خبله د سیستسک قنات څخه لری شی او جسم خواته dislodge شی او سیستیک قنات خلاص پاتی شی نو پدی حالاتو کی ناروغ د خپلو اعراضو د کموالی څخه یادونه کوی خو عموما د ۴-۳ کلونو په موده کی اغراض ونلری او که چیری د سیستیک قنات بندش دوام وکړی نو ډبره به په lumen کی پاتی شی او حتی په   Hartman pouch کی هم نو ناروغی به همداسی دوام کوی نو پداسی ناروغانو کی ۱۰٪ واقعات یی د صفراوی کڅوړی حاد التهال د اختلاط سره مراجعه کوی لکه perforation , empyema , gangrene او یا هم  cholangitis…

لیکوال: دوکتور علي احمد قانع

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب