4G څه ډول تکنالوژي ده؟

د معلوماتو عصر ته ډیجیټلي عصر هم ویل کیږي. دا هغه عصر دی، چې وګړي کولای شي معلومات په وړیا او ازاده توګه توضیح کړي. دغه عصر دمعلوماتو په ویشلو او توضیع کې په بې ساري ډول پرمختګونه را منځته کړي دي، چې دغه پرمختګونه په ساینس ، ټیکنالوژۍ ، اقتصاد ، طب او دعلم په نورو برخو کې راوستي دي. د مالوماتو دلاښه توضیع کولو لپاره ځانګړې ټیکنالوژۍ ته اړتیا وه. دغه اتکنالوژي به نه یواځې معلومات وګړو ته ورسوي؛ بلکی سرعت هم یوبله اساسي اړتیا ده، ترڅو وګړي وکولای شي په اسانۍ او لږ وخت کې مالومات ترلاسه کړي.

د مخابراتو تکنالوژۍ په برخه کې په وروستیو ۴ لسیزو کې ډیر پرمختګونه شوي. د وایرلیس یا بې لاینه مخابراتو ګټه داده، چې لګښت یې کم ، وګړو ته په سیار یا ګرځندنه ډول لاس رسی ورکوي. نن سبا دبهرنیو ملکونو وګړي بریښنایي بانکداري کوي او له خپل ګرځنده مبایل څخه انلاین پیرنه تر سره کوي، لکه: ټکیټونه، انلاین سوداګري او نور، چې د دې ټکنالوژۍ پیل له لومړي نسل یا ۱ جي, 1 (First generation G څخه وو، ددې سرعت او چټکتیا ډیر کمه وه، چې ورورسته بیا دویم نسل 2G  رامنځته شو، دغه ټیکنالوژي ترپخوا ډیر سرعت لاره، خو بیا هم پرمختګ او څیړنی ونه دریدې، لدی نه وروسته څلورم نسل یا 4G  ټیکنالوژي رامنیځته شوه.

۴ جي ټیکنالوژي:

۴ جي ټیکنالوژي دمخابراتو بې لاینه خدمات دي. ددی لپاره چې دننني عصر اړتیاوې پوره شي، لکه: په زیاته اندازه مالومات له انټرنیټ څخه را ښکته کول، ویډیو کنفرانس، مولټی میډیا ، په ژوندۍ بڼه ویډو خپریدنه هغه اړتیاوې دي، چې دا ټکنالوژي یې رامنځته کړه. ددې ټیکنالوژۍ سرعت ګرځنده موبایلونو کې له 100Mbps  نه بیا تر 1Gb  پورې رسیږي.

۵ جي ټکنالوژي:

د پینځم نسل یا 5G  باندې کار له په ۲۰۱۰ م کال شروع شوی او په ۲۰۱۵ م کال کښی به ګتې ته وسپارل شي، دغه ټکنالوژي به په بې لاینه ډول مخابرات عرضه کوي. د دغې ټکنالوژۍ ښکتنی سرعت 1Gb  او لوړ یې تر 1Gb  زیات دی.

ګرځنده موبایل انټرنیټي خدمات دبیړنیو کارونو لپاره کارول کیږي، هغه ډول انټرنیټ، چې کم مصرفه او مالومات یې ډیر لوړ وي، ددې لین لرونکی انټرنیټي خدماتو پروژې لومړني لګښت که څه هم ډیر زیات دی، خو وروسته ډیر ارزانه تمامیږی. دغه ډول انټرنیت دصنعتي، ای ټي کمپنیو، دولتي او نادولتي ادارو کې ډیر اهمیت لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

واسع ویب یوتیوب چینل

د ملاتړ لپاره چینل سبسکرایب او له نورو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



پوهنتون ښوونیز یوتیوب چینل

پوهنتون چینل سبسکرایب او له زده کوونکو سره شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

Back to top button
واسع ویب