د دنیا او آخرت سره د محبت پایله- حدیث

وَعَنْ أَبِي مُوسَى – رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ – قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” «مَنْ أَحَبَّ دُنْيَاهُ أَضَرَّ بِآخِرَتِهِ، وَمَنْ أَحَبَّ آخِرَتَهُ أَضَرَّ بِدُنْيَاهُ، فَآثِرُوا مَا يَبْقَى عَلَى مَا يَفْنَى» “. رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَالْبَيْهَقِيُّ فِي (شُعَبِ الْإِيمَانِ).

ژباړه: د ابوموسی رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چی د خپلی دنیا سره محبت وکړی خپل آخرت ته به تاوان ورسوی او څوک چی خپل د آخرت سره محبت وکړی خپلی دنیا ته به تاوان ورسوی نو تاسو پاته کیدونکئ شئ پر ورکیدونکی شی باندی غوړه کړئ.

یعنی څوک چی د دنیا سره ډیر محبت ولری دومره محبت چی درلودل یې په عباداتو او طاعاتو کی د سستۍ لامل جوړ سی، خپل دنیوی ژوند ټوله په دنیوی کارونو کی ولګوی نو دغه سړی د دنیا سره د محبت په خاطر خپل آخرت خراب کړ. او څوک چی د آخرت سره محبت ولری، د الله پاک عبادت او طاعت کوی، ټوله اوامر یې پر ځان باندی عملی کوی نو د آخرت په کارونو کی به کامیابه سی خو په دنیا کی به ارومرو د ستونزو سره مخامخ کیږی چی صبر او تحمل یې د ناکامۍ څخه ژغورلائ سی.

نو د دنیا او آخرت مثال داسی دئ لکه د ترازو دوې پلې هره پله چی درنه سوه هغه بله به سپکه وی نو که دچا د دنیا پله درنه سوه د آخرت پله به یې سپکه او که یې د آخرت پله درنه کړه د دنیا پله به یې سپکه وی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب