شاعري‌ د اسلام له نظره

رسول الله ﷺ فرمایي: ستاسو کوم یوه سینه چې له “نوونو” نه ډکه شي، دا ډېره ورته ښه ده چې له شعرونو ډکه وي. ‏قال رسول الله ﷺ: لأن يمتلئ جوف أحدكم قيحا؛ خير له من أن يمتلئ شعرا. متفق عليه

أبو عبید وایي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې ټوله بوختیا یې شعرونه وي او قرانکریم او د الله ذکر یې هېر کړی وي. او هیڅ توجه نه ورته کوي. که چرته یې په قران او علم بوختیا زیاته وه هغه شاعر نه په کې راځي. سنن أبي داود [٥٠٠٩].

د حدیثو د امام النضر بن شمیل یوه شاګرد چې دا حدیث واوريدي هک حیران پاته شو النضر ورته وویل: زموږ سینې ټولې له شعرونو، نه دې ډکې، بلکي قران، علم او د الله ذکر هم په کې شته. دا حدیث د هغو بدوګانو په اړه دی چې له شعر پرته نور هیڅ نه لري.

زموږ د افراطي خوی له برکته .. کله مو چې د چا له کوم شي سره مینه شي د افراط اوج ته ځان په کې ورسوي، د فېسبوک زیاته بوختیا یې یوه بېلګه ده. له شعر سره هم د ځینو لیونۍ او افراطي مینه اخیر دې حد ته ورسیږي چې ټوله سینه یې له شعرونو ډکه شي او نور هیڅ نه لري او دا ډول خلک د دې حدیث مصداق دي. نو شاعران او د شعر مينان وروڼه دې متوجه اوسي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب