اسلام او پرمختګ

 

زموږ په ټولنه کې داسې فکر کیږي چې ګواکې اسلام یا اسلامي نظام او یا هم په نبوي ﷺ افکارو باندې عمل کول د پرمختګ لپاره مانع دي، خو داسې نه ده!

اسلام دپرمختګ مخه نه نيسي البته پرمختګ ته وده ورکوي

اسلامي لباس ، اسلامي تمدن اواسلامي کلتور  دچا دپرمختګ لپاره خنډ نه جوړیږي  کفري هيوادونو که پرمختګ کړی هغه یې په ټایي ، پتلون  او ګیره خریلوسره نه ده کړی .

دغه عصري ټکنالوجي (پرمختګ) دقرآن کریم په ګڼ شمېر آیتونو کې ذکر ده.

په خپله متعال خدای ﷻ  فرمایي [قُل سيرُوا في الارضِ فانظرْ کیفَ کانَ عاقبةُ الذینَ مِن قبلهمْ]

دویمه خبره زموږ په ټولنه کې داده چې عام خلک دیني تعلیم او عصري تعلیم سره ټکر بولي خو نه! هیڅکله نه!

کولای شو چې دعصري تعلیم تر څنګ دیني تعلیم ته هم وخت ورکړو او ددې په ذريعه خپله زندګي برابره کړو .

دیني تعلیم دهر مسلمان ضرورت ده ځکه دنیا کې دژوندون مطلب همدا خبره ده چې ددین په ذده کړې سره موږ دالله ﷻ  پېژندنه وکړو او دهغه د عبادت حق ادا کړو .

حسن بصري رحمه الله فرمایي:

څوک چې دالله ﷻ  پېژندنه په کاملې طریقې سره وکړي: هغه به ضرور له الله تعالی سره محبت لري.

دنړۍ کفري هيوادونه هڅه کوي تر څو مسلمان ولس دیني تعلیم سره نا اشنا کړي چې په دې بي دیني لازم ده خو مسلمانان باید دکفر دغو اهدافو ته متوجې اوسي!

وما علینا الاالبلاغ

ليکنه: احمدالله حسین خیل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب