اسلام ولی له ديموکراسۍ سره په ټکر کې دی ؟

دموکراسي:

دموکراسي  Democratie يوه لاتيني کلیمه ده چې له دو برخو جوړه شوي ده Demos په منعی د خلکو او Cratie په معنی د حکومت چې پوره معنی د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .
ددی نظام جوړونکی بشر دی، آساسی هدف يې د دولت له دين څخه جلاوالی دی يعنی يو بې دينه حکومت چې حکومتي قوانين يې پربې دينی ولاړ وي ساختګي به وي ولی د ټولنی د افرادو لپاره د دين آزادی شته خو کله چې پرټولنه يو بې دينه حاکميت وي خامخا به له ټولنی څخه هم دين کميږي .
په غرب کې د دموکراسۍ نظريه هغه وخت مينځ ته راغله چې مسيحيت ونه شوای کړای د بشر مشکلاتو ته قانع ځواب ووايي ځکه مسيحيت خو منسوخ شوي او په بشپړه توګه تحریف شوی دين ؤ چې د خپلو خواهشاتو پر بنا جوړ شوی ؤ .

د دموکراسۍ اساسی اهداف :

۱- د حکومت څخه د دين جلاوالی
۲- مساوات
۳- بې قيده او بې واکه آزادي

ولی اسلام له دموکراسۍ سره په ټکرکې دی ؟

۱-   په ديموکراسۍ کې د حکومت او دين جلاوالی :

 د ديموکراسۍ فيصلی او قوانين ساختګي دي د خلکو لخوا جوړ شوی دي ولی د اسلام ټول قوانين او فيصلې  الهی قوانين دي  إِنِ الْحُـــــكْمُ إِلَّا لِلَّهِ
ځکه چې د ټولو پيغمبرانو عليهم سلام د رسالت يو آساسي هدف داؤ چې په ټولنه کې عدل قايم کړي واضح ده چې د عدل د قايمولو دنده د يوه حکومت وي .
قوله تعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)
ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .
او بل دا چې :
د اسلام تاريخ په دو برخو ويشل شوی دی د تکوين دوره او د حکومت او شريعت د تأسيس دوره .د تکوين دوره چې په مکه کې د وحی د نزول نه شروع وه پيغمبر صلی الله عليه وسلم د الهی جل جلاله دستور له مخې د شرک او بت پرستی پر وړاندې مبارزه کوله او خلکو ته يې د اسلام دعوت کولو پدغه دوره کې رسول الله صلی الله عليه وسلم او يارانو يې د مشرکينو لخوا سخت تکليفونه ګاللی دي چې آخر انجام يې دا شو چې مسلمانانو تصميم ونو تر څو حبشی ته هجرت وکړي .
څه وخت ورسته رسول الله صلی الله عليه وسلم د يثرب له خلکو سره دحج په ورځو کې په سياسي کار لاس پورې کړ د يثرب له خلکو سره لومړی د (عقبه ) تړون وکړ او ور پسی بل مهم دفاعي تړون (د دوهم عقبه يا عقبه کبری ) په نوم وکړ پدغه تړون کې د انصارو ۷۳ کسان نرينه او دوې ښځې موجودی وې .
چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې د عقبه په وادی کې د کلکې دفاع تړون لاسليک کړ .
يعنی مخکې لدې چې په مدينه کې يو کلک اسلامې حکومت جوړ شي  رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډيرو سختو شرايطو کې سياسی هلی ځلی پيل کړې او په مدينه کې يې د يو حکومت د جوړولو لپاره تړونونه وکړل .
د مدينی منوری ټوله دور د حکومت او شريعت په تأسيس کې تير شوي ده .
نو دين به ولې له حکومت څخه جلاوي ؟

۲- مساوات :

په ديموکراسۍ کې نر او ښځه مساوي ګڼی او دوی ته د مساوي دندو ور سپارل يې قانون دی :
د رد دلايل :
داسلام مقدس دين دنر او ښځی مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .دښځې اونر ترمنځ چه په ځنو حقونو او دندو کې فرق ورکړ شوي دي دا فرق دفطري اختلافاتو په نظرکې نيولو سره شوی دی چه دا اختلافات په قطعي توګه په ښځه اونرکې موجود وي .
داسلام مقدس دين چه د ښځی اونر ترمنځ دحقوقو او دندو يا وظايفو کوم ويش کړی دی ډيرعادلانه ،د هر اړخيز حکمت،مصلحت او د فطری جوښت په نظر کې نيولو سره کړی دی .
نريا ښځه هغه وخت خپل آساسی وظايف په کاميابۍ سره تر سره کولای شي چه دفطری جوړښت مطابق وظيفه او دنده ور وسپارل شي .
مثلاٌ ښځه نسبت نر ته دلوړ رحم ،عاطفې او زړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دمور کيدلو لوړ قابليت لري .
هغه مور وي چه کومه شپه يې اولاد نارام يا ناروغ وي تر سبا دخپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای شي ؟ نه
اسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی:
قوله تعالی ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ ) (سړي حاکمان دی پر ښځو باندې په سبب ددی چې فضيلت ورکړی دی الله ځنی د دوی پر ځنو نورو باندې ).
دا ځکه چه سړي د کور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثو لپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت هم دنرينه لپاره مناسب وي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي .خو حکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسي .
يو خو دا چه دغه دنده د ظالم ،جابر ،بدمعاش او مجرم پر وړاندې مبارزه او د خلکو د حقونو ساتنه يوه درنه دنده ده دښځی د فطري جوښت سره مناسبه نده .بل دا چه ښځه نسبت نر ته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلو سره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،او عاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .

۳- بې قيده او بې واکه آزادي :

د رد دلايل :
هو د اسلام په مقدس دين کې د مصلحت لپاره د بيان پوره آزادی شته د مثال په ډول ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت په دوره کې خپل رعيت ته وايي که زه د تاسې شکاياتو ته غوږ ونه نيسم نو په ما کې خير نشته او که تاسې ماته خپل غيبونه را په ګوته نه کړﺉ نو بيا پر تاسې کې خير نشته .
همدارګه د اسلام دوهم خليفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه يوه ورځ پر منبر د وغظ لپاره پورته شو يو کس را ولاړ شو او ورته ويې ويل : تر هغه د دعوت او تبليغ حق نلرې تر څو چې زما پوښتنې ته ځواب ونه وايې اميرالمؤمنين ورته وايي څه پوښتنه ده ؟ ووايه ، هغه کس ورته وايي پوښتنه داده چې د ټولو لنګونه يوشان ؤ (د غنيمت په پيسو رخت اخيستل شوی ؤ چې ټولو ته مساوي ويشل شوی ؤ) ولی ستا لنګ اوږد دی ؟
اميرالمؤمنين ورته وايي ډير ښه دا ځکه اوږد دی چې زما قد څه لوړ ؤ هغه لنګ نه رسيدلو د خپل زوی لنګ مې ورسره يوځای کړی دی .پوښتنه کونکی وويل اوس پوه شوم تبليغ پيل کړه .
د بيان آزادی خو دې ته وايې چې په هغی کې خير او مصليحت وي .
ولې په اسلام کې د بيان دا ډول آزادۍ ته اجازه نشته چې په هغې کې د دين ، قوم او شخص سپکاوي وي لکه د ننۍ ديموکراسۍ د بيان آزادي .
په اسلام کې د ژوند پوره آزادی ده چې هر کس به د انسانيت ،ادب او اخلاقو په چوکات کې پر خپلو ټاکل شوو حدودو روان وي .خو داسې آزادی پکې نشته چې يو کس د انسانيت خلاف خپل ځان لوچ کړی او مزی وکړي .
داسې آزادی پکې نشته چې د زړه په وينو اولاد لوی کړه خو بيا چيری يې چې زړه وي هلته مزی چړچې کوي مور او پلار څه نشي کولای که څه اقدام وکړي نو هغه جرم دی او د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله ده .
داسې آزادی پکې نشته چې د حيوانيت تر قانون هم پست ژوند وشي يعنی د همجس بازی په ډول جنسی افعال .
لنډه داچې ديموکراسۍ د دين ، انسانيت ، سړيتوب ، ادب او اخلاقو څخه د ټولنی آزادول دي او د يوی ټولنې د حيوانيت طرف ته بول دي ./  آن لاين اسلامې لارښود

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب