یوروسیمه که اروپایي اتحادیه

یوروسیمه او اروپایي اتحادیه یو له بله توپیر لري. اروپایي اتحادیه کې د اروپا ټول غړي هیوادونه ګډون لري خو یوروسیمه کې د دې ټولنې یواځې ۱۹ هیوادونه غړیتوب لري. دا اصلاً د اروپایي اتحادیي د ۱۹ هیوادونو پولي ټولنه ده چې یورو د خپلې واحدې پولې پیسې/بانکنوټ په توګه کاروي.

له ډنمارک او انګلستان پرته، نور ټول غړي هیوادونه د یورو تر لازمو شرایطو لاندې دي. د یوروسیمې پولي سیاست د اروپا مرکزي بانک په غاړه لري. د دې بانک مشري د یوه کس په غاړه وي چې بورډ یې ټاکي. بورډ کې بیا د غړو هیوادونو د مرکزي بانکونو رئیسان غړیتوب لري.

چټکه پرتله:

په ۲۰۱۲ کې یوروسیمې ۳۵۳ میلیونه وګړي لرل خو اروپایي اتحادیې په ګډه ۵۰۶ میلیونه نفوس درلود. همدارنګه د یوروسیمې جې ډې پې ۱۱ تریلیون ډالره وه خو د اروپايي اتحادیې ۱۷ تریلیونه ډالره. د امریکې متحد ایالاتو په همدغه کال ۳۱۴ میلیونه وګړي لرل او د جې ډې پي اندازه یې ۱۶ تریلیون ډالره وه.

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ