یاالله | مه خفه کېږه! (۱)

یاالله:
( یَسْألُهُ مَن فِی اٌلسَّمَوَاتِ وَاٌلأَرْضِ کُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِی شَأْنٍ )

« په اسمانونو او ځمکه کې چې هر څوک دی، ټول خپلې اړتیاوې له همغه نه غواړی، هره شیبه هغه په نوی شان کې دی. ”
کله چې سمندر توپاني شي، څپې يې راپورته شي، او له هرې خوا څخه پر کیشتۍ راماتې شي، نو د کیشتۍ سپاره خلک چغې کړي، چې: یـــاالله!

کله چې کاروان په دښته کې لاره ورکه کړی، او کاروانیان دلارې پر موندلو بریالی نشي؛ نوغږ کوي، چې: یــاالله!

کله چې انسان له ستونزو او پیښو سره مخ شي، اود خلاصون لاره ورته پیدا نه کړی؛ نو غږ وکړی، چې: یـــاالله!

کله چې د بیوزلو او سوالګرو پر وړاندې ټولې دروازې وتړل شي، غږ وکړي، چې: یـــاالله!

your ads

کله چې تدبیر کار ونه کړی، لارې وتړل شي، اوناهیلی رامنځته شي، غږ وشي، چې: یـــاالله!

کله چې پراخه ځمکه پر چا تنګه شی، او زړه يې خولې ته راشي، نو غږ وکړی، چې: یـــاالله!

یوازې الله تعالی ددی وړ دی، چې سپیڅلې خبرې، له اخلاص نه ډکې دعاګانې، رښتنی غږ اوپاکې اوښکې ورته پورته کیږی.
په فریاد، چغو او دعاؤ کې یوازې د همده نوم پر ژبه وي، زړه یوازې د الله تعالی په یاد ډاډ ترلاسه کوي، احساس او ذهن ورسره ارامیږی، عقل بیرته راګرځی، او انسان ته دا یقین پیدا کیږی، چې ( اللهُ لَطِیفٌ بِعِبَادِهِ ) “الله تعالی له خپلو بند ګانو سره د رحم او کرم چلن کوی.»

الله! څومره ښکلي نوم دی، څومره ښکلی توري يې دی، څومره قیمتي کلمه او رښتینی تعبیر یې دی! ( هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِیّاً ) . «ايا بل څوک دده هم نامه شته؟ »

ددې نوم په یادولو سره سملاسی د غناء، بقاء، قوت او نصرت، عزت، قدرت او حکمت لرونکي ذات تصور ذهن ته راځی: ( لمن الملک الیوم الله الواحد القهار ) «په هغه ورځ به څوک د واک څښتن وي!؟ الله !»

دالله تعالی دنامه په ویلو سره د نرمۍ، ورکړې، مرستې، مینې او احسان پلوشې راښکاره کېږي.

( وَمَابکُم مِّن نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللهِ)

«هر څه چې مو ترلاسه کړي، ټول د الله له لوري دي، الله! دجلال او عظمت څښتن»

د عرب شاعر په وینا: «ستاجلال او سپېڅلتیا به څنګه بیان کړو، ځکه د لغاتو ټولې زېرمې ستا دجلال له تعبیرولو څخه عاجزې دي.»

پــــــــــروردګـــــــاره! خفګان مو په خوښۍ، غم مو په خوشحالی او وېره موپه امن بدله کړه، اې الله! دزړه اور مو د یقین په یخو اوبو اودنفس سکروټې مو د ایمان په خوند یخې کړه، اې الله! ویښې سترګې موپه خوب او اندېښمن نفس مو د ډاډ په ترلاسه کولو سره بریمن کړه، ای کریم ربه! ګمراهانو ته هدایت وکړه، اودبې دینۍ له لارې څخه یې واړوه.

یـــــاالله! وسوسې مو د نوراني وړانګو په واسطه له منځه یوسه؛ دباطل په لومه کې ګېر نفسونه مودحق دلښکرو په واسطه ازاد کړه، دشیطان چالونه اوتدبیرونه د خپل نصرت په مرسته تباه کړه.

ای الله! زموږ غم، خپګان او اندېښنې له منځه یوسه، موږ له وېرې او بې زړه توب څخه تاته پناه در وړو، په تامو ایمان دی، له تا څخه مرسته غواړو، بې شکه چې ته ډیر غوره مرستندوی یې.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب