ګندنه ګټې (Leek)

 ګندنه زیاتی فایدې لری ، په ګندنه کی 90٪ اوبه یو ګرام پروتین 5 ګرامه شکر دی په ګندنه کی ویټامین ای ، ویټامین بی او ویټامین سی ، کلسیم ، فوسفور ، پو تاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین وجود لری ګندنه لکه پیاز دمکروب ضد ده ، دګیډی څخه چنجیان خارجوی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،اواز صافوی غزلچیان یی داواز دصافولو دپاره خوری، دسل وناروغ ته زیاته ګټه رسوی ، دقولنج ناروغ ته ګټه رسوی،جنسی طاقت زیاتوی ، بلغم خارجوی ،کولمی پاکوی.

هغه کسان چی وینه یې کمه وی وهغوی ته زیاته ګټه لری ،دمثانی او پښتورګی التهاب سموی ، اعصاب قوی کوی او شریانونه نرموی ،بولی زیاتوی ، هغه کسان چی دبندونو دردونه لری یا روماتیزمی دردونه لری وهغوی ته ډیره ګټه رسوی ،شیدې زیاتوی دګندنی په اوبو اوړه خیشته کړی او پر چنجکۍ کښیښږدی دچنجکۍ زؤب به خارج سی.

دډیر سخت ټو خ دپاره تازه ګندنه دلږ څه ګبین سره ګډ کړی او سهار په نهاره وخوری ټوخ به ارام سی ، دشاشه بنده دپاره لږ ګندنه وایشوی او دزیتون غوړی په ګډ کړی تاوده یې ترنامه لاندی یعنی پر مثانه ورکښیښږدی بولی به یې ایله سی ، دماشومان ددانو دپاره لږ څه دګندنی اوبه دشیدو سره ګډی کړی او دماشوم مخ په غوړ کړی هغه سری دانی به ورکی کړی جلدی پاړسوب هم سموی

شهير هوتک

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب