ګروشوي كور په كرا وركړم؟
پوښتنه:
ما له يوه چا نه كور په ګرو اخيستى او اوس ترې غواړم چې پيسې مې بيرته راوسپاري، خو د كور خاوند موافقه نه كوي. آيا زما لپاره جواز لري چې كور په كرا وركړم؟
ځواب:
زمونږ او ستاسې په سيمه كې د مروجو ګرويو په اړه احتياط پدې كې دى چې ځان ترې وساتل شي.د پور له لارې جلب شوي شي څخه د ګټه اخيتسنې د نه جواز په اړه لاندې نصوص دلالت كوي:انس رضى الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي: كله چې ستاسې څخه كوم يوه چا ته پور وركړ او هغه په بدل كې ورته ډالۍ (هديه) وركړه او يا يې بلنه وركړه څو د هغه په ساروي سپور شي نو نه دې له هغه څخه ډالۍ قبوله كړي او نه دې سپرلۍ وكړي مګر دا چې دا ډول چلند د هغوى تر منځ له پخوا شته وي.ابي بردة د ابي موسى زوى وايي: زه مدينې ته راغلم او له عبدالله بن سلام سره مخامخ شوم. هغه راته وويل: ته پداسې ځاى كې يې چې هلته سود ډير رواج دى نو كه په چا دې څه حق و او هغه درته د وښو او يا وربشو بار ډالۍ كړ نو مه يې قبلوه ځكه دا سود دى. مشكاة المصابيح.حارث د ابي اسامه زوى په خپل مسند كې روايت كړى وايي: هر پور چې ګټه راوړي هغه سود دى. خو د ګرو شوي څيز د كارولو د جواز په اړه بيا د حنفي مذهب له كتابونو څخه راغونډ شوي نظرونه په لاندې ډول دي: په (الدر المختار) كې راغلي: كه يو څوك يو عين پدې شرط په زر روپيو وپلوري چې كله يې پيسې بيرته ورته وسپارلې نو عين به يې خاوند ته ورګرځوي. شافعيان دې كار ته (رهن المعاد) وايي او په مصر كې يې (بيع الامانة) بولي او په شام كې د (بيع الاطاعة) په نوم ياديږي.په (ظهيريه) كې دي چې كه له عقد څخه وروسته يې كوم شرط زيات كړ د امام ابوحنيفه له نظره په عقد پورې ملحق كيږي.
په (المجمع الضمانات) كې راغلي: په هغه بيع كې چې خلك يې بيع وفاء يا جايزه بيع (پلورونكى پيريدونكي ته ووايي چې دا عين د هغه پيسو په بدل كې درباندې پلورم چې دې راباندې پور دي خو پدې شرط چې كله مې پيسې دركړې عين زما دى) بولي ډيرى علما پدې نظر دي چې د دې ډول بيعې حكم د ګروۍ دى او پيريدونكى د هغه عين مالك نه دى او له هغه څخه د ميوې خوړلو په صورت كې پيريدونكى ضامن دى. د پيريدونكي لپاره د ګرو شوي څيز كارول جائز ندي، مګر دا چې پلورونكى يې مباح وګرځوي او اجازه يې وركړي. كه دواړو د بيع تړون وكړ او وروسته يې كوم شرط د وعدې په څير كيښود، بيع جائزه ده او پر وعده وفا لازميږي، ځكه وعدې له دې مخې هم لازمي وي چې خلك ورته اړتيا لري.
خو اکثره علماء د احادیثو په رڼا کې دا کار سود (ربا) ګڼي او مسلمان باید ځان ترینه وساتي، ځکه چې مسلمان باید د شکمن شي نه هم ډه ډه وکړي.
والله اعلم