ګرم چای څښل بدن ته ډېر زيانمن دی

د لندن ايسټ کينت طبي پوهنتون او برټس ساينس ټولنې له خوا په ګډه طبي څېړنه کې ويل شوي، له چای څخه چې کوم لوګی خيژي، که دغه وخت کې يې څوک وڅښي، نو دغه لوګی انساني بدن ته ډېر زیات زيان اړوي.

ګرم چای څښلو سره د انسان له پوزې او نور بدنه د وينې تويدو ناروغی رامنځته کېدای شي او که د ګرم چای څښلو له امله د چا پوزه يا د بدن له بلې برخې وينه روانه شي، نو بايد تر څلورويشتو ساعتونو چای ونه څښي، تر څو د بدن رګونه په سمه توګه خپل کار له سره پيل کړي.

يوې پخوانۍ طبي څېړنه کې ويل شوي و، چې تاوده مشروبات څښل انسان د مرۍ په سرطان اخته کولای شي.

۲۰۱۲ز کال کې د ګليسګو طبي پوهنتون په خپله څېړنه کې ويلي و، چې څوک زيات چای څښي، نو د نورو خلکو په پرتله پنځوس سلنه زيات د غدود په سرطان اخته کېدای شي.


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب