کينه مه کوه | مه خفه کېږه! ۲۱

ایا له خلکو سره د الله تعالی له لوری په ورکړل شویو نعمتونو کینه کوئ!؟

کینه هغه تېزاب دی، چې هډوکی ورستوی، حسد او کینه هغه ناروغی ده، چې بدن تباه کوی.

مشرانو ویلی: کینه ګر  تل ناکراره وی، کینه ګر  د مظلوم په جامه کې ظالم او د دوست په جامه کې دښمن وی.

دغه راز مشرانو ویلی:  کینه نا اشنا شی دی، ځکه چې لومړی پخپله کینه ګر  له منځه وړی، له دې امله مخکې تر دې چې نور خلک پر موږ رحم وکړی، موږ باید پر خپلو ځانونو رحم وکړو، او له حسد او کینې څخه ځانونه وساتو.

کله چې له چا سره حسد کوو ، نو خپل ځان ناکراره کوو، دغه ناکراری زموږ غوښې خوری، وینې مو څښي، او خوب موله سترګو تښتوي، حسدهغه تنور دي چي په خپله کینه ګر پکې غورځیږی، او ناکراری، خفګان او اندېښنې هغه ناروغۍ دی، چې حسد یې رازېږوی.

کینه ګر له تقدیر سره په جنګ وی، پر الله تعالی د بې عدالتۍ تور لګوی، د شریعت په اړه بې ادبې او له الهی قانون څخه سر غړونه کوی.

حسد داسې ناروغۍ ده، چې هېڅ اجر نه لری، کینه ګر  تر مرګه ځان په اور سوځوی، یا تر هغه چې خلک د الله تعالی له ور کړل شویو نعمتونو محروم شوی نه وی، کینه ګر  کولای شی چې له هر چا سره مینه ولری، او د خوښۍ ژوند تېر کړی ، خو کینه ګر  په دې خوښېږی، چې ته د الله تعالی له لورول شویو نعمتونو بې برخې شې، او هغه وړتیا چې الله درکړې، له منځه ولاړه شی، او لرې یې وغورځوې، او که دغه کار دې وکړ، نو کېدای شی چې نیم زړه یې درنه خوشحاله شې!

د کینه ګر  له کینې څخه الله تعالی ته پناه وروړم، کینه ګر  هغه ښامار دی، چې څو یې خپل زهر د یو بې لارې انسان په بدن کې ورپرې ایښې نه وی، کرار نه مومی.

له دې امله تاسې ته نصیحت کوم، چې له کینه څخه ځان وساتئ،  له الله تعالی نه کینه ګرو  په اړه پناه وغواړئ، ځکه چې کینه ګر تاسې ته په کمین ناست دی.

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب