عمومی ارواپوهنه څه ته وایي؟

د “عمومی ارواپوهنه” موضوعات کومی دی؟ “

د ژبه تولید، د ژبه درک او د ژبه ارواپوهنه”:د ژبه د تولید موضوع:”د ژبه تولید” موضوع دلته د بيان د توليد موضوع، د “ژبنیز اظهار تولید” ته ، د “غږیدل تولید” ته، د ګفتار د تولید موضوع ته اشارات لری.یعنی: مثلا په عمومی توګه د ټولو انسانانو “غږ” په یو دول نه، ،خو په یو دوله “تولیدیږی”.

“د ژبه تولید” موضوع دلته له “عمومی ارواپوهنی” په مباحثو کې، د “ژبه ارواپوهنه” په برخه کی ځای لری. “د ژبه تولید” موضوع ته، په المانی ژبه کې ورته Sprachproduktion ویل کیږی.

له دی کبله چې “د ژبه اروا پوهنه” د اروا پوهنی په ساحاتو کی په دوه/ دری مختلفه څانګی کی تر څیړنی لاندی اخیستل کیږی، چې

الف: “د ژبه اروا پوهنه” د “عمومی ارواپوهنه” په چوکات کی،
ب: “د ژبه اروا پوهنه” د “فردی اروا پوهنه” (Individualpsychologie) او یا هم د
Differentielle Psychologie په چوکاتو کی.

او اوس دلته نباید هیر کړو، چې له مونږ لخوا “د ژبه اروا پوهنه” فقط همدا موضوعاتو باندی لږ اشارت صورت اخلی، چې “دعمومی ارواپوهنه” په چوکات کی ځای لری:

یعنی “عمومی اروا پوهنه” د “ژبه اروا پوهنه” په ساحه کی فقط د خپل عمومی قوانینو په چوکات کی، چې ټولو انسانانو لپاره “عمومیت” لری، رنا اچوی. دلته نباید له یاده وباسو چې زمونږ اصلی موضوع هم “عمومی اروا پوهنه” ده، او لکه چې تذکر صورت اخیست، او دلته په مختصره توګه تکراریږی: “عمومی اروا پوهنه” د ټولو انسانانو، یعنی پر هغه قوانین او قوایدو باندی بحث کوی، چې د “انسان” یعنی د ټولو انسانانو، په حال کی مرتبط دی.

له بلی خوا هغه وخت چې “عمومی اروا پوهنه” د “ژبه اروا پوهنه” په ساحاتو کی خپل “عمومی قوانین او قواید” اعلانوی، له نورو علومو څخه او یا له نورو علومو ځینی علمی څانګی څخه مرسته تر لاسه کوی.

په بل عبارت پیش له دی نه چې “عمومی اروا پوهنه” د “ژبه اروا پوهنه” په ساحاتو کی خپل “عمومی قوانین او قواید” اعلان کړی، “عمومی اروا پوهنه” د “ژبه اروا پوهنه” په ساحاتو کی له نورو علومو ځینی علمی څانګی سره “اختلاط” کوی، یعنی لمړی “عمومی اروا پوهنه” له نورو علومو ځینی مربوطه علمی څانګی سره خپل اتحاد او نږدیوالی تر سره کوی، او بیا یی خپل همدا “عمومی قوانین او قواید” اعلانوی:

مثلا:

“د ژبه تولید” موضوع:

عمومی ارواپوهنه
عمومی ارواپوهنه

سره له دی نه چې “عمومی ارواپوهنه” “د ژبه تولید” موضوع دخپل بحثی موضوع په حیث محسوبوی، او د “ژبه ارواپوهنه” په چوکات کی یی ځای په ځای کړی هم دی، مګر په اصل او اساس کی، “د ژبه تولید” په موضوع باندی د “ژبپوهنه” یوه مخصوص علمی څانګه چې نوم یی( Psycholinguistics) او یا ( Psycholinguistik)) دی، خپل ټول لاسته راوړنی، یعنی خپل د ټولو مشاهدات، تحقیقات، ارزیابی ګانی او بررسی ګانی، “عمومی اروا پوهنه” ته وړاندی کوی. په بل عبارت دلته د “ژبپوهنه” او “ارواپوهنه” علومو تر مینځ یو شه “اختلات” او یا یو اتحاد او حتی یو وحدت صورت اخلی. ( Psycholinguistics) پخپله د “ژبپوهنه” یوه مخصوص علمی څانګه ده، چې محتوی یی، هدف یی او یا اهداف یی په لاندی دول دی:
– د ژبې د زده کړی په برخه تحقیق،
– د کومی شرایطو په اساس د “ژبه تولید” او هم د “ژبه پوهه” صورت اخلی،
– په مغزو کې د ژبې ریپریزنټشن، او یا په مغزو کې د ژبې تمثیل څه دول صورت اخلی.

او بله خبره دا ده، چې، ( Psycholinguistics) هم خپل نږدیوالی ارتباطات او یا حتی “اختلاطات” د یو خوا “د ژبه ارواپوهنه” سره لری او په عین حال کی دوه نوری علمی دسیپلینونو او یا دوه نورو علمی څانګی سره مرتبط دی، چې، یو یی “د عصب ژبپوهنه برخه” ( neurolinguistics ) او بل یی همدا “ادراکی علومو” او یا ( cognitive sciences ) دی.

د ( Psycholinguistics) او د “ژبه ارواپوهنه” توپیر په دی کې دی، چې، د “ژبه ارواپوهنه” خپل لاسته راولنی له “ارواپوهنی میتودونو” له لاری څخه، او د ( Psycholinguistics) خپل لاسته راولنی له “ژبپوهنی میتودونو” له لاری څخه، حیثیت او اعتبار ورکوی.

نن صبا د ( Psycholinguistics) او د “ژبه ارواپوهنه” نږدیوالی، اختلاط او اتحاد تقریبا یو وحدت ته رسیدلی دی، چې، ځینی کسان ( Psycholinguistics) او د “ژبه ارواپوهنه” یو بل ترمینځ توپیر نکوی او حتی ځینی وخت د همدا یو او یا بل نوم د استعمال په وخت کوم توپیر نه وینی.

سره له دی نه، زمونږ ګرانو محصلینو لپاره دا توپیر باندی غور، ضروری دی، له دی خاطر نه، دلته د ( Psycholinguistics) دری څیړنیز او یا تحقیقی ساحاتو باندی، دلته یو لږ تماس اخیستل کیږی:

I. د ژبې د زده کړې څیړنې د تنکیو ماشومانو د مورنی ژبه په هکله، او هم د دويمې ژبې په برخه کې د ژبني پوهې د استملاک پلټنې. او یا د دويمې ژبې په برخه کې د ژبني پوهې د”کسب پلټنې”.

٢. د ژبې د پوهې هغه “ژبنیز حد” تر څیړنې لاندی نیسی، چې، یو “باصلاحیته غږېدونکی” او یا یو “باصلاحیته ویاند” باید ولري. دا “ژبنیز څیړنیز حد” نه يوازې د منفردو کلمو د مانا او د هغوی د ذهني او خیالي جوړښت او یا جوړښتونوپه غېږ کې نیسی، بلکه داسی پرنسیپونو او اصول ځان سره لري، چې، له منفردوکلماتو څخه د واحدونو په توګه جملې او متنونو سره جوړوی.

٣. د ژبې د پروسې په څیړنه کی مختلفه “حالتونه” او یا مختلفه “شرایط” تر څیړنه لاندی اخیستل کیږی، چې، څنګه او څه دول له تر لاسه شوی “ژبنیز پوهې” څخه په موفقانه توګه کی، شه استفاده صورت اخلی،

په پای کې:

“کوم وظایف” او یا “کومی دندو” ته باید تسلط را ایجاد شی، تر څو “یو ژبنیز بیان” ، “یو وینا”، “یو ژبنیز اظهار” او یا “یوه خبره” پوهیدل شی، او یا څوک پرې پوه شي.

“کوم وظایف” او یا “کومی دندو” ته باید تسلط را ایجاد شی، تر څو “یو ژبنیز بیان” ، “یو وینا”، “یو ژبنیز اظهار” او یا “یوه خبره” تولید شی.

اوس که چیرته مونږ دلته لږ جرات وکړو و د “ژبه تولید” اصطلاح لپاره، له “Psycholinguistik” د کړکۍ له لاری څخه یو لند او مختصر تعریف ارایه وکړو، بی له شکه چې دا تعریف کولای شی، داسی وی:

“د ژبه تولید” د اصطلاح تعریف:

د “ژبپوهنیز-ارواپوهنیز علومو” (Psycholinguistik) په چوکات کی، “د ژبه تولید” یو څو ادراکي پروسو پر ذریعه رامینځ ته راځی، چې، د “ویل” او هم د “لیکل” په پلان جوړونه کی همدا “ادراکي پروسو” سهیم دی.

“د ژبه تولید” منفردو کلمات د واحدونو په توګه، جملې او متنونو، او هم دیالوګ ، خبرې اترې، مرکه، او محاوره دا ټول په غیږ کې نیسی.

دلته بی ځایه نه ده، چه د موضوع د وضاعت لپاره زموږ د څو محترمو لیکوالانو نظریات په همدی مربوطه ساحه کې، دلته نقل وکړو. مثلأ ښاغلی محترم شریف الله دوست سرواني د ژبې ارواپوهنه په باره کی داسی لیکی:“د ژبې ارواپوهنه د یوه نوي علم نوم دی او د دوو علومو(ارواپوهني او ژبپوهنې) له یوځای کېدو څخه رامنځته سوې دی ، دا علوم په ښوونه او روزنه کي خورا ګټور او بنسټیز ځای لري خو چي پر ځای او سم وکارول سي.
دلته له ژبې څخه موخه عضوي ژبه (tongue) نه ده بلکي عقلي او فکري ژبه (Language) ده .یوه مسئله چې په دواړو څانګو (ارواپوهنې او ژبپوهنې ) کې سره شریکه ده هغه د ژبې او تفکر اړیکه ده. یاده موضوع د ژبې د ارواپوهنې په نوم د یوه نوي علم په رڼا کې لاندنیو پوښتنو ته ځواب وايي:
ایا تفکر بېله ژبې شونی دی؟
موږ څه ډول خپل افکار او احساسات د ژبې په اډانه او قالب کې اچولای سو؟
ایا دا اډانه زموږ افکار او احساسات اغېزمن کولای سي؟
ایا اورېدونکي په هماغه څه پوهیږي، هغه چې ویونکی يې په پام کي لري؟
ایا هغه کسان چي دبیلو او متفاوتو ژبو ویونکي دي ، په توپیري ډول فکر کوي؟
په دې لیکنه کې هڅه سوې تر څو د څېړنکو د څېړنو پر بنسټ پورتنیو پوښتونو ته ځواب وویل سي.
د ژبې او تفکر اړوند یوه اړینه پوښتنه داده چې ایا تفکر بېله ژبې شونی دی؟
د ژبې د ارواپوهنې څېړونکي په ډاګه کوي چې تفکر بېله ژبې هم شونی دی ، خو په خورا ټیټه کچه کې ، تر دې چي کېدای سي د تفکر نوم ور نه کړو لکه دحیواناتو تفکر. د ډیرو ارواپوهانو او ژبپوهانو په وینا ، دانتزاعي او لوړي کچې د تفکر وسیله همدا ژبه ده. ژبه دفکر کولو ابزار او وسیله ده او بېله دې وسیلې دانسان فکر ډېرخام او ابتدایي وي. د نور حیواناتو سره دانسان توپیر همدا د ژب زده کړي ځواک دی ، همدا تونايي ده چې نوموړي ته دلوړي کچې دتفکر ځواک ور کوي. فکر په خپله یوه باطني ژبه ده اوس نو که ژبني مقولات او خبري له خپل ذهن څخه بهر وباسو حتی په فکر کولو به ونه توانیږو ، ویې ازمويی بېله دې چې د ژبې څخه استفاده وکړی د ځانه سره په باطني ژبه وږغېږی او فکر وکړئ، ایا کولای سی بېله دې چې کلمات په ذهن کې راغونډ کړی فکر وکړای سئ؟ ایا کولای سی بېله دې چې دځان سره خبري وکړی فکر وکړی؟
یوه بله اړینه او هیجاني پوښتنه چې دې برخه کې مخي ته راځي داده ، ژبه زموږ دتفکر پر ډول او په ټوله کې زموږ پر نړۍ لید څه اغېز ښندي؟
ددې پوښتنې د ځواب لپاره باید د ژبې دنسبیت او نسبي کېدلو بحث ته ور ګډ سو . د ژبې نسبیت په دې معنی دی چې ژبه زموږ په نړۍ پېژندنه کې پوره اغېز لري او بیا هر ژبه نورور ته توپیري اغېزې لري. اوس نو په ژبه کې نسبیت د دوو آرونو او یوې پایلې پر بنسټ شتون لري :
۱ : ژبه له بهرنۍ نړۍ څخه سم انځور (نه) ترلاسه کوي.
۲: هره ژبه له نړۍ څخه بیل او توپیري واقعیتونه تر لاسه کوي.
پایله : دا چې ژبه واقعي نړۍ تحریف او کږوي او دا چې موږ د ژبې د مقولات(خبرو) په قالب او اډانه کې فکر کوو و همدا ده چې موږ نړۍد خپلې ژبې له کړکۍ څخه وینو ، یا په بل ډول نړۍ په تحریف سوې بڼه وینو ، لکه څنګه چې يې زموږ ژبه زموږ لپاره انځوري همداسي وینو.دا داسي ده لکه تاسو چې نړۍ ته په ځانګړو عینکو کې ګوری او بېله عینکو د لېدلو توان نه لری، د دې ډول عینکو دځانګړنو پېژندنه ډېره اړینه ده، که غواړو چې دخپل نړۍ لید شناخت روڼ او سم کړو اړ یو دعینکو سکښت او سمښت مو وکړو.
دلته څو بېلګې راړو تر څو مسئله نوره هم روښانه سي : دواقعي نړۍ یو له څرګندو او ښکاره مسایلو څخه د هغه ډلبندي ـ طبقه بندي او نوموونه ده ، هغه چې له آره دواقعیت پر بنسټ هم نه ده ، ځکه دلته موږ اړیو چې دهماغه ژبنیو مقولو او ډلبندۍ پر بنسټ احساس او فکر وکړو ، دبېلګې په توګه موږ په ظاهري ډول فکر کوو او وایو چې اسمان شین دی خو دساینس له مخي بیا حقیقت بل څه دی او یا موږ په طبعیت کې د (H2o ) په نوم یو ترکیبي ماده لرو خو موږ په فکر او ژبه کې دهغه لپاره بیل نړۍ لید لرو ، په بېلو حالاتو کې ورته بیل نومونه لرو له ؛ اوبو نیولې تر بړاس ، یخی ، واوره ، شبنم ، ږلې ، پرخه ، باران ، چینه ، سیند او نورو…
یو شی چې زموږ ژبنۍ ډلبندي له واقعیت سره ورته والی او تطابق نه لري هغه د رنګ موضوع ده.
پوهیږو چې رنګ دانسان لپاره د ښکاره(مرئی) وړانګو له ډول (طیف) څخه سرچینه اخلي او دا د تړلي ډول په بڼه دی ، نه په غوړېدلې بڼه ، خو فکري او عقلي ژبه بیا رنګونه د غوړېدلې او پرانیستي مقیاس او اندازې له مخي ډلبندي کوي او بیا دهغه لپاره بېل – بېل نومونه ټاکي د بېلګې په توګه تور ، سور ، زرغون او …
جالبه دا چې بېلابېل ملتونه د ښکاره وړانګو د طیف لپاره مختلفي ډلبندۍ لري لکه یو سور پوستی اروپايي د وړانګو  ډول او طیف پر درو برخو ویشي ،خو یو افغان بیا د همدې ورته وړانګو طیف پر اوو ډولونو ویشي او هفت رنګه یا اووه رنګه يې بولي. دا چې ولې يې یو پر درې او بل پر اوو ډولونو ویشي واقعیت دلته دی چې د رنګونو دا ټولګه چې دواړي غاړې يې ویني ، نه پوره درې او نه هم پوره اووه رنګونه وي ، کېدای سي حقیقت کې پنځه یا شپږ رنګونه وي ، دبحث سر دلته دی چې د اوو رنګونو شمېره زموږ افغانانو په فکر کې بېله او د اروپايانو لپاره بېله معنی لري ، همداسي لکه د ۳۹ او ۴۲۰ شمېرې چې ځینو ټولنو کې بېل کلتوري نړۍ لید لري په اړه يې فکر بېل وي او پر ژبه يې راوړل هم وړ نه ګڼي ، ځینو ملتونو ته بیا هیڅ معنی نه لري او نه يې هم په اړه فکر او خبري کوي.
که له دې تېر سو وګړي د خپل حرفې او علاقې له مخي درنګونو لپاره مختلفي وېشنې لري ، دبېلګې په توګه : دیوه انځورګر په فکر شین رنګ یوازي دیوه رنګ په توګه نه بلکې د خام ، روڼ ، تیاریک ، تېز او څو نورو ډولونو په توګه پېژني ، معلومه سوه چې یوه انځورګر دخپل فن ، مسلک او هنر له مخي دنړۍ درنګونو سمه وېشنه کړې او یوه تابلو هم طبعیت ته ورته انځورلای سي، باید وي ځکه نوموړی د رنګونو دوېش توان او پوهه لري ، دا دمخکنۍ مسئلې عیني بېلګه ده هغه چې زموږ دنړۍ لید ژبې ته تغیر ور کوي او موږ د خپلي فکري ژبې له کړکۍ څخه نړۍ وینو.
دې برخه کې نورې پېچلې بېلګي هم سته مثال څه ډول زموږ د درک ژبه د بېلو او انتزاعي مفاهیمو لکه خپلواکي ، امنیت ، مینه او نورو تر اغېزې لاندي راځي خو دلته له دې تېریږو.
لکه څنګه چې مو ولېدل (ژبې) هره یوه د نړۍلید بېل انځور موږ ته راښیي ځکه نو دهري ژبې کارونکې نړۍ له نورو توپیري ویني. فدر له کوچنیوالي څخه د ژبې فکري عادت نیسي او فکر کوي چې نور هم نړۍ د ده په څېر ویني . یو له هغه مسئلو څخه چې کولای سو له بهرنۍ نړۍ څخه د ژبې د تحریف په وړاندي سم درک وکړو دادی چې فرد له مورنۍ ژبې پرته پر نورو څو ژبو مسلط وي ، هغه څوک چې له یوې پر زیاتو ژبو مسلط وي له یو ژبې څخه غوره د بهرنۍ نړۍ انځور اخیستلای سي ، ځکه د ژبني او فکري مقایسې توان لري.
که یو ځل بیا مخکنۍ خبري ته ولاړ سو هغه څوک چې یوازی یو ډول عینکې پرسترګو ولري یعني پر یوه ژبه تسلط لري نه سي کولای د ډېر ژبې په څېر د نړۍ په هکله سم فکر وکړي او هغه سمه وویني ، خو هغه څوک چې له څو عینکو کار اخلي کولای سي په فکر او ژبه د ګټو او زیانونو اړوند سم قضاوت وکړي. لنډه دا چې د ژبې له مخي کولای سو د و ګړو ډېري ځانګړنې ځانته معلومې کړو په فکري ژور لید او برسېرن لید یې پوه سو، هغه څوک چې غوړېدلې او پېچلې ژبه لري پوهیږو چې دلوړي کچې د تفکر څښتن دی کېدای سي ووایو هغه څوک چې د ډېرو کلماتو او لغتونو د ذخیرې وړتیا او استعداد لري په غوره او لوړ انتزاعي تفکر کې عمل کوي ، که نورهم وړاندې ولاړ سو څوک چې اوچته او پیاوړې ژبه لري تر شا يې دزیات هوښ او فکر لرونکی وي ، دهوښ د ډېرو ازمیښتونو څخه چې پېژندویه يې (وکسلر) دی د ازمیښت نیمایي پوښتنې دخبرو دتوانايي اړوند دي، وینو چې ژبه او دهغې غوړېدا او پیاړوتیا د هوښ له مخي په نظر کې نیول کیږي ، په ورستي کې دیادولو وړ ده چې زموږ د هیواد د ښوونې او روزنې او یا هم لوړو زده کړو په برخه کې د ژبې ارواپوهنې ور دننه کول ډېره اړینه ده ، ځکه افغانان هم دنورو ملتونو په څېر د ژبې او فکر ځانګړې لاري لري ، دا چې تېرو څلویښتو کلونو جګړو کې په رواني لحاظ د ژبې او فکر تړاو سخت زیانمن کړی دی د ژبپوهانو او ارواپوهانو څېړنو ته په علمي او تعلیمي ډګر کې د څېړنو ټینګه اړتیا لیدل کیږي ، هیله ده د ژبې د ارواپوهنې په برخه کې علمي او عملي ګامونه پورته سي ، ترڅو د یوه سالم رواني نسل برخمن هیواد ولرو.”

او یا هم “د الفاظو رواني ځواک” تر عنوان لاندی، د ښاغلی محترم شریف الله دوست سرواني لیکنه له مونږ موضوع څخه، دلته، دیر زیاد لیرې نه ښایی، کله چه ښاغلی محترم شریف الله دوست سرواني لیکی، چې:”د ژبې او الفاظو نوې ارواپوهنې کاملاً ثابته کړې چې الفاظ او کلمات پیاوړی رواني ځواک او توان لري چې د ژوند په مختلفو اړخونو کې تر څېړنې لاندې نیول کېدای سي.
هغه ژبني الفاظ او کلمات چې انسان يې له صوتي غړیو تولیدوي تش ژبني او ګرامري ږغیز واحدونه نه دي بلکې الفاظ خپل معنوي – رواني ځواک هم لري. الفاظ د درملو په څېر دي که بې ځایه استعمال سي جانبي عوارض لري له ګټې يې زیان اوړي . منفي الفاظ د انسان پر ځان او روان، صحت او سلامتۍ ناوړه اغېزه کوي. بل دا چې معنی لرونکې الفاظ له ځان سره رواني لفافه لري ؛ د ژبې یو ارواپوه وايي : له ځان سره مثبت الفاظ تکرارول زموږ په اړه دمنفي الفاظو سره د مبارزې رمز دی.موږ ټول زموږ پر کړنو او افکارو باندي دمنفي الفاظو له اغېزې خبر یو. له وړکتونه تر پوهنتونه د الفاظو رواني اغېز زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري، دې برخې ته په ځانګړې توګه ښوونه او روزنه کې جدي پام په کار دی.
په ټولنیز لحاظ چې مو کله د منفي تبلیغاتو الفاظ په ذهن کې بیا بیا خطور وکړي او ترزیق سي ، که څه هم دا الفاظ بې بنسټه او غیر واقعې وي خو د الفاظو ډېر تکرار پر انساني دماغ منښتی داغ پریږدي هغه احساسات چې جریحه داره سوي، دمنفي تبلیغاتو له الفاظو سره مدغم کیږي او لوی ټولنیز غم ترې رامنځته کیږي.منفي الفاظ کولای سي په رواني او جسماني لحاظ د انسان سلامتي په بشپړ ډول په خطر کې واچوي ، د بېلګې په توګه په روغتیايې برخه کې که یو مسلکي  معالجوي ډاکتر خپل ناروغ ته د الفاظو رواني ډاډ ورکړي لکه : « ستاسو ناروغي ډېره وړه – ساده ده اسانه يې درملنه کیږي» ناروغ سمدستي رواني ځواک اخلي او د ناروغۍ په وړاندي يې مقاومت زیاتیږي، او که غیر مسلکي ډاکتر یوه وړه ناروغي ناروغ ته لویه وښيي ، ناروغ به د ډاکتر په منفي الفاظو له ناروغي زیات له رواني کړاوه کړیږي افلاطون په خپل کراتلیس ډیالوګ کې ویلي دي : د شیانو او الفاظو تر منځ اړیکه طبعي او اړینه ده همدا د بشري همږغې دتوافق پایله ده.
د یونان ډرامه لیکونکې (آشیل) لیکلي: « مثبت الفاظ او کلمات دناروغ د ذهن روغتیاپال دي» الفاظ د انسان دشفاء ، بربادۍ او حتی برخلیک دتغیر ځواک لري . ډېر ځواکمن الفاظ هغه دی چې موږ يې په ورځني ژوند کې له ځان او نورو سره  تکراوو بل داچې موږ کولای سو چې دالفاظو د رواني ځواک ښې بېلګې په شعر او ادب کې هم پیدا کړو مثال که د مینې لفظ وایو او لیکو له زړه سره وصلوي او د عشق لفظ  شهواني پیغام لېږدوي همداسي تر هیواد د وطن لفظ ډېر عاطفي دی ، له دې سره چې هیواد پښتو او وطن مستعار ویی دی.
ځیني وختونه انسان له ځان سره داسي الفاظ کاروي چې هغه هیڅکله له نورو سره نه شریکوي لکه ځیني شخصي عیبونه که څه هم دی به خپله ورباندي پوهیږي لکه ټنبلي ، کوټه ذهني خو نورو ته نه وايي. بل دا چې موږ پر خپل ځان سخت منتقدین یو خو اظهار يې نه کوو. الفاظ ځواکمن روانې تاثیرات لري اوس که چیري موږ دیو ملګري څخه دځان دخلاصون په خاطر ووایو : کتاب پلورنځۍ ته نسم درسره تلای « ډېر خسته یم » دا ډول کلمات په واقعیت بدلیدای سي او په موږ کې د خستګۍ احساس راټوکوي ، همدا دځان لپاره دخستګۍ یا ناروغۍ الفاظ کارول مود دبدن مقاومت کموي د بدني د انرژۍ پر ځای را پکي ناروغ او خسته احساس پیداکیږي او عملاً خسته حالات رامنځته کوي.
هغه الفاظ چې موږ يې کاروو، دکمپیوټري کودونو په څېر زموږ د ذهن سافټ ویرونه دي همداسي هغه الفاظ چې موږ يې په کار وړو او په خپل مغز کې يې په لاره اچوو څارو که مو چیري د پایلي څخه خوښي نه درلوده، دالفاظو ذهني سافټ ویر ته تغیر ورکولای سو شرط دا چې هوښیارانه تصمیم ونیول سي.  هغه چې موږ څه غواړو او څه باید وکړو؟ وروسته له مناسبو افکارو او الفاظو څخه استفاده کوو او بیا همدې مثبت لور ته د تغیر سوو افکارو او الفاظو په لور خپله کړنلاره بیا بیا څارو سکښت او سمښت پکي کوو ترڅو ژوند کې بریالي واوسو. د مثبت الفاظو د وینګ لپاره مثبت فکر کول په کار دي مثال که له ځان سره فکر وکړو چې څنګه ورځني ژوند کې دښه الفاظو ویناوال ، خیرغوښتونکی کسان ځان او نورو ته د خیر رسولو په هکله فکر کوي  مثبت الفاظ کاروي او مثبت قدم اخلي؟ اوس نو که موږ غواړو دهغه بریالي کس تقلید وکړو او د هغه په څېر ځان جوړول وغواړو ، لومړی باید ټول هغه بې ګټې افکار چې زموږ دالفاظو تومنه راخرابوي، دخیر ښې ګڼې په لاره کې خنډ اچوي او ورسره په ټکر کې دي له ذهنه لیري کړو او پر خپله ژبه سالم او نیک الفاظ وکاروو حتمي ده چې عمل کې به نیک او سالمه پایله راوځي اخر داچې الفاظ د رواني توان لرونکې دي په ټوله کې پر دوو برخو ویشل کیږي :
۱: مثبت او ګټمن الفاظ
۲ : منفي او مضر الفاظ
مثبت او ګټمن الفاظ کارول په ژوند کې ډېري ګټوري پایلي او پیغامونه لري، که موږ له چا سره په ادب او خوږ الفاظو ږغیږو حتمي ده چې مقابل لوری راسره باالمثل ادبي او اخلاقي چلند کوي او که چېري یوچاته ناړوه الفاظ وکاروو کیداسي پر مخ څپېړه او خوله کې دسوک وهلو انتظار وباسو او ټولنه کې هم پوچ خولی انسان معرفي سو دا چې دژباړي اصالت او رسالت مې نه وي زیانمن کړی او تاسي مې وبخښی یو ټولنیز پښتني مثال درکوم : وايي یو وخت کوربه مېله درلود د ډوډۍ وخت سو ، ډوډوۍ يې ورته راوړه ، کوربه پر مېلمه ږغ وکړ ويل ” نغره یی ” میلمه تکان وخوړ د نغرلو لفاظ ډېر بد پر ولګېد ، کوربه ورغبرګه کړه ويل دا دې لا هم پر کونه بده ولګېده ، مېلمه چې د بدو الفاظو دا ډول چلند ولید ډوډۍ يې پرېښوده او ووت “، پایله داچې یو کس په بدو، مضرو، بې ادبه الفاظو دټولنې په وړاندې بې ارزښته او بې شخصیته کیږي ، پر وړاندي يې ښه الفاظ ، ښه عمل نېکمرغه او بریالۍ پایله لري.”

او یا دا چې زمونږ یو ګران هیواد وال د “د ژبې ارواپوهنې لنډه پيژندنه” تر عنوان لاندی لیکی، چې،

“د ژبې ارواپوهان د سبک له مخې د ليدو او تجربې پر اساس بيالوژي پوهنه او اروا پوهنې ته مخه کوي. د بېلګې په ډول د بېلابېلو ژبنۍ ناروغيو لکه: مهالنۍ ګنګتيا، ذهني او اروايي ګنګتيا او د ژبې ببېلابېلې ګډوډۍ او ستونزې، د ژبې تړتړى كېدل او بندېدا، له دغې لري/سيسټم څخه کار اخلي، همداسې پر مغزو ذهني ټكان/دمغي جړك باندې، د ژبې ارواپوهنه لابراتواري پلټنو باندې اتکا کوي او ډېرې ښې او جالبې پايلې ته رسيدلې؛ له بلې خوا د ژبې ارواپوهان په دې ټينګار کوي تر څو څرګنده کړي چې ژبه څنګه کولای شي د انسان پر بهرني (ظاهري)  پيژندنه اغېزه وکړي.
د ژبې په ارواپوهنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو دوې نظريې شتون لري، لومړي د عمومي ارواپوهنې له مخې څيړونه او بل د فردي ارواپوهنې له مخې څيړونه. د عمومي ارواپوهنې له نظره، د ژبې ټوله کړنه په عمومي توګه تر څېړنې لاندې نيول کېږي؛ يعنې د اروايي بهير او يو خاص غري چې د هغه په واسطې خبرې کيږي؛  هغه په داسې حال کې چې د ژبې فردي ارواپوهنه د انسان د ژبې ګډوډي تر څيړنې لاندې نيول کيږي (د ژبې فردي کارونه او له ژبې څخه د کار اخيستو څرنګوالي)، پر دغه کتګوري، زياتره د وګړو پر فکر بحث کيږي، خو ژبنۍ  بڼه هم لري، لکه څنګه چې يو کس پر ځانګړي خاصو کلماتو باندې ټينګار کوي يعنې ولې د يوه ځانګړي تکيه کلام څخه کار اخلي ؟.
د ارواپوهنې په ډګر کې د ژبې اروا پوهان له دواړو ليد لورو سره مخامخ دي، لکه  د ژبې ارواپوهان ښايی داسې وانګيري چې يو شخص د عصبي تکليف د درلودلو له وجې، په ځانګري دول په ژبه کې  يې بنديدا يا په خبروکولو کې د ځينو ګډوډيو سره مخامخ کيږي، په دې مانا چې نوي زده کړې شيان ژر له ياده وځي او د ژبې اروا پوه د دغې انګيرنې په پتيلو سره، لاس ته راوړي معلومات د ذهني ټکان باندې اخته ناروغي د فرضيي پر بنسټ څيړي، دلته ده، چې د ژبې ارواپوهنې او د ژبې پيژندنې پوهې تر منځ د بېلوالي کرښه جوتيږي.
د ژبې ارواپوه خپلې څيړنې په ټوليزه توګه د ډېرو دقيقو ازمايښتونو بر بنسټ ازمايې، په داسې حال کې چې ژبپوه د خپلې فرضيي په تاييد يا ردولو لپاره د وکړو پر سملاسې خبروکولو تکيه کوي؛ ځکه چې هغه په دې اند دي، که چيرې د ازمايښت په وخت کې ډېر ټينګار وشي، ښايې د ټولو لاس ته راوړنو پايلې يې بې اعتباره شي.
د دغه علم موضوع د ژبې ذهني اړخ څېړنه ده، يا په بله وينا د ژبې او ذهن اريکې پالي.
تر اوسه پورې د عصب پيژندنې علم هومره وده نده کړې، چې مونږ د ژبې په اړه هر څه د هغه په چوکاټ کې مطالعه کړو او د ذهن د کلمې له کارولو څخه بې نيازه واوسو؛ همداسې مونږ تر اوسه پورې اوږد مزل په مخکې لرو تر څو په دې پوه شو چې د سر په دغه اسرار اميزه لوښه کې څه رازونه پټ دي، چې د ذهن پر ځای مونږ د ماغزه کليمه وکاروو او هغه باندې بسنه وکړو؛ سره له دې، ګومان نه کوم چې د هغو کسانو سره چې دغو مسايلو سره بوخت دي، پر  دغه مسأله باندې شک وي چې: پرته له ماغزه څخه، ذهن هم شتون نلري.
مخکې له دې چې بحث ته دننه شو، بايد يوه مهمه بېلوالي ته ځير شو، چې د ژبې او ګريدو تر منځ شته دي؛ يعنې هيڅکله بايد ژبه او ګريدا سره يو ونه ګڼو.
ژبه عبارت ده له يوه داسې ټولګه چې ورته ګرامر وايي او ځينې کلمات چې د ژبې رغښت د هغه څخه کېږي؛ ګرامر او کلمات ذهني ماهيت لري، چې هغه هم د ماغزه په داسې ځای کې ساتل کيږي، چې تر اوسه پورې مونږ ته د هغه څرنګوالي څرګنده نده، يعنې په مستقيمه توګه د ليدو وړ ندي. يا په بله وينا، ژبه کړنه نده. برعکس ګريدنه، د ژبې بالفعل کړنه ده، نو د کړنې ډول ده چې په نيغه د ليدو وړ دي. نو ارينه ده چې د هغوی په کارونه کې دا توپير په پام کې ونيول شي. د ژبې ارواپوهنه که څه هم نوي رامنځته شوې علم دي، خو په ډېره چټکۍ سره مخ پر وده روانه ده او ډېر متنوع اړخونه او موضواعت په خپل لمن کې د څيړنې لپاره لري.
له هغو موضوعاتو څخه چې د ژبې ارواپوهنې په څيړنه کې ورباندې بحث کيږي، يو هم په ماغزه کې د ګريدو مرکزونو ثابتول دي، چې تر اوسه پورې په دغه موضوع کې ډېرې څيړنې هم شوې دي. په هغه څيړنه کې فرانسوی جراج  (بروکا)  د ذهني ټکانونو پر ناروغانو باندې ترسره کري ده، د ماغز په کين اړخ درېيم غشا کې چې له غوږ څخه لږ پورته ده، داسې يوه ساحه موندلي ده، چې د تکلم/ګريدو لپاره ډېر د اهميت وړ بلل شويده. دغه ساحه چې د بروکا په نامه شهرت موندلي، د انسان د ګريدو استعداد پکې نغښتې ده.
بله موضوع چې په دغه علم کې ډېر د اهميت وړ موضوع دي، په ماغزه کې د ويې/لغتونو زيرمه کول او د جملې جوړولو طرحه يا استعداد دي. د ګريدو عمل/تکلم د ژبې ارواپوهنې له موضوعاتو څخه يوه بله موضوع ده، خبرې کول/ګريدا د يو خاص غري يا سيسټم خوځول او په کار اچول دي، چې ورته ژبه وايي، دغه سيسټم مخکې له ويونکي شخص څخه جوړ شوې او ترتيب شوې ده.
د ژبې په ارواپوهنه کې يوه بله پراخه موضوع د ماشومان  د ژبې زده کولو لرۍ ده. په دې هکله څيړنې ښيې، چې ماشوم د ژوند په لومړۍ اونۍ کې، ماشومان په دې باندې قادر دي، چې ژبني او غير ژبني غږونه وپيژني، په دې وخت کې لومړنۍ غږ چې ماشوم زيږوي، هغه ژړا ده؛ ځکه چې ژړا زده کولو ته اړتيا نلري، هغه په همدغه وړتيا سره پيدا شوی ده.
د ژبې ارواپوهنه په ډګر کې د انسانانو او ژويو ژبې ترمنځ اريکې هم څيړي. د ژبې ارواپوهان د دغې پوښتنې لپاره ځواب مومي چې: ايا ژوې خپل تر منځ ژبه لري؟ ايا د انسانو او د ژويو ژبو نظام ترمنځ اړېکې شته دي کنه؟” ، دا هم زمونږ محوری موضوع څخه دیری لیرې نه ده.

په هر صورت زمونږ محوی موضوع دلته، چې نباید له یاده وباسو، “د ژبه تولید، د ژبه درک او د ژبه اروا پوهنه” دی، چې د عمومی ارواپوهنه په چوکات کی تر لږ بحث لاندی اخیستل کیږی.

افغان تحرک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب