سهارنۍ په ماشومانو کې د نوښت ځواک پياوړی کوي

 

هغه ماشومان چې په منظم ډول سهارنۍ خوري، تر نورو نوښتګر وي. څېړنو ښودلې، که ماشومان په منظم ډول سهارنۍ وخوري، په لوی عمر کې له ګڼو ناروغیو لکه شکر، چاغۍ او نورو څخه ژغورل کېږي.

روغتیاپالان میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي، چې د خپلو ماشومانو په سهارنۍ کې دې هرو مرو پروټین او کاربوهایډرېټ ور زيات کړي؛ ځکه دغه چاره په وینه کې د شکرې اندازه د څو ساعتونو لپاره لوړه ساتي او ماشومان ژر نه وږي کېږي.

څېړونکي دغه راز وایي، هغه ماشومان چې سهارنۍ نه خوري او یا یې هم په سهارنۍ کې پروټین او کاربوهایډرېټ شتون ونه لري، تر ډېره د سر او نس په درد اخته کېږي او د زده کړې توانایي هم له لاسه ورکوي.

روغتیاپالان وایي، که سهارنۍ هېڅ ونه خوړل شي، کېدای شي ماشومان له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ شي او پر وده یې منفي اغېز وکړي. دوی وایي که ماشومانو ته په منظم ډول سهارنۍ ورکړل شي، ماشوم وده کوي او په څنګ کې یې ورسره د نوښت او ذکاوت قوه هم پیاوړې کېږي او ذهن یې هم وده کوي. هغوی ټولو میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو خیال وساتي او خوړو ته یې پاملرنه وکړي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب