کوم خواړه خیټه کموي؟
ډیر خلک د خیټې له غټوالي شکایت کوي او کموالي په اړه يې اندیښمن دي. یو شمیر خواړه، چې په هره اشپزخانه کې پیدا کیږي خیټه کموي.
۱ـ رومیان: رومیان د وینې جریان تیزوي او د خیټې وازده ویلې کوي.
۲ـ نعناع ویلنی: نعناع د وجود متابولیک سیستم پیاوړی کوي او انتي اوکسیدنت په حیث کار کوي. دا ټول د خیټې وازده او چربي ویلې کوي.
۳ـ د مڼې جوس: مڼه که له ډوډۍ مخکې وخوړل شي، خیټه کموي.
۴ـ د لیمو جوس: یو ګیلاس اوبه او یو یا نیم لیمو او یوه کاشوغه شهد (شات) سره ګډ کړئ او ويې څښئ. د خیټې غټوالی کموي.
۴ـ هندواڼه او بادرنګ هم د خیټې چاغوالی ختموي. هندواڼه او بادرنګ زیاتې اوبه لري، چې د وجود لپاره ډیر ګټور دي.
۵ـ هوږه: هوږه د ګڼو نورو ګټو ترڅنګ د وزن او خیټې په کموالي کې مهم رول لري.
لیکنه: احمد زبیر