تنوین او ساکن نون احکام لنډیز جدول | تجوید ۶ لوست

د ساکن نون او تنوين د احکامو لنډيز

ادغام د ساکن توري داخلېدل په محترک توري کې چې د يو مشدد توري په توګه لوستل کيږي .

دوه قسمه دی : ۱- غنه لرونکی   ۲- پرته له غنې

مثالونه حروف
تنوين ساکن نون
غنه لرونکی ادغام و فرقٌ يجعلون منْ يقول ي
يومئذٍ ناعمة منْ نعمة ن
عذابٌ مقيم وانْ من شیء م
يومئذٍ واهية منْ ولي و
بې غنې ادغام فسلامٌ لک منْ لدنا ل
غفورٌ رحيم منْ ربهم ر

 

اقلاب د ساکن نون او تنوين بدلول په ميم باندې سره له غنې او حرف باء
مثالونه حروف
تنوين ساکن نون
سَمِيعٌبَصِيرٌ منْ بعد ب
نون او تنوين ځکه په ميم بدليږي چې «م» مخرج د «باء» د مخرج سره مشترک دی او همدارنګه د «م» توری د «نون» سره په غنه کې مشرک مخرک لري .
اظهار د غنې څخه پرته د اظهار د تورو او نون حرف څرګند او ښکاره لوستل
مثالونه حروف
تنوين ساکن نون
کلٌ آمن ينْأون ء
جرفٍ هار منْهم هـ
حقيقٌ علی منْ عمل ع
عليمٌ حکيم منْ حاد ح
قولاٌ غير منْ غل غ
يومئذٍ خاشعة المنْخنقة خ

 

اخفاء د ادغام او اظهار تر مينځ حالت دی د تشديد څخه پرته غنه
مثالونه حروف
تنوين ساکن نون
ريحاً صرصراً ینْصرکم ص
سراعاً ذلک منْذر ذ
جميعاً ثم منْ ثمرة ث
عاداً کفروا منْ کل ک
شيئاً جنات منْ غل ج
عليمٌ شرع المنْخنقة ش
سميعٌ قريب ينْقلبون ق
بشراً سويا منْ سبيل س
قنوانٌ دانية انْدادا د
صعيداً طيبا ينْطقون ط
يومئذٍ زرقا فانْ زللتم ز
عمیً فهم وانْ فاتکم ف
جناتٍ تجري منْتهون ت
مسفرةً ضاحکة منْ ضل ض
ظلاً ظليلا منْ ظهير ظ

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب