که منظم خوب کوئ؛ نو له دغو ناروغیو به خوندي ياست

که منظم خوب کوئ؛ نو له دغو ناروغیو به خوندي ياست

بې خوبي د انسان د ذهني غياب او د ذهن د پالشو لامل ګرځي. د دې تر څنګ د انسان بدن ورسره سست شي او له فکري پلوه اوتر کيږي.
د يوې شپې پوره او مناسب خوب انسان تل له دغو کمزوريو ژغورلای شي.

هر ۲۴ ساعتونو کې بايد انسان لږ تر لږه اووه ساعته خوب وکړي او که د يوې اوونۍ لپاره څوک پر له پسې ګډوډ، له خپلې اندازې لږ او بې ترتيبه خوب وکړي؛ نو نتيجه به يې څه وي؟
هر کله چې انسان د يوې اوونۍ لپاره له اووو ساعتونو لږ خوب کوي او ژوند يې په ستړو او غیر منظمو کارونو کې تېريږي، نو د انسان پر بدن يې يو شمېر ناوړه اغېزې راځي.

ګوزڼ

طبي څېړنې وايي، چې څوک د عادت له مخې له شپږو ساعتونو لږ خوب کوي، دغه انسان د نورو په پرتله څلور چنده زيات د ګوزڼ له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د بدن پړسوب

لږ خوب د انسان د بدن د پړسوب لامل ګرځي او خوراک ورته د ګټې پر ځای د بدن پړسيدو لامل ګرځي.
د لږ خوب له امله د انسان هاضمې سسټم خرابيږي او پر مناسب وخت يې خوراک ته زړه نه کيږي.

د شکرې ناروغي

يوې نوې طبي څېړنې کې ويل شوي، چې د لږ خوب له امله د انسان بدن کې انسولين کميږي او انسولين چې لږ شي، نو طبعي خبره ده، چې انسان د شکرې په ناروغۍ اخته کيږي.

ذهني کمزوري

د دې لپاره خو ښه مثال دا دی، چې کومو ورځو کې ته ډېر ستړی يې په هغو ورځو کې به ستا توجه خرابه او د وخت ډېرې پېښې به دې له ذهنه وتلي وي. له همدې امله د خوب کمښت د ذهني کمزورۍ لامل ګرځي او چې سړی څومره بې خوبه کيږي، ذهني وړتياوې يې هغومره کميږي او ذهن يې د پيښو او خبرو له ذخيره کولو ناتوانه کيږي.

د هډوکو کمزوري

لويديځ کې طب‍ي کارپوهانو پر موږکانو د تجربې له مخې ويلي، چې د بې خوبۍ او هډوکو د کمزورۍ تر منځ تړاو ډېر زيات دی.
ډاکټرانو تر اوسه دا تجربه پر انسانانو نه ده کړې، مګر نښې نښانې دا وايي، چې بې خوبي د هډوکو د کمزورۍ يو مهم لامل دی.

د سرطان خطر

د بې خوبۍ په اړه شوې څېړنې وايي، چې لږ او ګډوډ خوب د بېلا بېلو مرضونو تر څنګ د سينې او سرطان لامل ګرځي.

د زړه تکليف او حمله

د خوب د کمښت له امله د انسان بدن کې داسې کيميايي مواد او هارمونونه پيدا کيږي، چې د زړه د مرضونو لامل ګرځي.
په يوه نوې څېړنه کې ويل شوي، چې له شپږو ساعتونو کم خوب د زړه د حملې او له هغې څخه د مرګ ۴۸ سلنه چانس لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب