که له سرطان څخه ویریږئ؛ د مسالې استعمال مه هیروئ

که له سرطان څخه ویریږئ؛ د مسالې استعمال مه هیروئ

یو شمیر امریکايي څیړوونکي له هندي نژاد «فلایډ کاردوز» سره له څو لسیزو د مسالو په اړه څیړنې کوي چې د دغو څیړونو د نتیجې پر بنسټ په خوړو کې د مسالو استعمال انسان له مختلفو مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

دلته مو له ځینو هغو مسالو سره اشنا کوو چې ځینې طبیعي مواد او ګټور خاصیت لرلو سره په بدن کې د سرطان د حجراتو په له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۱- کورکمن (Turmeric): د امریکايي او هندي څیړوونکو په وینا کورکمن نه یوازې دا چې د خواړه خوند زیاتوي بلکه د اینټي اکسیډنټ (Antioxidant) یو له غوره منابعو څخه هم ګڼل کیږي. اکسیډنټ ضد خاصیت او مواد په بدن کې د سرطاني حجراتو مخه نیسي او په دې ډول انسان د سرطان له مختلفو ډولونو څخه ژغوري.

د څیړوونکو په وینا که چیرې له کورکمن سره تور مرچ هم ګډ شي نو روغتیايي ګټې يي نور هم زیاتیږي. مشیګان پوهنتون د روغتیايي برخې څیړوونکو په وینا د کورکمن او تور مرچ یو ځای استعمال انسان د سینې له سرطان څخه ژغوري او په بدن کې د مختلفو تومورونو مخه نیسي.

۲- زنجبیل یا سڼ: د څيړوونکو په وینا له کورکمن پرته د مسالې نور ډیر ډولونه هم له سرطان څخه په مخنیوی کې عمده رول لوبوي. که چیرې زنجبیل له سویا یا سونف سره یو ځای استعمال شي په بدن کې سرطاني حجرات وژني. سویا یا سونف د هندوستان، پاکستان او ځينو نورو هیوادونو اوسیدوونکي په زیاته اندازه خپلو خوړو کې استعمالوي.

په سویا یا سونف کې د انیتول په نامه ګټور مواد شتون لري کوم چې د سرطان د حجراتو د خپریدو څخه مخنیوی کوي. زنجبیل یا سڼ هم د سرطان ضد خواص لرلو له امله د سرطان په مختلفو درملو کې استعمالیږي او د سرطان ضد تر ټولو پیاوړی خاصیت لري.

۳- مرچ: سره مرچو کې شته کیسین نومې مواد په بدن کې د سرطاني حجراتو په خلاف جګړه پیلوي. څیړنو ثابته کړې چې مرچ په حیرانووکی ډول په وینه کې د هر ډول سرطان حجرات له منځه وړي. هوګه او پیاز هم د سرطان په له منځه وړلو کې ځانګړی اثر لري.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د مسالې مختلف ډولونه که څه هم د سرطان ضد خواص لري خو که له اندازې زیات استعمال شي نو انسان په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب