که د ماهي لشه مو په ستوني کې بنده شي څه به کوو؟

ډیری خلک د ماهیانو (کبانو) له خوړلو سره ډیره مینه لري، که له یوې خوا د کبانو غوښه د صحت او روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري، له بلې خوا یې لشې د خوراک پر مهال یو څه ستونزې پیدا کوي. په تیره بیا چې د ماهي لشه په ستوني کې بنده شي.

په ستوني کې د ماهي بنده لشه انسان ډیر په تکلیفوي او لیرې کول یې عموما ډیر ستونزمن وي، خو تر ټولو اسانه او موثره طریقه یې په لاندې ډول ده:

لومړی د زیتون څو دانې راواخلئ او په یو لوښي کې یې په سړو اوبو کې واچوئ، بیا یې په اور کښیږدئ تر څو ښه وخوټیږي. بیا دغه جوشیدلې اوبه په کرار-کرار او غړپ-غړپ وڅښئ.

وروسته له څو دقیقو به پخپله متوجه شئ چې په ستوني کې مو بنده لشه ورکه شوې.

که ددې طریقې د موثریت په اړه شک لرئ نو د خپل شک د رفع کولو لپاره لاندې تجربه ترسره کړئ:

یو څو د ماهي لشې راواخلئ او د زیتونو په همدغو ګرمو ایشیدلو اوبو کې يې واچوئ، څو دقیقې وروسته به ووینئ چې د ماهي کلکې لشې ډیرې نرمې شوې او لکه د پوخ شوي مکروني په څیر پستې ګرځیدلې.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe
Back to top button
واسع ویب