د ځان په جوړولو کي له کفارو څخه د تقليد نښي

د ځان په جوړولو کي له کفارو څخه د تقليد نښي

له دې جملې څخه لاندي موارد د مثال په ډول د يادولو وړ دي:

۱- تر واده دمخه په ښي لاس د واده د چلې (حلقې، ګوتمۍ) په ګوته کول او د واده په شپه د هغې دکيڼ لاس ګوتي ته لېږدول:

دا په اصل کي د عېسويانو يو پخوانى دود دى . په دې توګه چي زوم د واده چله (حلقه) د ناوي د کيڼ لاس په بټه ګوته کوي او وايي:د پلار په نامه، بيا هغه د ناوي دشهادت په ګوته کوي او وايي: د زوى په نامه. بيا هغه د هغې په منځنۍ ګوته کوي او وايي: د روح القدس (د مسيحيانو په اصطلاح درېيم اقنوم) په نامه. او کله چي يې آمين ووايه، وروسته چله د هغې د انګشترۍ په ګوته کوي.

دوى په ګيڼ لاس د ګوتمۍد په ګوته کولو لپاره دا دليل وايي چي د انسان د وينو يو رګ چي سيده د زړه سره وصل دى، په دغه لاس کي دى.

دا د ډېري خواشينۍ ځاى دى چي له موږ څخه ډېرى په دې دود چي هيڅ اسلامي بنسټ نه لري خپل ځانونه مکلف ګڼي او لکه چي ومو ويل دا کار د نصاراوو له ډېرو اصلي او باطلو اعتقاداتو څخه دى.

ښايي څوک ووايي چي زما موخه ـ العیاذ بالله ـ د دې باطلو اعتقاداتو پيروي نه ده، بلکي دا يوازي يو اجتماعي عادت دى.

په جواب کي يې وايم: آيا په قرآن او سنتو کي داسي څه سته چي د چلې د استعمالولو مشروعيت ثابت کړي؟ آیا د رسول الله ج مېرمنو او لوڼو او د صحابه ووش مېرمنو دغه کار کړى دى؟

آيا موږ ته نه دي ويل سوي چي د کافرانو سره په خپلو کړو وړو او ژوندانه کي مخالفت وکړو؟ لوى څښتن فرمايي:

﴿۞يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُواْ ٱلۡيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوۡلِيَآءَۘ بَعۡضُهُمۡ أَوۡلِيَآءُ بَعۡضٖۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَإِنَّهُۥ مِنۡهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥١﴾ [المائدة: ۵۱].

«اى مومنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ (او خپل سرپرستان او کالخوايان يې مه ګڼئ)، دوى په خپلو منځو کي سره ملګري دي (او ستاسي سره په دښمني کي يوموټى دي)، او که له تاسي څخه څوک هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هغو کي شمېرل کېږي، په دې کي شک نسته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي کوي».

کله چي دا ټولنيز عادت شرعي بنسټ ونه لري، نو په حقيقت کي د کفارو له دودونو او رسمونو څخه اخيستل سوى دى. په دې صورت کي درسته نه ده چي دا عادت زموږ وبلل سي او موږ ته روا نه ده چي پيروي ځني وکړو، ځکه پيغمبر ج ‌فرمايي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ».

«څوک چي د يوه قوم سره ورته او مشابه سي، نو له هغو څخه ګڼل کيږي».

دغه راز رسول الله ج ‌فرمايي:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا لَا تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ وَلَا بِالنَّصَارَى…»

«څوک چي له موږ څخه پرته د نورو تقليد کوي له موږ څخه نه دى،له يهودو او نصاراوو څخه تقليد مه کوئ….».

د شیخ عبدالعزیز بن باز په فتاوى کي له چلې څخه د استفادې په اړه داسي راغلي دي:د دې کار لپاره په شريعت کي کوم بنسټ شتون نه لري او پرېښوول يې غوره کار دى. البته فرق نه کوي چي چله د سپينو زورو وي که د نورو. بلکي له چلې څخه استفاده تر دې کچي خطرناکه کار دى چي ممکن د شرک تر پولي ورسيږي.

علامه شیخ محمد بن صالح بن عثیمین ويلي دي:

«د نارينه وو او ښځو لخوا له چلې څخه استفاده يو بدعت دى او ښايي له حرامو چارو څخه وي. په دې دليل چي ځيني خلک په دې باور دي چي چله د مېرمني او مېړه ترمنځ د ميني او محبت د ادامې لامل ګرځي. همدا راز ويل کيږي چي ځيني کسان د مېړه پر ګوتمۍ باندي د مېرمني نوم او د مېرمني پر ګوتمۍ باندي د مېړه نوم ليکي ګواکي په دې سره غواړي چي د هغو په منځ کي مينه زياته سي، چي دا د شرک له ډولونو څخه يو ډول دى.  ځکه دوى پر يوه داسي چاره اعتقاد پيدا کړى دى چي لوى څښتن هغه نه په تقدير او نه په شريعت کي کومه وسيله ګرځولې ده. بيا نو د دې ګوتمۍ او د دوستۍ او ميني تر منځ څه اړېکه سته؟

داسي ډېر مړونه او مېرمني سته چي دغسي چلې او ګوتمۍ لري، خو په خواره خواري او کړاوونو اخته دي، نو د دې فاسدي عقيدې پر بنسټ چله يا ګوتمۍ په ګوته کول د شرک يو ډول دى. ان که چله د دې عقيدې پر بنسټ هم نه په ګوته کوي بيا هم دا کار له کفارو څخه تقليد دى. په دې دليل چي چله له نصاراوو څخه اخيستل سوې ده. پر دې بنسټ پر مسلمان واجب ده چي له هر هغه شي څخه چي د هغه په دين کي د خلل لامل کيږي پرهېز وکړي».

۲- د کافرو ښځو د ورېښتانو غوندي د ورېښتانو لنډول او جوړول:

يو له هغو مسايلو څخه چي زموږ د ښځو په منځ کي دود سوي دي د ورېښتانو لنډول دي، او عالمانو د هغو په هکله نظرونه ورکړي دي، خو ټول پر دې باندي په يوه خوله دي چي له کفارو څخه د تقليد په موخه د ورېښتانو لنډول حرام دي. له شیخ صالح فوزان ـ حفظه الله ـ څخه له لوېديځو هيوادونو څخه د راغلو موډونو پر بنسټ د ورېښتانو د لنډولو او جوړولو د حکم په هکله پوښتنه وسوه، هغه داسي جواب ورکړ:

که د ورېښتانو لنډول د کافرو او فاسقو ښځو د تقليد په موخه وي، په حراموالي کي يې شک نسته. هر څونه چي دا کار په مسلمانو ښځو کي دود سوى هم وي. ځکه چي اصل يې هماغه له کفارو ښځو څخه تقليد دى. او د دې کار دودېدل هغه نه روا کوي ځکه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ».

«څوک چي د يوه قوم سره ورته او مشابه سي، نو له هغو څخه ګڼل کيږي».

او فرمايي ص:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا…».

«څوک چي له موږ څخه پرته د نورو تقليد کوي له موږ څخه نه دى….».

او عامه او کلي قاعده داده چي د کفارو هر دود چي وي تر سره کول يې له هغو څخه د تقليد په موخه جواز نه لري. ځکه چي په ظاهر کي له کفارو څخه تقليد په باطن کي د هغو سره د ميني او محبت نخښه باله سي، او لوى څښتن فرمايي:

﴿وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَإِنَّهُۥ مِنۡهُمۡۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهۡدِي ٱلۡقَوۡمَ ٱلظَّٰلِمِينَ ٥١﴾[المائدة:۵۱].

«او که له تاسي څخه څوک هغوى (يهود او نصارا) خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هغو کي شمېرل کېږي، په دې کي شک نسته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي کوي».

او له هغو څخه پيروي له هغو څخه د ښه راتلو له امله وي. او د هغو سره د دوستۍ له نخښو څخه د هغو تقليد باله سي.

شیخ صالح فوزان ـ حفظه الله ـ په يوه بله فتوای کي په تفصیل سره ويلي دي:

«ښځي ته جايزه نه ده چي د شالخوا ورېښتان لنډ کړي او د سر د دواړو خواوو ورېښتان اوږده کړي. ځکه چي دا کار د ورېښتانو د بد ايسېدلو لامل کيږي او چټي کار باله سي. دا په دې چي ورېښتان د ښځي د ښکلا يوه برخه ده او دا چټي کار له کافرو ښځو څخه د پيروۍ له مخي دى. همدا راز د هغو ډول ډول موډونو له مخي د ورېښتانو لنډول چي د ښځو يا څارويو په نامه نومول سوي دي جواز نه لري. لکه د (ډيانا) کافري ښځي د سر غوندي د ورېښتانو جوړول يا د دوو نورو موډونو سره سم ورېښتان جوړول چي د يوه زمري او يو ډول موږک په نامه نومول سوي دي. د ورېښتانو په موډ کي د کافرو ښځو او څارويو څخه تقليد ځکه حرام دى چي د ښځي د ورېښتانو په هکله چي د ښځي د ښکلا يوه برخه باله سي، يو چټي کار دى».

۳– د مصنوعي ورېښتانوله خولۍ څخه استفاده:

د هغو مواردو له جملې څخه چي د ښځو د ورېښتانو د ښکلا لپاره ګټه اخيستنه ځني منع سوې ده، د مصنوعي ورېښتانو له خولۍ (باروکة) څخه استفاده ده. د مصنوعي ورېښتانو له خولۍ څخه ځيني مېرمني ګټه اخلي، او بېلابېل ډولونه او رنګونه لري، او څوک چي هغه ويني ګومان کوي چي طبيعي ورېښتان دي. ځنګه چي دا مورد هم د نامسلمانو ښځو څخه د تقليد په جمله کي راځي، که څه هم دا کار د مېړه لپاره د ځان جوړولو په موخه وي بيا هم حرام دى، لکه چي (د سعودي عربستان) د افتاء د ستري ډلي په فتوا کي راغلي دي:

سوال: د مېړه لپاره د ځان جوړولو په موخه د مصنوعي ورېښتانو له خولۍ څخه د ښځي د ګټي اخيستني حکم څنګه دى؟

جواب: مېړه او مېرمني دواړو ته په کار ده چي په هغو شيانو چي دواړه يې خوښوي او د هغو په منځ کي علاقه زياتوي خپل ځانونه ښايسته کړي، خو دا چاري بايد په هغو حدودو کي وي چي اسلامي شريعت يې مباح بولي، نه په هغو شيانو چي حرام دي. د مصنوعي ورېښتانو له خولۍ څخه ګټه اخيستنه په نامسلمانو ښځو کي دود سوې ده او دغه ښځي له هغې څخه په استفاده کولو او ځان ښايسته کولو کي شهرت لري، تر دې چي د هغو د ظاهر او قيافې يوه برخه ګرځېدلې ده. نو مسلماني ښځي ته له دغسي مصنوعي ورېښتانو څخه ګټه اخيستل او په هغو سره ځان سينګارول که څه هم د مېړه لپاره وي بيا هم له کافرو ښځو څخه تقليد دى او پيغمبر ص هغه منع کړى دى، لکه چي فرمايي:

«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ».

«څوک چي د يوه قوم سره ورته او مشابه سي، نو له هغو څخه ګڼل کيږي».

او دغه لارښوونه په ورېښتانو پوري د نورو ورېښتانو د نښلولو او تړلو په هکله زيات شدت مومي ځکه چي پيغمبر ص هغه منع کړى او څوک چي دغه کار کوي لعنت يې پر ويلي دى».

۴ د ورېښتانو يو ډول يا څو ډوله رنګول :

يو له هغو مواردو څخه چي د ښځو په ټولنه کي يې دود موندلى دى د ورېښتانو په بېلابېلو ډولونو او رنګونو رنګول دي.

کوم څه چي په دې هکله مشروع باله سي، له تور رنګه پرته په نورو رنګونو د سپينو ورېښتانو، رنګول دي لکه چي پيغمبر ص فرمايي:

«غَيِّرُوا الشَّيْبَ وَلَا تَشَبَّهُوا بِالْيَهُودِ وَلَا بِالنَّصَارَى».

«د سپينو ورېښتانو رنګ ته بدلون ورکړئ او په دې کار کي له يهودو او نصاراوو څخه تقليد مه کوئ».

دغه راز فرمايي:

«غَيِّرُوا الشَّيْبَ وَلَا تُقَرِّبُوهُ السَّوَادَ».

«د سپينو ورېښتانو رنګ ته بدلون ورکړئ، خو توروئ يې مه».

البته دا حکم نرو او ښځو دواړو ته دى.

خو هغه ورېښتان چي سپين نه دي بايد پر خپله هماغه اصلي او طبيعي بڼه پاته سي او بدلون پکښي رانه سي. اما که بدرنګه وي او بد ايسي بايد په يوه مناسب رنګ رنګ سي او بد رنګي يې ليري کړى سي. مګر طبيعي ورېښتان چي رنګ يې بد نه ايسي بايد پر خپل طبيعي حال پاته سي. ځکه چي د رنګولو لپاره يې کوم دليل وجود نه لري. که د ورېښتانو رنګول داسي وي چي له کافرو ښځو څخه تقليد وي او له کفري هيوادونو څخه راغلي باله سي، نو په حرام بللو کي يې شک نسته، او فرق نه کوي چي په ټولو ورېښتانو يې يو ډول رنګ وهلى وي يا يې رنګارنګ رنګولي وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب