دالله ﷻ په وړاندې ځان مسول ګڼل- کارمند خصوصیت

د دولتي‌کارمند لومړی خاصیت:

 دالله په وړاندې ځان مسول ګڼل:

د الله ﷻ په وړاندې د ځان مسؤل ګڼلو احساس یو داسې احساس ده چې نه یوازې دولتي کارمند بلکې که یې هر مسلمان په ځان کې ژوندي او  راویښ کړي نو په حقیقت کې هغه دینوي او اخروي نیکمرغۍ خپلې کړې ځکه څوک چې د الله ﷻ وړاندې ځان مسؤل ګڼي هغه په پټه او ښکاره د هیڅ نوع خیانت او جرم جرئت نه شي کولای، ځکه دا ډول کسان د الله ﷻ  په دې قول عقیده لري چې الله ﷻ فرمایي: ﴿ وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ ﴾ [سورة البقرة : ۸].

ژباړه : چا چې یوه زره بدي کړې وي وبه يې ګوري.

د عقل له زاویي هم دا محال ده چې څوک دې د سزا ورکوونکې په وړاندې جرم وکړي، نو له همدې کبله د دولتي مامور دپاره د مسولیت د احساس ډېر اړین دی، نو که چېرته په پټه د مادیاتو حب تر اثر لاندې د خیانت مرتکب ګرځي نو باید الله ﷻ حاضر وګڼي او په دې احساس ځان له خیانته وژغوري.

په تاسف سره باید ووایم چې نن زموږ په دولتي کارمندانو کې دا احساس وژل شوی دی، د خپل امیر او د شعبې د ملګري په وړاندې دا احساس لري خو د الله ﷻ په وړاندې دا احساس نه لري، کله به مو هم نه وي لیدلي یا اورېدلي چې یو دولتي کارمند دې د خپل مشر او یا دولتي ملګري په وړاندې رشوت واخلي او یا  دې هم د بل  کوم جرم مرتکیب شي، خو کله چې یوازې شي او موقع ورته مساعده شي، بیا يې چې څومره وس وي په همغې اندازه ځان خاین او مجرم جوړوي، حال دا چې ده ته د ځمکې او اسمانو او خپل خالق، تر هرچا ورقریب دی او ویني يې او په دې سربېره د الله ﷻ دوه څارونکي ورسره موجود دي لکه څنګه چې الله ﷻ فرمایی:

﴿ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ (۱۶) إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ (۱۷)  ﴾ [ سورة ق].

ژباړه: په حقیقت کې موږ انسان پیدا کړي دي او آن د هغه په زړه کې په راپیدا کېدونکو وسوسو  باندې پوهېږو او موږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زیات هغه ته نژدی یو، او زموږ پر دغه مستقیم علم برسېره دوه لیکونکي د هغه ښي او چپ لوري ته ناست، نېکي او بدي هرڅه ثبتوي.

همدارنګه رسول الله – صلی الله عليه وسلم – هم د مسؤلیت ارزښت له پامه نه دی غورځولی او فرمایي:

«اَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالأَمِيرُ الَّذِى عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» رواه البخاري.

ژباړه: هر یو له تاسو څخه مسؤل دی او هرڅوک د خپل لاس لاندې خلکو په اړه مسؤل دی، او امام (واکدار) د خپل رعیت په اړه مسؤل دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب