
کلمې ته ښکنځل څه حکم لري؟
سوال: یو چا کلمې ته ښکنځل وکړل دا څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
هغه شخص چې کلمې ته ښکنځل وکړي هغه کافر شو، دا ځکه چې کلمې ته بد ویل د اسلام د دین استخفاف دی، چې دا د کفر او ارتداد سبب ګرځي.
قال العلامة ابن عابدین (رح): ویظهر من هذا أن ما کان دلیل الاستخفاف یکفر به وإن لم یقصد الاستخفاف، لأنه لو توقف علی قصده لما احتاج إلی زیادة عدم الإخلال بما مر، لأن قصد الاستخفاف مناف للتصدیق.
قال العلامة ملا علي القاري (رح): من أهان الشریعة أو المسائل التي لابد منها کفر.
(رد المحتار ۴/۲۲۲، باب المرتد، قبل مطلب في منکر الإجماع، فتاوی حقانیة ۱/۱۳۸، جامع الفتاوی ۱/۴۱) (شرح الفقه الأکبر ۱۷۴، فصل في العلم والعلماء)
یادونه: که چېري دغه شخص بېرته اسلام ته رجوع وکړي، نو توبه او استغفار دې وکړي، که یې نکاح کړې وه هغه دې بېرته نوې کړي او د شهادت کلمه دې د خلکو په مخ کې ووايي.