خرما او ګټې ېې | د قرآن علمي اعجاز

د قران آیتونو کجوره د جنت له بڼونو نه یوه ډالۍ ګڼلې. کله چې دغه میوه مطالعه شوه په هغه کې ډیرې مهمی ځانګړنې وموندل شوی اوهره ورځ یی نوې ځانګړنې موندل کېږی. له کجورو نه هم دخوړو اوهم ددرملو په ځای ګټه اخستل کېږی.

(مریمه) دماشوم راوړلو د درد له زوره دکجورې دونې لاندې ولاړه وه اوویی ویل کشکې مخکې له دې نه مړه شوې وای اوپوره هېره شوې وای . دهغې دپښو  لاندې غږ وشو چې مه غمجنه کېږه چې الله ستا له پښو لاندې داوبو یوه چېنه روانه کړې. اود ونې ښاخ دځان لورته وڅنډه چې تاته تازه کجورې راتوې شی. (مريم 23 – 25).

په دې توګه  الله مريمې ته توصیه وکړه څوچې کجورې وخوری ، ننۍ پوهې داثابته کړې چې کجوره د امیندوارو میندو لپاره ښه خواړه دی دغه راز دمېندو لپاره وروسته له ماشوم راوړلو هم ښه خواړه ګڼل کېږی . مریمې ته دا هدایت وشو څوچې ماشوم راوړنه ورته آسانه شی. کجوره دشکر ډیره کچه لری ( له شپېتو تر پنځه شپېتو په سلوکې) د امېندوار ښځو لپاره ددې خوړوتوصیه ددوی به وجود کې دډېری انرژی دجوړیدو اودمور دشېدو دهورمونونو دتحریک لپاره شوې.
کجورې دهغو مېندولپاره چې  دناروغې اووینې بهیدو له کبله کمزورې شوی وی ډیره انرژی جوړوی.
په کجوره کې دډېرو ډولونو  بنسټیز دخوړو توکی شته ، پوهان په دې باوردی چې یو انسان کولای شی یواځې داوبو اوکجورو په خوړلو سره کلونه ژوند وکړی. داوسنۍ دخوړو یو پوه وایی چی دروځی دیوې کجورې خوړل اودیوې پیالې اوبوڅښل دشخص ټوله غذای اړتیاه پوره کوی.
Oxytocin ماده چې په کجورو کې شته په طبابت کې ددرملوپه توګه دماشوم راوړلو دبهیر دچټکتیا لپاره کارول کېږی . برسېره پردې دغه ماده دمورشېدې هم ډیروی. اوکسی توسين داسې یو هورمون دی چې دنخامیه په نامه ددماغ له منځنۍ برخې څخه افرازېږی. دغه ماده دمور په رحم کې دتقلصونو دجوړیدو لامل ګرځی چې ماشوم دزېږېدو په وخت کې دباندې لورته خوځوی. په کجورو کې ددغې مادې شتون په یواځی توګه دقرآن اعجاز اوددغې مادې ارزښت څرګندوی. برسېره پردې په کجورو کې دشکر شته والی ګلوکوز نه دی بلکې فرکتوز دی ، له همدې کبله دهغو ناروغانو په وینه کې چې شکر شته په چټکۍ سره هغه  نه اوچتوی.
کجوره د ډیرو ویتامینونو، منرالونو،غوړو، پروتینو، دنه جذبېدونکو قندو اوفایبرودرلودونکې ده  . سوډيم , پتاشيم , کلسيم , مگنيزم, اوسپنه , سلفر , فاسفورس, کلورين, د A او B ویټامینونه په  کجوروکې شته.
کجوره دوینې جوړیدل په عضویت کې زیاتوی دحمل په دوران کې له زړه بدوالی مخنیوی کوی. دوجود له ودې سره مرسته کوی ، دسترګود لیدلوځواک اواعصاب ځواکمنه کوی .
کجوره یواځېنی میوه ده چې پروتین لری، غوښه هم یوه بشپړه غذاده خو دغوښې زیات خوړل دحمل په بهیر کې دمسمومیدو اویا زهرجنېدو لامل ګرځی .
دکجورپه اړوند دا ټولې خبرې چې په دې وروستیو کې موندل شوی دانسان په وړاندې دالله(ج) حکمت اومهربانی څرګندوی.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب