ایرانی هادي چوپان د نړۍ د ښکلا اتل

هغه په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د غړو ښکلا ورزش پیل کړی او نږدې ۲۳ کاله یې ددې بریا لپاره هڅې کړې.
هغه ۲۰۱۱-۲۰۱۶ پورې د ایران ملي ټیم غړی پاتې شوی، په ۲۰۱۹ کال کې یې د لمړي ځل لپاره مسټر المپیا لوبو کې ګډون وکړ، چې دریم مقام یې ترلاسه کړ، په ۲۰۲۰ کې څلورم او په ۲۰۲۱ کې یې بیا دریم او د خلکو د قهرماني مقام خپل کړ.
له تېرو څو کلونو راهیسي یې د نړۍ له مشور روزونکي هني رامبود سره تمرین کاوه، هني رامبود تېر کال ویلي و، چې په ۲۰۲۱ مسټر المپیا کې د هادي چوپان د ضعف ټکي ورته مالوم و او هغه به ورته اصلاح کړي.
ویلای شو، چې هني رامبود هغه څوک و، چې د هادي چوپان په بریا کې یې ډېر لاس و، ځکه د ویزې او نورو ستونزو له امله به مخکې هادي چوپان لپاره دا هم لویه ستونزه وه، چې د لوبو ځای ته په وخت ځان ورسوي، تېر مسټر المپیا لوبو ته هادي د لوبو له پیل ۳۶ ساعته مخکې رسېدلی و، حال دا چې سږ کال د هني رامبود په هڅو ۴۴ ورځې وړاندې امریکا ته رسېدلی و او پرته له تشویش یې خپل تمرینات ترسره کړل.
هني رامبود ایراني الاصله امریکایی دی، چې د نړۍ مشورو اتلانو دده تر روزنې لاندې اتلولۍ ګټلې او په خپل کریر کې ۱۹ اتلولۍ لري، چې د هغو له جملې فېل هیت ، جې کټلر، ډېریک لانسفرډ او نور دي…
په ۲۰۲۲ کال د مسټر المپیا لوبو کې هادي چوپان د هني رامبود شاګرد، ۱۰۵ کیلو وزن او تر ټولو سخت سیالیو کې لومړۍ مقام ګټونکی شو او دویم مقام ډيرېک لانسفرډ وګاټه چې هغه هم د هني رامبود تر نظر لاندې تمرینات کول.
په دې سره هادي چوپان ته څلور لکه ډالر جایزه او لانسفرډ ته یو نیم لک ډالر جایزه ورکړل شوه.
هادي چوپان په غوږو کوڼ دی، وایي دې عیب پسې مې ځیني خلک خاندي، مخکې یې د کچ کار کاوه، اوس په ایران کې د غړو د ښکلا لوی کلب لري.
د مسټر المپیا د تېرو دوو کالو اتل بېګ رامي په اړه چې سږ کال په ډېر لوی سایز کې راغلی و ویل کېدل چې سږ کال به بیا هم بې رقیبه وي، خو دویم مقام لپاره به یو کاندید هادي چوپان اوسي، په دې اړه د مسټر المپیا د اوږد مهال پخواني اتل روني کولمن ویلي و، چې بېګ رامي به د راتلونکو څو کلونو لپاره اتل پاتې شي، په مقدماتي سیالیو کې د ټولو لپاره جالبه وه، چې بېګ رامي بیخي د نورو ترمنځ واقع نشو، یاني په منځ کې چاسره پرتله نشو، بیا هم یو اټل دا و، چې داورانو غوښتل چې یوازې دویم مقام لپاره مناسب کس مالوم کړي اول خو هسې هم مالوم دی، خو داسې ونه شول، مصري مسلمان بېګ رامي پنځم مقام ترلاسه کړ.
مسټر المپیا سږنیو لوبو کې لمړی کس هادي د ایران، پنځم مقام بېګ رامي مصری دی دویم، دریم او څلورم د امریکا متحده ایالاتو سره تعلق لري.
د هني رامبود بل شاګرد کریس بومسټېډ د فزیک کلاسیک په برخه کې بیا قهرمان شو.
منور اندیال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب