درې مشهوره يونانیان (سقراط، هومر او فیثاغورث)

ګڼ مشهوره یونانیان دي چې په زړه پورې مفکورې يې رامنځته کړې. يونانیان د شعرونو او کيسو په ليکلو، د ساينس او طبيعت په اړه تفکر او لوبو کې ډیر پرمختګ کړی وو.

د یونانیانو يو تر ټولو مشهور شخصيت سقراط وو. سقراط او د هغه کورنۍ په آتن کې اوسیدل، کله چې لوی شو له بازار او تياترونو څخه به يې ليدنه کوله او په دې لټه کې وو چې له خلکو سره د لیدو کتو پر مهال په زړه پورې بحثونه وکړي. سقراط به خوښوله چې له خلکو څخه زياتې پوښتنې وکړي څو د هر ډول شيانو په اړه خپله پوهه لوړه کړي. د سقراط داسې کیسې شته چې ده به د ماښامنيو ميلمستياؤ، تياتر، محاکمو او بازارونو کې له خلکو پوښتنې کولې. د سقراط له خوا پوښتل شويو پوښتنو به ځينې وخت هغه کسان ګډوډ کړل چې خبرې به يې ورسره کولې او د ځواب په موندلو کې به له ستونزو سره مخامخ کیدل. هغه به داسې پوښتنې خوښولې چې عدالت څه ته وايي او د يوه پوه لپاره د عدالت کليمې څه معنی درلودله. هغه د يو لوی فيلسوف په توګه مشهور شو. زده کونکي، زياتره د هغه مفکورې او ژوند مطاله کوي.‌


د یونان یوه بله مشهوره څيره د هومر Homer په نوم شاعر دی. هومر له سقراط څخه ډیر پخوا ژوند کاوه خو ټولو يونانیانو د هغه د شخصیت او شعرونو په اړه معلومات درلود. هومر په سترګو ړوند وو او خپل شعرونه يې نشو ليکلای، خو په لوړ غږ به يې ضمضمه کول. د هغه مشهور شعر د ايلياد په نامه ياديږي چې يو حماسي شعر دی ځکه چې ډیر اوږد دی او د بيلابيلو خلکو او ځايونه يې په کې بيان کړي دي. هومر به د رښتينو پيښو په اړه شعر وايه خو له حقيقت سره به يې يو څه افسانه هم ګډوله. د ايلياد شعر د دوه جنرالانو کیسه بيانوي چې دواړه په هيلين نومې يوې ښکلې انجلۍ مين وو. په دې شعر کې بيان شوې کیسه يوه تراژيدي‌ يا ويرجنه کيسه ده او يو خوشالونکی پای نه لري. هومر به دا کیسه بيا او بيا يونانیانو ته تکراروله چې جګړې خوشاله پای نه لري، او دا ښه ده چې د جګړې پر ځای د سولې پر لور مخه کړي.


فيثاغورث
يو رياضي پوه وو. لومړنی کس وو چې اعداد او هندسه يې مطالعه کړه. فیثاغورث دا هم ویل چې له حکمت او پوهې سره مینه لري. ګڼو خلکو د فیثاغورث ذکاوت درک کړی وو او د هغه شاګردي يې پیل کړه. فیثاغورث لږ تر لږه ۳۰۰ زده کوونکي درلودل او دوی غوښتل چې ټول يو ځای د يوې ټولنې په څیر له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړي. فیثاغورث يو خورا مهم فارمول کشف کړ چې د هغه په نامه نومول شوی دی. دغه فارموله او يا تيوري زاويې او د هغو ضلعې تشریح کوي. فیثاغورث د شپې په اسمان کې د ستورو د مطالعې لپاره دغه فارمول کاراوه چې دې به د هغه کار منظم او ښکلی ښکاراوه.‌

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب