ډاكټر اسرار احمد

د پاکستان هيواد مشهور دیني عالم او د تنظیم اسلامي پاکستان بنسټ ایښودونکی.
ډاکتراسرار احمد ۷۸ کاله عمر درلود او د پاکستان د جماعت اسلامي د لومړنیو غړيوڅخه ؤ خو په کال 1957 کې د مولانا مودودي سره په ځینو مسایلو کې د اختلاف له امله د جماعت نه جدا شو او په انفرادي توګه يې د دعوت رجوع الی القران تر سرلیک لاندې دعوتي چارې پر مخ بیولې تر دې چی په کال 1971 م میلادې كې يې د مولانا مودودی رح د وفات نه وروسته د تنظیم اسلامي په نوم یو جماعت تشکیل کړ او له دې لاری به يې دعوتی چارو ته دوام ورکولو .

نوموړى د مروج سیاسي نظام او انتخاباتو سخت مخالف ؤ او دا به يې د شریعت خلاف ګاڼه او په زغرده به یې ویل چې له دې لارې هیڅکله بدلون نشي راتلای نو ځکه يې پکې برخه نه اخیسته بلکه د اسلامی نظام او خلافت د اعادې لپاره يې د درس، تدریس او تربیتي حلقاتو له لارې کار کولو.

نوموړي د قرآنی ښووني د عامولو په موخه د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د انجمن خدام القرآن او قرآن اکادمي په نوم ادارې جوړې کړې وې او له دې لارې به يې خلکو ته خپل پیغام رساوه.
ډاکتراسرار احمد د رسنیو له لاری هم خپل دعوت پر مخ بیولو چی د ندای خلافت، میثاق او حکمت قرآن برسیره نورې ډیرې خپرونی هم لري او وخت په وخت د لوستونکو لاس ته رسي.
ډاکتر اسرار احمد د هند د مشهور مبلغ ډاکتر ‌ذاکر نایک سره نږدې اړیکې درلودې او د هغه د تلویزیوني چینل (پیس) نه به يې همیش تقریرونه او درسونه نشریدل. د پیس چینل نه پرته د کیو تلویزیونی چینل نه به هم د ده درسونه وړاندې کیدل چې وروسته د یوې دسیسې له مخې بند شو.
ډاکتر اسرار احمد دا اراده هم لرله چی د خپلو دعوتی پروګرامونو لپاره یو تلویزیوني چینل پیل کړي خو حکومت اجازه نه ورکوله .

ډاکتر صیب په 1954م کې د لاهور د ایډورډ کالج د طب له رشتې نه فارغ او په کال 1965م کې يې د کراچۍ پوهنتون نه په اسلامیاتو کې ماستری لاس ته راوړه . نوموړي د اسلامي ارزښتونو او دعوت په اړه له سلونه زیات کتابونه ليكلي. د نوموړی مرګ د اسلامي امت لپاره لویه ضایعه ده، الله تعالی دې د دعوت په لار کې د نوموړي خدمات قبول کړي او په فردوس جنت کې دې ځای ورکړي.

شكرالله مخلص

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب