دکتور مصطفی سباعي ژوندلیک

ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم په ١٩٢١ م کال له ١٣٤٢ هجري قمري سره سم د سوريې د هېواد په لرغوني ښار حمص کې په يوه ديني او علمي کورنۍ کې پيدا شو، د مرحوم سباعي کورنۍ له پېړيو پېړيو راپدې خوا د عرفان، پوهې، رياضت او تقوى زانګو وه او دده نيکونه د حمص د جامع جمات خطيبان او امامان تير شوي دي چې پدې اساس دده پلار علامه حسن السباعي د همدغه جمات خطيب په خپل چاپېريال کې ممتاز عالم او عابد ؤ چې لدې امله د حمص په خلکو کې د ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم درناوى او احترام يوه طبيعي خبره وه.

سباعي مرحوم له کوچني والي څخه د لوړو اخلاقو او ممتازو محامدو څښتن ؤ، ده د نورو کوچنيانو په څېر له لوبو او عبث ځغاستو سره مينه نه درلوده، بلکه هغه وخت چې په ښه او بد پوه شو نو پلار يې د قرآن او فقهې زده کړې ته متوجه کړ، له ځان سره به يې جمات ته بوته تر څو له طفوليت څخه دده په زړه او دماغو کې د الله تعالى د عبادت مينه پيدا شي. ډاکټر سباعي د خپل پلار د نيکې روزنې له امله له ديانت او تقوى سره دومره مانوس شو چې هغه يې د خپل روح او بدن لپاره يوه ضروري غذا ګڼله.

لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه وکړه دده پلار مرحوم په خپل چاپېريال کې خورا ستر ديني عالم په هر ځاى کې به چې فقهي او علمي مناظره د ديني مسائلو په هکله څېړنه و مباحثه وه دى به يې غوښت او کله به چې دى د ګډون لپاره ورته ته، نو خپل دغه کوچنى ځوى به يې هم له ځانه سره بوو، تر څو له مناظرې او بحث سره تعارف او اشنائى ترلاسه کړي او هم پدې ترڅ کې ديني مسائل زده کړي.

مصطفى سباعي مرحوم لمړۍ زده کړه په خپل کور کې له محترم پلار څخه سر ته ورسوله او د ثانوي زده کړې لپاره د حمص په رسمي مدرسه ((المعهد الشرعيه)) کې داخل شو.

مصطفى سباعي مرحوم په دغه مدرسه کې د هغه استعداد او الهي فيضان له امله چې ده ته خداى پاک ورکړي وو د خپل صنف په شاګردانو کې به هر کال لمړى بريالى کېده. ده تر دولسم ټولګي پورې په نوموړې مدرسه کې خپل ثانوي لوست پاى ته ورساوه او د نورو برياليو شاګردانو په پرتله ده په ممتازه توګه د بکلوريا برى ليک ترلاسه کړ او په مجموعي ډول د برياليو شاګردانو په منځ کې دويم نمره بريالى شو. د مدرسې ټولو استاذانو دده صداقت، ځيرکتيا او علمي استعداد ستاينه کوله. د ثانوي زده کړې له پاى ته رسونې څخه وروسته د خپل محترم پلار په مشوره او خوښه د عالي زده کړې په تکل د مصر جامع ازهر ته لاړ او هلته يې په درس پيل وکړ.

په همدغه وخت کې په مصر کې د اخوان المسملين دوران جوړوونکى ګوند جوړ شوى او خپل اسلامي ټولنيز جهاد يې پيل کړى ؤ، او ددغه ګوند بنسټ کېښودونکى او مرشد عام شهيد امام حسن البناء په خپل مقناطيسي جاذبيت او ديني هيجان سره د مصر په منورو او سواد لرونکو ځوانانو کې د اسلامي مبارزې ديني حميت او خپلواکي انګيزو، ديني دعوت او د تبليغ هلې ځلې پيل کړې وې او په ډېر لږ وخت کې يې د مصر د وګړو په ټولو پاټکيو کې داسې انقلابي ځوانان ورزل چې په هر وخت کې هغوى د خپل هر څه قربانولو ته چمتو وو.

د اخوان المسلمين د نهضت غړي د مصر د نورو علمي او اداري څانګو په څېر په جامع ازهر کې هم ډېر وو او د خپلو زده کړو په ترڅ کې به يې ددغه پوهنتون زده کوونکي او ښودونکي په عمومي توګه د هر هېواد او هر ځاى به چې وو، ددغه ځوان تحريک غړي توب ته دعوت کول. له مصطفى سباعي مرحوم سره هم د هغه په ټولګي کې د اخوان المسلمين د ګوند يو غړى ؤ، دى يې دعوت کړ او هغه ته يې د نهضت د بيعت هغه لسګوني اصول او ٣٣ د غړي مسئوليتونه ورکړل چې د اخوان المسلمين بنسټ کېښودونکي ليکلي او د هغوى دعالي شورى له خوا منل شوي او د توزيع لپاره چاپ کړاى شوي وو.

ډاکټر سباعي مرحوم له دې امله چې د هغه په زړه کې آن په وړوکوالي کې د اسلامي مبارزې او جهاد څپو غورځنګونه وهل د بيعت د پورتنيو اصولو له ژورې مطالعې څخه يې دغه دعوت او بلنې ته د زده له کومې هر کلى ووايه او هغه يې قبول کړ. او کله يې چې د امام حسن البناء شهيد په يو څو غونډو کې ګډون وکړ او د هغه زړه وړونکې مقالې او ليکچرونه يې واورېدل نو ددغه تحريک د داعي په توګه يې هغه ته ځان پيشنهاد کړ او هغوى هم په لست کې ونيو، مصطفى سباعي لکه څنګه چې په علمي ځواک او اسلامي مينه کې ممتاز ؤ، د وعظ او تبليغ په دنده کې يې هم سارى نه لېدل کېده. ده چې کله د اخوان المسلمين د نهضت په دعوت پيل وکړ نو په خپلو فصيح او بليغ وعظونو يې په سلګونو ځوانان د دغه نهضت غړي وگرځول.
په مصر کې په همدغه زمانه کې د اخوان المسلمين په رهبرۍ په مصري ټولنه کې د عمومي اصلاح او انګريزانو او د هغوى د ګوډاګيانو په خلاف د آزادۍ تحريک خپل وروستني پړاو ته رسېدلى ؤ، او خلکو هره ورځ د انګريزانو په خلاف د مصر په ګوټ ګوټ کې مظاهرې کولې او له انګريزانو څخه يې مصر ته د خپلواکۍ او آزادۍ د حق ورکولو غوښتنه کوله.

په دغو مظاهرو کې ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم هم بلا ناغه ونډه اخستله، سترو سترو غونډو ته به يې بيانيې ورکولې او له انګريزانو څخه يې د مصر په ګډون د ټولو اسلامي هېوادونو د پرېښودنې غوښتنه کوله چې ددغو ليکچرونو او مظاهرو په نتيجه کې نوموړي هم د نورو خپلو اخواني وروڼو په ګډون د مصر په يوه نظامي چوڼۍ کې د څو مودې لپاره بندي کړاى شو. د مصطفى سباعي مرحوم په مصر کې په بندي کېدلو لمړى دده پلار مرحوم خبر نه وو بيا يو ديني عالم علامه محمد الحامد رحمه الله چې دده خاص ملګرى ؤ دى د سباعي له بندي کېدلو څخه خبر کړ، نو دى په مسکا شو او داسې يې ورته وويل: زما ځوى په اسلام بندي شوى څه باک لري چې بندي کړاى شوى، بندي خانه خو د نرانو ځاى دى.

درس او دعوت

مصطفى سباعي مرحوم کله چې په ازهر کې خپله زده کړه پاى ته ورسوله او ډګري يې ترلاسه کړه نو د امام حسن البناء په هدايت خپل هېواد سوريه ته لاړ او هلته يې په درس او تدريس وعظ او تبليغ پيل وکړ، سوريه د شاه سليمان په وخت کې د عثماني ترکانو د خلافت يو ايالتګرځول شوى ؤ، خو پدغه وخت کې چې مصطفى سباعي مرحوم د زده کړې له پاى ته رسولو څخه وروسته خپل هېواد ته راستون شو، نو د ښکيلاکي ځواکونو په تحريک او لمسه په درسته عربي نړۍ کې د ترکي سلطنت په خلاف د کرکې او نفرت غورځنګونه پيل شول چې د هغو له امله ګرده عربي نړۍ له ډول ډول ستونځو اضطراب او پريشانۍ سره مخامخ شوه، خو ددغه ښکيلاکي پلان ډېر زور په لبنان او سوريه باندې ؤ چې د هغو په نتيجه کې سوريه له ترکي سلطنت څخه جلا او د فرانسې په ناولې غېږ کې ورواچولاى شوه.

مصطفى سباعي مرحوم په دغه وخت کې خورا هلې ځلې وکړې دعوتي حوزې يې جوړې کړې او په خپلو معجزو وعظونو يې د سوريه ډېر نر او ښځې د اخوان المسلمين له دعوت سره منسلک کړل، او د امام حسن البناء له خوا دى د ددغې څانګې د رئيس او مسئول په توګه وټاکل شو. له دې امله چې اخواني نهضت او اسلامي رسالت د مصطفى سباعي مرحوم په اوږو خورا ستر مسئوليت کېښودلاى ؤ. ده يواځې د خپل ښار حمص د خلکو په اصلاح کفايت ونکړ او د اخوان المسلمين د لا پياوړتيا په خاطر له خپل ښار حمص څخه دغه هېواد مرکزي ښار دمشق ته لاړ، او هلته يې د ځوانانو د روزنې د خلکو د اخلاقي او فکري اصلاح په خاطر د اخوان المسلمين د نورو مکتبونو او مدرسو په څنګ کې په دمشق کې د يو مدرسې بنسټ کېښوده چې نو م يې ((المعهد الاسلامي العربي)) وټاکل شو چې تر اوسه پورې هغه په دمشق کې موجوده ده.

او ددغه ښوونځي روزل شوي شاګردان په تقوى، ديانت، اخلاقو او ايډيالوژيکي روزنه کې د سوريه د ټولو ښوونحيو او پوهنځيو په شاګردانو کې ممتاز وو. مصطفى سباعي مرحوم د نهضت د لا چټکتيا او پياوړتيا په خاطر د پورتنۍ مدرسې په څنګ کې د المنار په نوم يوه علمي ديني او سياسي ورځپاڼه هم وويستله او د هغې په چلولو يې پيل وکړ. دغه ورځپاڼه هم لدې امله چې د اخوان المسلمين د نهضت د ارمانونو او اهدافو ښکارندويه وه د اخوان المسلمين د نورو ديني او علمي خپرونو په څنګ کې په اسلامي نړۍ ک د مقبوليت او امتياز وزين او شامخ مقام ترلاسه کړ. نوموړي په دغه ورځپاڼه کې داسې ديني علمي او سياسي سرمقالې او مضامين ليکل چې لوستونکي به يې په لوستلو نه مړېدل. او ددې په څنګ کې مصطفى سباعي مرحوم د دمشق د ښار د الدرويشيه کوڅې د جمات په صحن کې د اخوان المسلمين د سوريه د څانګې مرکزي دفتر جوړ کړ چې نوم يې ((شبان المسلمين)) پرې باندې کېښود. او په دغه دفتر برسېره نوموړي په خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د سوريه په ټولو سترو او کوچنيو ښارونو لکه: حماء، حمص، حلب او دمشق او ان په کليو او بانډو کې تر خپلې څارنې لاندې د اخوان المسلمين د دعوت او اصلاح مرکزونه جوړ کړل. لنډه دا چې مصطفى سباعي مرحوم خپل هر څه د اخوان المسلمين پياوړتيا او برياليتوب او عموميت ته وقف کړي وو، ځکه چې په شلمه پېړۍ کې يواځې همدغه نهضت ؤ چې د اسلام د ترجمان او نماينده په توګه يې پاڅون وکړ په مسلمانانو کې يې د اسلامي جهاد، خپلواکۍ او حريت روح راژوندى کړ، هغوى يې د غليمانو او ښکيلاکي بلاکونو هغه مهلکو او طاغوتي پلانونو ته متوجه او ځير کړل چې د اسلام او مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره يې جوړ کړي وو. اخوان المسلمين لکه څنګه يې چې نوم دى د ټولو مسلمانانو د ګډ جهاد او مشترکې مبارزې په خاطر منځ ته راغلى دى.

دغه نهضت نه يواځې د عربي نړۍ او نه يواځې د مصر، شام، لبنان، اردن، يمن، سعودي او الجزائر او داسې نورو تر پولو پروې محدود دي. او نه ددغه نهضت په اصولو کې د اسې خصوصيت لرونې مادې ليکل شوي دي چې هغه د يو خاص قام او توکم په عنعناتو، کلچر او دودونو پورې اړه لري، بلکه دا د ټولې اسلامي نړۍ او مسلمان ملت نهضت دى. ځکه دغه نهضت چې امام حسن البناء د کومې موخې لپاره جوړ کړى هغه د ټولو مسلمانانو په منځ کې شريکه او يوه موخه ده.

په دمشق کې د اخوان المسلمين د مرکزي دفتر د جوړولو او د معهد اسلامي مدرسې په تاسيس او د المسلمون جريدې په خپرونه په سوريه کې د اخوان المسلمين نهضت دومره پرمختګ او چټکتيا پيدا کړه چې په ډېر لږ وخت کې په زرګونو استاذان، پروفيسران، ديني عالمان، ډاکټران ، نظامي او ملکي مامورين نر او ښځې له دغه نهضت سره بيعت وکړ او د هغو د غړيتوب افتخار يې ترلاسه کړ. اوس نو د هرې څانګې لپاره مصطفى سباعي مرحوم مسئولين او په تنظيمي ډول يې هر يو ته ځانګړې ځانګړې دندې وسپارلې تر څو دغه نهضت په عوامو کې هم اکثريت ترلاسه کړي.

مطالعه او ريسرچ:

ښاغلي مصطفى سباعي مرحوم له پورتني تبليغي او د دعوت له ستونځو سره سره بيا هم د خپلې علمي تندې او زيات عرفاني رشد خړوبول هېر نه کړل او له لږ څه سکون او آرامۍ څخه وروسته يې په علمي مطالعه پيل وکړ. که څه هم نوموړي د زده کړې او طالبۍ په زمانه کې د خپلو داسې زده کړو په څنګ کې مطالعه هم کوله او دغه مطالعه دده هغه وخت لا زياته شوه کله چې دى د لوړو تحصيلاتو او زده کړې په تکل د مصر په جامعه ازهر کې داخل شو په فروعي ديني مسائلو کې دى حنفي مذهبى وو، خو کله چې دى ازهر ته لاړ هلته يې د نورو فقهي مذاهبو مطعاله هم په پراخه سطحه وکړه او د ټولو اسلامي مذاهبو فقه او امامانو ته يې په خورا درناوي او احترام کتل، چې پدې اساس ويلاى شو دى که حنفي هم وو خو داسې پټ سترګى او متعصب حنفي نه وو چې نور مذاهب يې ناحق ګڼل او د هغو په مقلدينو پسې يې اقتدا ناروا ګڼله، بلکه پدې هکله د نوموړي پاليسي او دريځ هغه وو کوم چې د اخوان المسلمين بنسټ کېښودونکي امام حسن البناء شهيد او د دغه ګوندونو رو برجسته رجالو لاره.

او هغه دا هره مسئله او هر فقهي حکم چې له قرآن او سنت سره مطابق وي که د هر چا وي هغه حق دى، او هر هغه حکم چې له دغو دوو سماوي ماخذونو څخه مخالف وي هغه رد او که د هر چا وي د قبول او منلو وړ ندى. ډاکټر سباعي مرحوم په ازهر کې د ديني او مذهبي کتابونو د مطاعلې په څنګ کې د لويديځو او ختيځو غير اسلامي مسلکونو د نظرياتو مطالعه هم کوله او په همدغه وخت کى دى د اروپائي مستشرقينو يعنې ختيځ پېژندونکو له هغو کتابونو سره هم آشنا شو چې په عربي ژبه ترجمه کړاى شوي وو او پدې لړ کې ده د ډاکټر احمد امين مصري هغه دوه کتابونه هم چې يو يې ((فجر الاسلام)) او بل يې ((ضحى الاسلام)) نومېږي ښه دقيق مطالعه کړل په دغو کتابونو کې احمد امين مصري د غربي مشترقينو هغه ټول انتقادات راوړي او بيا يې استدلالاً رد کړي وو چې هغوى په اسلامي احکامو باندې نيولي وو او بيا په خاصه توګه د مصطفى سباعي مرحوم توجه د نامتو او مشهور ژورنالست او يهودي څېړونکي ((ګولډ زيهر)) د هغه مضمون په لور شوه چې نوموړي د نبوي حديثو په هکله ليکلى ؤ.

مصطفى سباعي مرحوم کله چې پورتنى مضمون وليد نو له ډېر غصې څخه تک سور اوښت او له هغه وخت څخه دا ورته ثابته شوه چې دغه طاغوتي بړيڅي د پوهانو او څېړونکو په نوم څومره د اسلامي نړۍ او د اسلام د مقدساتو د له منځه وړلو په لټه کې دي. او له همغې شېبې څخه يې له ځان سره دا پرېکړه وکړه چې دى بايد د هغو ټولو غربي مختورنو او اسلام دښمنو ختيځ پېژندونکو هغه څېړنې او ريسرچونه مطالعه کړي کوم چې هغوى د اسلام، قرآن او سنت په هکله کړي دي. او بيا له مطالعې څخه وروسته د هغوى د خرافاتو د ترديد په لړ کې څه وليکي. خو نوموړي ته پدې هکله په زړه پورې زمينه برابره نشوه، تر دې چې ده په دمشق کې د اخوان المسلمين مرکز جوړ کړ او هلته ډېر داسې پوهه او عرفاني وګړي ددغه بختور نهضت غړي شول چې هغوى کولاى شول په نسبي ډول د اخوان المسلمين ځينې مبرمې، اصلاحي او تنويري او اداري دندې دده په غياب کې هم ترسره کړې، همغه وو چې مصطفى سباعي له دغې زمينې څخه په استفاده په نوموړې موضوع کې زياته مطالعه وکړه او بيا يې له ازهر څخه د خپلې د ډاکټرۍ د بري ليک د لاس ته راوړو په تکل په پورتنۍ موضوع کې يو خورا ضخيم کتاب وليکه او نوم يې ((السنة و مکانتها في التشريع الاسلامي)) يعنې د سنتو قانوني حيثيت کېښوده او خپله ډاکټري يې پرې واخستله.

نوموړي پدغه کتاب کې د خپلو نورو تصانيفو په لړ کې د ختيځ او لويديځو طاغوتي ځواکونو هغه مذبوحانه هلې ځلې په ډاګه کړي دي چې هغوى يې د اسلام په خلاف کوي او يا يې غاښ ماتوونکي ځوابونه هم ورکړي دي.

د دمشق په پوهنتون کې د ښودونکي په توګه:
د دمشق په پوهنتون کې د ((Law College)) يعنې د قانون پوهنې په پوهنځي کې د مدني قانون ښوونکي ته د سوريه د زده کړې او روزنې د وزارت اړتيا پيدا شوه او له ډېر لټونې څخه وروسته يې ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم په نظر کې ونيوو او مسئول مقاماتو دا پرېکړه وکړه چې ددغې په سر ته رسولو کې له مصطفى سباعي مرحوم څخه پرته بل هېڅوک نشي بريالى کېدلاى، همغه ؤ چې دى د معارف وزارت ته وغوښتل شو او له ده څخه هيله وکړاى شوه چې دغه دنده قبوله کړي. مصطفى سباعي مرحوم د هغوى هيله ومنله او په نوموړي پوهنځي کې د مدني قانون د ښودونکي په توګه وټاکل شو. د مدني قانون په هکله د ډاکټر مصطفى سباعي د عرفاني، تنقيدي او تحقيق نظرياتو له کبله ددغه پوهنځي د زده کوونکو په افکارو او دماغونو کې پدې هکله ګټور معلومات ترزيق کړاى شو. مصطفى سباعي به هر درس چې ورکاوه نو د هغه ټول ابعاد، يعنې ديني، اجتماعي، سياس او اقتصادي اړخونه به يې د قرآن او نبوي نستو په رڼا کې څېړل. او د درس ورکولو په څنګ کې نوموړي د سوريه د مدني قانون يوه شرحه هم په دوو سترو ټولو کې وليکله چې ددغه قانون په هکله د دائرة المعارف حيثيت لري او د دغه کتاب دواړه ټوکه تر ١٩٧٢ مسيحي کال پورې د حکومت له لوري درې وارې چاپ شوى دى، د پورتني کتاب نوم ((شرح قانون الاحوال الشخصية)) دى.

ډاکټر سباعي د وکيل په توګه:

د مصطفى سباعي مرحوم علمي استعداد، حيرک ذهانت، له بلاغت او فصاحت څخه ډک بيان، د قرآن او سنت د حاکميت په خاطر دده هلې ځلې او بې ريايون د شام په خلکو داسې تاثير کړى ؤ چې نر او ښځې، لويان او کوچنيان، بې سواده او پوهان ټول دده په شخصيت، تقوى او مبارزې معترف وو.
او همدغه عالم وو کله چې په ١٩٤٩ مسيحي کال کې د شام د ولسي جرګې انتخابات پيل شول نو د شام عوامو مسلمانانو او هم د اخوان المسلمين رهبري کدرونو له ده څخه هيله وکړه چې د پارلمان لپاره د وکيل په توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړي، ځکه چې د اخوان المسلمين د نهضت اصلي موخه هم داده چې د خداى پر مځکه د خداى پر بندګانو اسلامي قانون او قرآني حکومت نافذ کړاى شي.

او دا هغه وخت کېداى شي چې د دولت په درې ګونو قواوو کې يعنې په مقننه، قضائيه او اجرائيه کې داسې د ردمند توکونه او عناصر ځاى پر ځاى کړاى شي چې هغوى په يو آواز د وخت له واکمنې پاټکۍ څخه د قرآن او نبوي سنتو د حکومت د نفاذ غوښتنه وکړي. نو نظر په دغه هيله د عوامو او اخوان المسلمين د رهبري کدر له خوا ډاکټر مصطفى سباعي د ديني عناصرو په نمايندګۍ د وکالت لپاره ودرول شو چې د خداى په مرسته په ټول هېواد کې په دويمه نمره بريالى شو. او بيا په ١٩٥٠ مسيحي کال کې د پارلمان د وکيلانو په اکثريت د شورى (امين عام)) د سکرتر جنرال يعنى عمومي منشي په توګه وټاکل شو، نوموړي د خپل وکالت په دوران کې په وکيلانو کې لومړى داسې وګړي د ځان پلويان کړل چې هغوى په هېواد کې د اسلامي نظام غوښتونکي او يا پلويان وو او له هغو څخه يې يوه جرګه ګۍ جوړه کړه چې ټولو په اتفاق له پارلمان څخه دا غوښتنه وکړه چې په هېواد کې اسلامي قانون نافذ کړاى شي چې ددغو هلو ځلو په نتيجه کې شورى د رايو په اکثريت دا پرېکړه وکړه چې د هېواد د قانون اصولي ماخذ دې اسلامي فقه وي.

دا فيصله د ١٩٥٠ مسيحي کال د ستامبر په شلمه نېټه اعلان کړاى شوه او په همدغه نېټه مصطفى سباعي مرحوم د شورى په تالار کې داسې جذاب تقرير وکړ چې اسلام دښمنه ډلې ټپلې او د هغو ښکيلاکي او طاغوتي باداران يې هک حيران کړل. نوموړي له دې ستر برياليتوب څخه وروسته په پارلمان کې وويل: اوس چې د خداى په مرسته مونږ تاسې پدې باندې بريالي شو چې د قانون ماخذ دې اسلامي فقه وي. ددې ارمان د پوره کولو لپاره دا ضروري ده چې په پوهنتون کې دې د شرعياتو د پوهنځي په نوم يوه پاکلته جوړه کړاى شي، تر څو په هغې کې داسې علماء فقهاء وروزل شي چې په بشپړه توګه په علم تفسير، علم حديث او اسلامي فقه کې وارد وي او ددې پر څنګ کې له اروپائي قانون او د هېوادونو له زوال عروج او د مختلفو قامونو له غوښتنو او افکارو او هم د عصر له مزاج او غوښتنې او د اسلام له روح او تمايل سره ښه تره آشنا وي.

تر څو هغوى خپل قانوني مسئوليتونه او دستوري دندې په سمه توګه ترسره کړاى شي او د يادونې سره سم دغه اتل مجاهد او د اسلام د مدرسې وياړلي بچي په پارلمان کې پدې هکله تحريک پيل کړ او جرګې ته يې د دمشق په پوهنتون کې د مکتبة الشرعيه په نوم خپل تجويز وړاندې کړ، مسلمانو وکيلانو په ډېره خوښې د ډاکټر سباعي پورتني تجوزي ته هرکلى ووايه خو ملحدو کمونستو او د عربي قام ناسيونالستو وکيلانو د ډاکټر مصطفى سباعي له پورتني تجويز سره مخالفت وکړ، او هغوى د مصطفى سباعي او د هغه د پورتني تجويز د ناکامولو په تکل ځانګړى باند جوړ کړ، د ډاکټر مصطفى سباعي د بدنامولو په خاطر يې مسموم ټولنيز تبليغات پيل کړل په هغه باندې يې دغدارۍ، خيانت، نفاق اچونې امريکايي او فرانسوي اسلام غوښتنې د بد ديانتۍ او داسې نور ډول ډول ناروا تورونه ولګول او دوى په دغو زهرجنو تبليغاتو يو شمېر علماء، وزيران ملکي او نظام مامورين هم د مصطفى سباعي په خلاف راوپارول، خو دغه مبارز او زړور شخصيت له دغو طوفانونو او سيليو سره په خلاصه تڼۍ مقابله وکړه او د هغه وخت د شام جمهور رئيس مرحوم هاشم الاتاشي ته يې د شرعياتو د پوهنځي د تجويز او د هغه د ملي او نظامي ضرورتونو په يادولو يو پيشنهاد وړاندې کړ او له هغه څخه يې هيله څرګنده کړه چې د دغه ديني او ملي ضرورت د پوره کولو او اجراء منظوري په خپل قلم لاس ليک کړي.

جمهور رئيس هم د ډاکټر تجويز ته هر کلى ووايه او هغه پيشنهاد يې لاس ليک کړ او د ١٣٨٣ هجري قمري کال د رمضان د مبارکې مياشتې په ٢٨ نېټه د سوريه پارلمان په خپل قانون کې د دمشق په پوهنتون کې د شرعياتو د پوهنځي د پرانستلو او قيام ماده تثبيت او تصويب کړه او دا داسې پوهنځى دى چې په اسلامي نړۍ کې سيال نلري.

او کله چې د شرعياتو د پوهنځي د جوړونې اعلان وکړى شو نو له پارلمان څخه بهر هم په ټوله سوريه کې د اسلام دښمنه ګوندونو او وګړو په زړونو کې د عناد او کينې هغه اور بل شو کوم چې ددغه تجويز له لمړۍ ورځې څخه ددوى په زړونو کې راپيدا شوى ؤ، چې ددوى ټولو په سر کې د عربي قام د ناسيونالستي مفکوري د بنسټ کېښودونکي ((ميثل عفلق)) مسيحي وو.

نوموړى يو کاتوليک مسيحي و، دى په فرانس کې زېږېدلى او لوى شوى او روزل شوى ؤ، او بيا د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره سوريه ته د استاذ په توګه رالېږل شوى ؤ، دى لمړى د سوريه په دمشق کې د يوې ليسې د تاريخ استاذ ؤ او بيا يې د زمانې په تېرېدلو سره په دمشق کې د مسلمانانو دګمراه کولو په خاطر د ((البعث العربي)) په نوم يو ګوند جوړ کړ او مشر يې يو کمونست وټاکه چې هغه اصلاً د شام نه بلکه د کردستان وو او نوم يې خالد بکداسي دى. که څه هم د بعث د ګوند مشر په ظاهري بکداسي وو خو قومانده تدبير او هر ډول ابتکارونه د همدغه کاتوليکي مسيحي په لاس کې وو. ده په خپل دغه ګوند يعنې بعث کې ټول ځوانان ملحد او کمونستان کړل او غوښتل يې چې له شام څخه د اسلام لمن ټوله کړي او هغه په بشپړه توګه يو کمونستي هېواد شي.

خو خداى پاک د خپل دين په خپله ساتندوى دى، او ددغه الحادي طوفان د مخنيوي لپاره يې اخوان المسلمين منځته راووست او بيا يې د ډاکټر سباعي او ډاکټر سعيد رمضان په څېر په اسلام مين وګړي په دغه ګوند کې وروزل او د ميثل عفلق شيطاني هلې ځلې يې له خاورو سره خاورې کړې. نوموړي مسيحي او د هغه د ګوند ملحدو عناصرو ډېر هلې ځلې وکړې چې د سباعي دغه اسلامپال ابتکار په شا وتمبوي او ډېر تبليغات يې وکړل، دده ګمارل شويو تالي څټو بعثي کمونستانو به په هر ځاى او هر چا ته دا ويل چې دا چېرته کېدلاى شي چې په يو عصري او مدرن پوهنتون کې ږيرور او د پګړۍ او چپنې ارتجاعي عناصر د قرون وسطى له خصوصياتو سره منځته راشي. او د مترقي او مهذبو ((يعنې خداى نه منونکو)) ځوانانو د پرمختګ په لاره کې دې خنډ واقع شي. خو ددغو تالي څټو ګوډاګيانو او هم د هغوى د ابليس بادار هلو ځلو کوم ځاى ونه نيوو او ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم په ډېره مېړانه د ١٩٥٥ مسيحي کال د ستامبر په ١٨ نېټه د دمشق په پوهنتون کې د کليه الشرعيه يعنې د شرعياتو د پوهنځي بنست کېښوداو په خپله يې د هغه افتتاح وکړه او له همغې ورځې څخه ديني زده کړه په کې پيل شوه.
وسلوال جهاد:
ډاکټر مصطفى سباعي لکه څنګه چې د ژبې او قلم په جهاد او مبارزه کې د اسلام د مدرسې د اخوان المسلمين د نهضت د رهبرۍ کدرتر بولي لاندې يو اتل او سر تيرى مجاهد ؤ. همدا ډول په وسلوال جهاد کې د نورو اخواني وروڼو يو زړور مبتکر او شجيع قومندان هم وو.
د فلسطين د سقوط فاجعه د مسلمانانو لپاره هغه دردونکې پېښه ده چې د شلمې پېړۍ په تاريخ کې سارى نلري. د فلسطين د آزادولو په هلو ځلو کې له هر چا نه زيات د اخوان المسلمين نهضت وړاندې ؤ. له همدې امله اخوان المسلمين جهاد ته د مسلمانانو د چمتو کولو لپاره د ډاکټر مصطفى سباعي په قيادت په درې ډوله هلې ځلې وکړې. لمړى دا چې عربي نړۍ او د سوريه حکومت ته يې پدې هکله د يهوديانو، انګرېزانو او نورو راپورونه وړاندې کړل. دويم دا چې په کليو، بانډو او ښارونو کې يې عمومي غونډې وکړې تر څو خلک د قضيې په اصلي اړخونو خبر کړي او پدې هکله د هغوى مسئوليت ورته څرګند کړي. دريم دا چې مصطفى سباعي مرحوم داسې ځوانان وروزل چې هغوى هر ډول قربانۍ ته تيار وو. نوموړي د خپلو ځوانانو يوه ډله د اسرائيلو ټولو ښارونو لکه يافا، تل ابيب، حيفا او بيت المقدس ته ولېږله تر څو هغوى د يهوديانو حالات او پلانونه له نېږدې څخه مطالعه کړي. او کله چې په ١٩٤٨ مسيحي کال کې د فلسطين د وېش سانحه منځته راغله نو مصطفى سباعي مرحوم د شام د اخوان المسلمين د څانګې د مجاهدينو د قومندان په توګه وټاکل شو او له ډېرې کمې وسلې سره د جهاد ډګر ته لاړل، سباعي مرحوم د يهوديانو په مقابل کې په دېره مېړانه وجنګېده او څو وارې ټپي شو خو خداى پاک به له مرګ څخه وژغوره او په دښمن يې داسې غورځنګونه وکړل چې لار يې ورڅخه ورکه کړې وه.

اروپايي او نورو هېوادونو ته سفر:

هغه وخت چې ډاکټر مصطفى سباعي د دمشق د پوهنتون د قانون د څانګې استاد وو حکومت غوښتل چى دى د يوې لنډې دورې په خاطر اروپا ته واستوي تر څو هلته د مختلفو هېوادونو د پوهنتونونو او نورو علمي مرکزونو له تعليمي نصاب او درسي متداوله نورو عرفاني چارو سره بلد شي. خو ډاکټر مرحوم د خپلو دعوتي او اصلاحي مصروفيتونو په وجه دا کار په خپله تعويق کړ. او بيا د ١٩٥٦مسيحي کال د مارچ په درېمه نېټه ددغه سفر لپاره ووت. په دغه سفر کې ټولو اروپائي هېوادونو ته ولاړ او د هغوى ټول علمي مرکزنه او ثقافتي ادارې يې له نېږدې څخه وليدلې د هغوى له مسئولينو سره يې ليده کاته وکړل او له هغوى سره يې آزادانه خبرې وکړې د هغوى نيمګړتياوې يې ورته په ګوته کړې او د اسلام په مقا بل کې يې د هغوى په عداوتي دريځ د هغوى په وړاندې انتقادونه وکړل او هغوى ټولو ته يې په ډېره مېړانه دعوت او بلنه ورکړه چې هغوى اسلام په پاک ذهن سره مطالعه کړي او بيا د هغه په هکله عادلانه قضاوت وکړي. په همدغه سفر کې ده له مستشرقينو (ختيځ پېژندونکو) سره هم وليدل او له هغوى سره يې طولاني بحثونه وکړل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دوى بايد د هغه نيمګړي او غلط او معاندانه ريسرچ په هکله چې دوى د اسلام د سپيڅلي دين او د هغه د قوانينو په کړى دى له اسلام او مسلمانانو څخه بښنه وغواړي او بيا د دويم ځل لپاره په بې طرفانه ډول خپلې څېړنې پيل کړي.

ډاکټر سباعي مرحوم په خپل دغه سفر کې د اروپايي هېوادونو د سياسي او علمي وګړو د اسلام او مسلمانانو په هکله د هغوى د دريځ خورا ترخې خاطرې له ځانه سره راوړې او هم يې د هغوى هغه خرافات وحشت او بربريت هم له نېږدې څخه وليد چې په هغه تهذيب ټاپه لګوي او اسلامي هېوادونو ته يې صادروي.
همدارنګه کله چې په ١٩٥١ مسيحي کال کې د پاکستان حکومت يو نړۍ وال اسلامي کنفرانس جوړ کړ په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره د سوريه د حکومت د ګډون کوونکې ډلې قيادت ډاکټر مصطفى سباعي ته وسپارل شو او نوموړي په دغه کنفرانس کې اسلامي ملت ته د ورپېښو شوو ستونځو په هکله يو داسې مؤثر او جذاب تقرير وکړ چې د کنفرانس د ټولو ګډون کونکو له خوا په خاصه توګه تقدير او وستايل شو او بيا هغه وخت چې د ١٩٥٤مسيحي کال د اپريل په ٢٢ نېټه د لبنان په بحمدون نومې ځاى کې د منځني ختيځ د ورپېښو لانجو په هکله عمومي غونډه جوړه شوې وه په هغې کې هم د سوريه لخوا ډاکټر مرحوم خاص استازى او وياند ؤ.

تصانيف او ژرناليزم:

لکه څنګه مو چې وړاندې يادونه کړې ډاکټر سباعي مرحوم يو ستر اسلامي مفکر، ليکوال او په سياست پوه ژورنالست او پياوړى مصنف او واعظ ؤ. نوموړي د اسلامي نړۍ د نوي توکم د تنوير او بيدارۍ په خاطر ډېر تاليفات کړي دي. هغه يو ويرندوکى ليکوال نه ؤ بلکه د حق کلمه يې هر چا ته په ځغرده ويله. سباعي مرحوم په ١٩٤٨م کال کې په دمشق کې د المنار په نوم ورځپاڼه وويستله چې مسئول مدير يې دى خپله ؤ. دغه ورځپاڼه تر ١٩٥٠ ع پورې وه خو کله چې د اخوان المسلمين د شام د څانګې له مرکز څخه د ((الشهاب)) په نامه ورځپاڼه پيل شوه ده خپله ورځپاڼه بنده کړه او خپل ټول قلمي، فکري او ابتکاري ځواک يې الشهاب ته په لاس کې ورکړ. نوموړي به پدغه خپله ورځپاڼه کې په خورا جرئت سره په حکومت باندې داسې انتقادي سرمقالې او مضامين ليکل چې په هغوى کې د حق له وينا څخه پرته د هېڅ ډول غوړمالۍ تظاهر او مداهنت نښه نه لېدل کېده.

همدارنګه کله چې په ١٩٥٧ع کال کې د سوريه د بهائى حکومت له خوا د اخوان المسلمين وزينه مجله ((المسلمون)) مصادره شو او د هغې مسئول مدير ښاغلى ډاکټر سعيد رمضان له هېواد څخه تبعيد کړاى شو. نو سباعي مرحوم ددغې خلا د ډکولو په هڅه يوه مجله پيل کړه چې نو م يې ((حضارة الاسلام)) ؤ او ددې د چلولو په امر او اجازه اخستلو کې نوموړى ډېر وکړېده. خو په پاى کې خداى پاک بريالى کړ او اجازه يې واخستله او د هغې په چلولو يې پيل وکړ. چې مسئول مدير يې دى په خپله ؤ.
همدارنګه دده بل اثر ((المستشرقون و الاسلام)) دى، پدې اثر کې نوموړي د ختيځ پېژندونکو هغه ټولې اسلام دښمنه مانورې په ډاګه کړي دي. چې هغوى يې له پېړيو پېړيو را پدې خوا د اسلام او مسلمانانو په خلاف کوي.
بل کتاب يې ((السنة و مکانتها في التشريع الاسلامي)) دى او بل يې ((شرح قانون الاحوال الشخصية)) يعنې د مدني قانون شرح او بل يې من روائع حضارتنا يعنې همدا کتاب چې ستاسې په لاس کې دى او پنځم کتاب نوم يې: المراة بين الفقه و القانون يعنې ښځه په شريعت او قانون کې دى. نوموړى ښايي نور هم ډېر آثار ولري خو ما ته ندي معلوم.

رنځورتيا او وفات:

ډاکټر مصطفى سباعي مرحوم ته په ١٣٧٧ هـ کال کې د فالج ناروغتيا پيدا شوه او د بدن کيڼه خوا يې شله شوټه شوه ، ده د خپلې ورپېښې شوې ناروغتيا ډېر دارو درمل وکړل خو په زړه پورې نتيجه يې ورنکړه. او پوره ٧ کاله په دغه رنځ کې وځورېده. نوموړي په دغو ٧ کالو کې خپل ټول آثار راغونډ کړل او هغوى ته يې کتابي بڼه ورکړه. وايي چې په نوموړي به کله د ګوزڼ څپه راغله او درد به يې ډېر شو نو خداى پاک ته به په سجده پرېووت، ژړا او انګولا به يې کوله او د خپلو ګناهونو بښنه به يې غوښتله، نوموړى په همدغه ناروغتيا کې حج ته لاړ، حج يې وکړ، مدينې منورې ته لاړ او بېرته خپل ټاټوبي ته ستون شو. د دويم ځل لپاره يې بيا د حج اراده وکړه او دا وار يې غوښتل چې له حج څخه وروسته مدينې منورې ته لاړ شي او خپل پاتې ژوند هلته تېر کړي. خو متاسفانه دده دا ارامان پوره نشو او د ١٣٨٤ هجري کال د لمړۍ خور يعنې جمادي الاولى په اوويشتمه نېټه د هېمش لپاره لدې فاني دنيا څخه رخصت شو.

د اسلامی تهذيب او تمدن له کتاب څخه

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب